ننګرهار والي د سوداګرو، مدني فعالانو او د چپرهار ولسوالۍ يو شمېر اوسيدونکو ستونزې د حل په موخه واوريدې
د سوداګرۍ خوني مرستیال حاجي بازمحمد ، مدني فعال نور اغا ځواک ، پانګوالو او د چپرهار ولسوالۍ یو شمیر مخورو ننګرهار والي سره د لیدنې پرمهال په امنیتي برخه کې د چپرهار ولسوالۍ ته د ځانګړې پاملرنې، ځوانانو ته کاري زمینې برابرولو، کډوالو ته په بېلا بېلو برخو کې د سهولتونو رامنځته کولو او هم يې یادې ولسوالۍ ته د تذکرو پاڼو د زیاتوالي غوښتنه وکړه.
دوی له ننګرهار والي څخه مننه وکړه، چې په هڅو يې پدې وروستیو کې د دې ولایت په ټولو برخو کې اصلاحات او مثبت بدلون رامنځته شوي.
ننګرهار والي حیات الله حیات وویل د نورو چارو ترڅنګ به د خصوصي سکتور ودې او پیاوړتیا لپاره به ځانګړې هڅې او پانګوالو ته به کاري سهولتونه برابر کړي.
نوموړي زیاته کړه ټاکنې یوه مهمه پروسه ده باید ولسونه او دولت د یادې ملي پروسې په ښه ترسره کیدو کې سره د همغږۍ لاسونه ورکړي.
هغه همداراز وویل د نفوسو د ثبت مسئولینو ته يې د ټولو ولسوالیو لپاره د تذکرو پاڼو د مساوي ویش سپارښتنه کړې او هم يې یادو پانګوالو او مخورو ته يې د ستونزو په حل کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
ننګرهار والي د ټولو ولسوالیو امنیتي او ملکي مسئولینو ته د طبعي ځنګلاتو قطع کیدو د مخنیوي جدي سپارښتنه وکړه.
ننګرهار والي حیات الله حیات پدې ولایت کې د امن او پیو ستون شورا غړو سره د لیدنې پرمهال وویل د ټولو ولسواليو امنیتي او ملکي مسئولینو ته يې د طبعي ځنګلاتو قطع کیدو د مخنیوي جدي سپارښتنه کړې چې په وینا يې که د هرچا د مسئولیت په ساحه کې طبعي ځنګلات قطعه شول قانوني چلند سره به مخ شي.
د امن او پیوستون شورا غړو وویل د شورا څخه يې د جوړیدو موخه د ټولو شورا ګانو یوځای کول او ددی ترمنځ د يووالي او همغږۍ روحیه پیاوړې کول دي.
دوی زیاته کړه د شورا غړي يې په سیاسي، اقتصادي، امنیتي او ټولنیزه برخه کې پوره تجربه لري نو په همدې اساس يې ننګرهار والي ته په یادو برخو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
ننګرهار والي حیات الله حیات د امنیت په ټینګښت، د ټولنیزو ستونزو په حل او نورو بېلا بېلو برخو کې د قومي مخورو او شورا ګانو رول ترهرچا مهم وباله.
نوموړي زیاته کړه طبعي ځنګلات ملي شتمني او د سیمې د ښکلا ترڅنګ د طبعي افتونو او سیلابونو څخه د زراعتي ځمکو د ژغورنې مهمه وسیله ده نو په همدې اساس ولسونو ته پکار ده ، چې د ملي مسئولیت له مخې د خپلو سیمو طبعي ځنګلات د قاچاقبرانو له ګواښ څخه خوندي وساتي.
حیات همدا راز وویل د طبعي ځنګلونو قطعه کول او د چاتراشو انتقال قاچاق دی او که د هر چا د مسئولیت په سیمه کې ورته کړنې ترسره شي د قانون منګولو ته به وسپارل شي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواکې ادارې له لوري د پنځم او شپږم خالي بستونو لپاره د اخستل شوې کانکور ازموینې پایلې اعلان شوې.
په ننګرهار کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواکې ادارې له لوري د پنځم او شپږم خالي بستونو لپاره د ۱۶ زره نارینه او ښځینه و څخه د اخیستل شوې کانکور ازموینې پایلې اعلان شوې، چې له مخې يې د ۷۵۰ تنو ښوونکو په ګډون ۱۵ سوه تنه ښځینه او نارینه بېلا بېلو بستونو ته کامیاب شويدي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواکې ادارې مشر هجرت الله اختیار وویل شاو خوا څلور میاشتې وړاندې پدې ولایت کې ۲۰ زره تنو د ۱۵ سوه خالي بستونو لپاره نوم لیکنه کړی وه په ازموینه کې ۱۶ زره کسانو ګډون وکړ، چې له شمېر څخه یې ۱۵ سوه تنه خالي بستونو ته بریالي شویدي.
