ولسمشر غني په جلال اباد کې د زر بستري روغتون د بنسټ ډبره ږدي

جمهوررئیس محمداشرف غني جلال اباد ښار ته د خپل سفر پر مهال د دې ولایت د بېلابېلو اقشارو او قومونو له مخورو، علماوو او د ځوانانو له استازو سره د ننګرهار ولایت د غونډو په تالار کې جوړې شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
د غونډې په پیل کې د ننګرهار والي حیات الله حیات جمهوررئیس ته د ښه راغلاست پر مهال، په دې خوښي وښوده چې د مهمو پروژو د پرانیستې او امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه یې جلال اباد ښار ته سفر کړی دی. هغه زیاته کړه د ننګرهار ولسونه د نظام او ستاسو ټینګ ملاتړي دي.
د ننګرهار والي وویل، سره له دې چې د ننګرهار خلک سوله غوښتونکي دي، خو بیا هم دا ولسونه په نا امنۍ کې ژوند کوي، هغه زیاته کړه، د طالبانو او داعش تهدید له یوې خوا، د مافیايي کړیو او زورواکو تهدید له بلې خوا خلکو ته جدي امنیتي ستونزې پیدا کړي دي، د اختطاف، ترور او د مافیايي کړیو فعالیت د مخنیوي په برخه کې ګامونه اخیستل شوي دي او په دې برخه کې ستاسو لارښوونو څخه د ننګرهار خلک په کلکه ملاتړ کوي.
نوموړي زیاته کړه، د شخصي جیبونو څخه د ملي عوایدو د را ګرځیدو او په دې ولایت کې د ملي عوایدو د لوړیدو په برخه کې د تېر په توپیر د ګمرک ادارې عواید په یوه میاشت کې د درې سوه یو پنځوس میلیونه افغانۍ زیات شوي او ډاډمن یم،چې د فساد، رشوت،بې عدالتۍ او زور زیاتي د مخنیوي په برخه کې د پیل شوي جدیت او مبارزې له مخې به زموږ عواید نور هم لوړ شي .
ښاغلي حیات الله حیات د کابل ـ جلال اباد او جلال اباد ـ تورخم سړکونو چارې ګړندۍ کولو،په دې ولایت کې د ملکي هوایي میدان جوړولو او ریل پټلۍ چارو د پیل کولو په برخه کې د ولسمشر څخه د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه،همدا راز یې د برېښنا په برخه کې د ننګرهار لپاره د وروستیو اقداماتو له امله د ولسمشر څخه مننه وکړه،خو د کامی د بریښنا بند، د درونټی د بند پراختیا، د وزیرو تنګی د اوبو بند او همدارنګه په کلیو او بانډو کی هم د بریښنا د وړو بندونو پروژو د پلي کېدو په برخه کې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه .
په جوړه شوې غونډه کې حاجي مجیب شینواري، عبدالعلي، ملک اول داد خان، حاجي ګل میران ، لعل اغا کاکړ او یو شمیر نورو خبرې وکړې او د امنیت، روغتیا، معارف، مالدارۍ، د کوچیانو څړځایونو، د کرنیزو او انکشافي پروژو د نه تطبیق په برخه کې یې خپلې ستونزې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.
دوی د ځمکو د غاصبینو، وسله‌والو مخالفانو، زورواکو، مافیايي کړیو، مفسیدینو، د کانونو د ناقانونه استخراج او د ځنګلونو وهلو د مخنیوي په برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه. دوی په خپلو خبرو کې وویل، د ننګرهار ولسونه د حکومت د سولې له طرحې او د زورواکو په مقابل کې له اقداماتو او په دغه ولایت کې د اصلاحاتو د پيل شوې لړۍ څخه په کلکه ملاتړ کوي او د ښوونځیو، کلنیکونو او ښوونځیو د جوړولو په خاطر یې خپل مشخص وړاندیزونه وکړل.
ورپسې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني په خپلو خبرو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په چوکاټ کې د ننګرهاري ځوانانو د قربانیو او سرښندنو څخه په مننې وویل، حکومت ژمن دی چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته جدي پاملرنه وکړي.
جمهوررئیس طالبانو سره د اوربند او سولې په اړه وویل، د اوربند پر مهال د سولې په اړه ټولې فرضیې غلطې ثابتې شوې او معلومه شوه چې سوله د ټولو افغانانو مشترک ارمان او لومړنۍ غوښتنه ده؛ نو ځکه د سولې په اړه د هیچا منفي نظر او ویټو نه منم.
رئیس جمهور وویل، زه د افغانستان د خلکو ولسمشر یم، زه د افغانستان د خلکو او علمای کرامو خبره منم، سوله د ولس غږ دی او دا اوسنی څلويښت کلن جنګ ماته په میراث رسېدلی دی او زما دنده داده چې دا جنګ ختم کړم او هر ځای کې طالبانو سره خبرو ته حاضر یم.