ننګرهار والي حیات الله حیات وویل د ملي یووالي حکومت ژمن دی، چې په خالي بستونو کې د ازادې سیالۍ له لارې وړ او بااستعداده نارینه او ښځینه په دندو وګماري او کار اهل کار ته وسپاري.
نوموړي زیاته کړه دغه ۱۵ سوه بستونه د کلونو راهیسې خالي و، چې په نوي تقرر سره به يې په ادارو کې د پام وړ اصلاحات او مثبت بدلونونه رامنځته شي.
هغه ډاډ ورکړ، چې په ادارو کې پاتې خالي بستونو کې به هم د ازادې سیالۍ له لارې مستحق کسان په دندو وګمارل شي، چې په خبره يې معلولینو ته به هم د قوانینو په رڼا کې د نورو په څیر په پروسه کې د ګډون حق ورکړل شي.
په ورته مهال د پوهنې رئیس حسیب الله شینواري وویل په بریالۍ کسانو کې ۷۵۰ تنه د پوهنې ادارې پورې اړه لري، چې ۵۰ سلنه یې مامورین او پاتې يې ښوونکي دي.
نوموړي زیاته کړه بریالیو کسانو ته به په ادارې او مسلکي برخه کې لنډ مهاله ورکشاپونه جوړ کړي څو په راتلونکې کې د ستونزو سره مخ نه شي.
د ننګرهار والي په مشرۍ نظامي مسؤلینو د چپرهار د وروستۍ پېښې قربانیانو ته د فاتحې مراسم ترسره او په روغتون کې د ټپیانو د روغتیا پوښتنه وکړه .
ننګرهار والي حیات الله حیات،چې امنیه قومندان پاسوال غلام سنايي ستانکزي ، د ملي امنیت رئیس تورنجنرال نظر علي واحدي،د څلورمې پلې لوا قوماندان جنرال کریم نیازي او یو شمیر نورو مسؤلینو یې ملتیا کوله،د چپرهار ولسوالۍ دولتزیو سیمې په چینو کلي کې یې د وروستۍ پېښې د شهیدانو کورنیو ته د هغوی په کور کې د فاتحې مراسم ترسره کړل .
نوموړي د خبرو پر مهال یو ځل بیا په رامنځته شوې پېښه ژوره خواشیني وښوده،شهیدانو ته یې د فردوس جنت او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله وکړه او همدا راز یې د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلمیار په ګډون د پېښې د ټولو قربانیانو کورنیو د حوصلې او زغم څخه مننه وکړه.
هغه د خبرو پر مهال ډاډ ورکړ،چې رامنځته شوې پېښه یې جدي نیولې،د پېښې قربانیان بې ګناه وګړي دي او عاملین به یې ډیر ژر د قانون منګولو ته وسپاري .
د پېښې د قربانیانو په استازۍ د بهسودو ولسوال محمد صدیق دولتزي او یو شمیر نورو د ننګرهار والي په مشرۍ د ټولو مسؤلینو څخه مننه وکړه،چې دوی سره یې په ستر غم کې غمشریکي وکړه.
دوی د خبرو پر مهال ژمنه وکړه،چې د خپل حکومت سره یو ځای به د دې هېواد د ټولو دښمنانو پر وړاندې په مقاومت سره دریږي،خو د یادې پېښې د عاملینو د نیولو او په علني ډول د مجازات کولو غوښتنه یې وکړه .
د فاتحې په څنډه کې د پېښې شهیدانو کورنیو او ټپیانو سره برابره شوې نغدي مرسته هم ترسره شوه .
همدا راز د ننګرهار والي حیات الله حیات په مشرۍ مسؤلینو ،چې د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کاموال یې هم ملتیا کوله،د جلال اباد په حوزوي روغتون کې د یادې پېښې د ټپیانو د روغتیا پوښتنه وکړه.
ننګرهار والي حیات الله حیات چې په روغتون کې یې د یو شمیر نورو پیوزانو ستونزې هم واوریدې،د چپرهار د پېښې ټپیانو سره ژمنه وکړه،چې ژر تر ژره به یې مرکز کې یو مجهز روغتون ته د درملنې په موخه انتقال کړي .
ننګرهار والي وايي د روغتیا په برخه کې تیروتنې ورته د زغم وړ نه دي.
ننګرهار والي حیات الله حیات د روغتیايي سکتور مسئولینو سره د لیدنې پرمهال وویل په روغتیايي برخه کې تېروتنې ورته د زغم وړنه دي او د اصلاحاتو لپاره به یې کار کوي.
د روغتیايي سکتور مسئولینو وویل په حوزوي روغتون کې پرسونل کم دی او په یاده برخه کې يې يوه مرستندویه اداره په فساد تورنه کړه.
دوی زیاته کړه پدې ولایت کې ۲۶ روغتیايي شرکتونه فعالیت کوي او غوښتنه يې وکړه، چې تردې وروسته دې د کمیت پرځای کیفیت ته کار وشي.
هغوی همدار راز ډاډ ورکړ، چې ۱۴ د درملو شرکتونه په ګډه د درمل جوړولو فابریکه جوړي.
ننګرهار والي حیات الله حیات د روغتیايي سکتور له مسئولینو مننه وکړه، چې په یاده برخه کې وړاندیز شوو ستونزو ته یې د حل لارې چارې هم موندلي دي.
نوموړي زیاته کړه په حوزوي روغتون کې شته خدمات ورته د منلو وړنه دي او په یاده برخه کې به ژور اصلاحات راولي.
حیات د روغتیايي سکتور مسئولینو ته په یو شمېر برخو کې د اجراتو او همکارۍ ډاډ ورکړ.
ننګرهار والي د هډې اخونزاده، مومندرې او فتح اباد سیمو مخورو ستونزې د حل په موخه واوریدې.
ننګرهار والي حیات الله حیات د بهسودو ولسوالۍ اړوند د هډې اخونزاده سیمې د دیني عالمانو، د روداتو ولسوالۍ او د سره رود ولسوالۍ اړوند فتح اباد سیمې مخورو ستونزې په جلا جلا ډول د حل په موخه واوریدې.
د هډې اخونزاده سیمي دیني عالمانو ننګرهار والي څخه د ملي امنیت موظفینو له لوري د قاري حامد او احسان الله په نومونو د نیول شوو دوه تنو د خوشې کیدو غوښتنه وکړه.
ننګرهار والي د ملي امنیت رئیس ته سپارښتنه وکړه، چې د یادو دیني عالمانو ستونزه له نږدې واوري او په حل کې يې قانوني اجرات ترسره کړي.
بل لورته د مومندرې ولسوالۍ قومي مخورو ننګرهار والي سره د لیدنې پرمهال په یاده ولسوالۍ د وروستیو تغیراتو ستاینه او ملاتړ وکړ.
دوی د پخواني امنیه قومندان په پاتې کیدو ټینګار وکړ او هم يې په یاده ولسوالۍ د احصايې دوه تنه مامورین چې له تيرو ۱۷ کالو راهيسې هلته دنده ترسره کوي د تبدیلۍ غوښتنه يي وکړه.
ننګرهار والي د مومندرې ولسوالۍ له مخورو مننه وکړه، تل يې دولت سره په هراړخیزه برخه کې همکاري کړې او هم يې د قانوني کړنو ملاتړ کړی.
نوموړي یادو مخورو ته د ستونزو په حل کې د اجراتو او همکارۍ ډاډ ورکړ.
د یوبل خبر له مخې د سره ردو ولسوالۍ اړوند د فتح اباد سیمې مخورو ننګرهار والي سره ناستې پرمهال پدې وروستیو کې په امنيتي سکتور کې د ژورو بدلونونو او نورو تر سره شويو اجراتو ستاینه او ملاتړ وکړ.
دوی په یاده سیمه کې د امنیت ټینګښت او بريښنا په تړاو پرتو ستونز په حل کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ننګرهار والي حیات الله حیات د یادې سیمې له مخورو مننه وکړه، چې خپله سیمه کې وسله والو مخالفینو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.
نوموړي زیاته کړه د پاکې ارادې له مخې هوډ لري، چې د دې ولایت ولسونو ته په رښتیني توګه خدمت وکړي.
هغه وویل ولسونه او دولت سره لازم او ملزوم دي باید یو بل ته د په چارو کې د همکارۍ لاس ورکړي.
د پولیسو په هڅو د انسان تښتوونکو څخه ۲۳۸۰۰ امریکایي ډالر چې د یو ۱۲ کلن ماشوم د خوشي کیدو په بدل کې د هغه د کورنۍ څخه اخیستل شوې وې کشف، ترلاسه او د ماشوم کورنۍ ته وسپارل شوې .
د مدثرپه نوم ۱۲ کلن ماشوم چې یوویشت ورځې وړاندې جلال اباد ښار دوهمې ناحیه د مربوطاتو څخه د یوعراده کرولا موټر په واسطه د نامعلومو انسان تښتوونکو له لورې تښتول شوی و،د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت پولیسو، د درنوجرمونو پروړاندی دمبارزی ریاست د منسوبینو یو خای دځآنګړي پلان په اساس د انسان تښتوونکو د نیولوپه موخه ګډی هڅې پیل کړې،چې شاوخوا یوه اونۍ وړاندې یې د انسان تښتوونکو پنځه کسیزه ډله تر نیول کېدو وروسته پخپلو جرمونو اعتراف هم وکړ.
انسان تښتونکو د یاد ماشوم د پلار څخه د هغه د خلاصون په موخه پنځه ویشت زره امریکایي ډالر هم ترلاسه کړی و، چې تیره ورځ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت پولیسو په همکارۍ د کورنیو چارو وزارت د درنوجرمونو پر وړاندی د مبارزی ریاست منسوبینوله لورې چې د یو تن نیول شوي تورن کور په مرغانچې کې د خاوری لاندې ځای پرځای شوې وې، کشف او ترلاسه کړې .
ترلاسه شوي امریکایي ډالر د مدثر پلاراو د کورنۍ غړو ته د ننګرهار امنیه قوماندان مل پاسوال غلام سنایی ستانکزی په لارښوونه وسپارل شوې .
په ننګرهار بند خونه کې د ښځینه بندیانو لپاره د ۳۲ زره امریکایي ډالرو په لګښت د لباس بدلولو او تشنابونو ځآنګړې څآنګه تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه .
د ننګرهار ولایت بند خونه کې د ښځینه بندیانو لپاره د لتفاء ادارې په دوه دیرش زره امریکایي ډالرو مالي لګښت د لباس بدلولو او تشنابونو ځآنګړې څآنګه د څلورو میاشتو په موده کې جوړه او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه .
د یادې ودانۍ د ګټې اخیستنې په مراسمو کې ننګرهار امنیه قوماندان مل پاسوال غلام سنایی ستانکزي، د امنیه قوماندانۍ ملکی مرستیال نجید احمد رحیمزي ، د محبس عمومي مدیر سمونوال عبدالولي حصارک ، د ترافیکو مدیر سمونوال حمیدالله سادات ، د لتفا ادارې د همغږۍ مسؤل او یو شمیرنورو ګډون کړی وو.
مسؤلینو د یادې پروژې د ګټې اخیستنې وروسته د ننګرهار محبس له بېلابېلو برخو څخه هم لیدنه وکړه او د بندیانو د وضعیت څخه یې هم احوال واخیست .
هسکه مېنه کې ۱۷ داعش وسله وال وژل شوي
ننګرهار ولايت هسکې مېنې ولسوالۍ لوي پاپين، کمپ پاپين او ګورګورۍ سيمو کې د تېرو څلرويشتو ساعتونو هوايي او ځمکنيو عملياتو په ترڅ کې ۱۷ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د معلوماتو له مخې اوسمهال هم په ياده ولسوالۍ کې د داعش وسله والو پر ضد عمليات دوام لري، چې يو شمېر سيمې يې له شتون څخه پاکې شوي دي.
دغه راز د عملياتو پر مهال په هوايي بريدونو کې يو شپيته کلن ملکي وګړی شهيد شوی او د يوې مېرمنې په ګډون څلور ماشومان ټپیان شوي او يوه مېرمن نادرکه شوې ، چې د موندلو په موخه يې پلټنې روانې دي.
ټپيان د درملنې په موخه نږدې روغتيايی مرکز ته لېږدول شوي او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ ښودل شوی.
د بررسۍ په پایله کې درې نیم سوه کارتنه قاچاقي او بې کیفیته درمل ونیول شول او درې ګدامونه مهرلاک شول.
د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د صحي قوانینو د بررسۍ کمیسیون د جلال اباد ښار په بیلابیلو برخو کې بررسي ترسره کړه چې په پایله کې يې د جلال اباد ښار په بسم الله صحت پلازه او نورو برخو کې درې نیم سوه کارتنه درمل ونیول.
کمیسیون مسولین وایې همدا راز يې د ګمرک په ساحه کې هم بررسي ترسره کړې .
مسولین زیاتوي: د بررسۍ دا لړۍ یې جریان لري تر څو په ښار او ولسوالیو کې د بې کیفیته او تاریخ تیرو درملو مخه ونیسي.