جمهوررئیس د امنیت په برخه کې د ننګرهار د خلکو اندېښنې په ځای وبللې او دفاعي ځواکونو څخه یې مننه وکړه چې د داعش په ټکولو کې یې خپله دنده سمه ترسره کړې ده، خو پولیس یې په خپلو کارونو کې پاتې وبلل. او زیاته یې کړه، نوي امنیتي چارواکي مې په همدې خاطر رالیږلي دي چې اصلاحات عملي او اختطاف او زورواکي ختمه کړي.
جمهوررئیس په ځوانانو غږ وکړ چې د زورواکو او غاصبینو په ضد غږ پورته کړي، د هغو په اړه شواهد، اسناد او عریضې راوړي چې په ضد یې اقدام وشي.
جمهوررئیس د ننګرهار والي ته لارښوونه وکړه چې هر اړخیزه ارزونه وکړي، هر هغه چارواکی چې کار نه کوي، ور وپيژني چې له دندې یې لرې کړي.
جمهوررئیس په دې خوښي وښوده چې د ننګرهار په ولسونو کې دوه ډوله اجماع موجوده ده، اول دا چې ټول سوله غواړي او دویم ټول د قانون حاکمیت غواړي.
جمهوررئیس امنیتي او دفاعي مسوولانو ته لارښوونه وکړه چې د ټاکنو امنیت ته توجه وکړي او زیاته یې کړه، که خبر شوم چې کوم چارواکي د ټاکنو په چارو کې مداخله کړې، هغوی به نه یوازې له دندې لري کړم بلکې ترد کوم یې.
جمهوررئیس وویل، د کابل جلال اباد دویم سړک چې له کلونو کلونو راهیسې یې چارې ځنډیدلې دي، اوس یې په پنځه برخو ویشلی او د کارونو د چټکتیا په موخه یې د هرې برخې چارې جلا جلا قراردادیانو ته ورکول شوي دي.
جمهوررئیس غني د ننګرهار له خلکو وغوښتل چې د امنیت د ښه تامین په خاطر منطقوي ځواک جوړېږي او د دوه کنډکونو لپاره کسان ورکړي چې د غصب او ګمرکونو د حفاظت لپاره وګمارل شي او په دغه پوځ کې به د ملي اردو هغه سرتېري جذبېږي چې ترخیص یې اخیستی وي.
جمهوررئیس د ننګرهار په پانګوالو غږ وکړ چې د دوی د پانګې له برکته نور ولایتونه اباد شوي، دا ځل زه ورته د پانګونې زمینه برابروم، دوی دې په خپل ولایت کې د برېښنا او نورو برخو کې پانګونه وکړي.
جمهوررئیس د ننګرهار والي ته لارښوونه وکړه د غصب شویو ځمکو د بیا راګرځولو لپاره دې یو کمېسیون جوړ کړي، د غصب په اړه دې اسناد او شواهد راټول کړي او بیا دې ماته وړاندیز وکړي چې د غصب د مخنیوي لپاره ورته هر ډول اسانتیاوې برابرې کړم.
همدارنګه جمهوررئیس د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رئیس او د ننګرهار والي ته لارښوونه وکړه چې د ننګرهار مشران دې کابل ته راوغواړي چې په ستونزو، وړاندیزونو او حل لارو ورسره تفصیلي وغږیږي.
جمهوررئیس د د انکشافي پروژو په تطبیق کې ستونزو ته په اشارې وویل، انکشافي پروژې به په جدي توګه ارزول کېږي او د ننګرهار والي ته یې لارښوونه وکړه چې د پروژو یو بشپړ لیست له مشخصاتو سره ترتیب کړي او کابل ته یې راوړي چې له وزیرانو سره یې مخامخ کینوم او دغو ستونزو ته حل لارې ولټول شي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني ننګرهار ته په راتګ سره په دې ولایت کې د زربستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښوده او همدا راز یې د دې ولایت امنیتي مسؤلینو سره ځآنګړې ناسته وکړه .
جمهور رئیس محمداشرف غني نن سهار د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار ته را ورسېد،چې د ننګرهار والي حیات الله حیات په مشرۍ ورته د مسؤلینو له لورې ځآنګړی هر کلی وویل شو.
جمهور رئیس غني په دغه سفر کې د ختیځ زون د زربستریز روغتون د بنسټ ډبرې د کېښودو تر څنګ، د دغه ولایت له مشرانو، علماوو، د پوهنتون او ښوونځیو له استادانو، ولسوالانو، د ولایتي شورا له وکیلانو، ځوانانو او د مدني ټولنې د بنسـټونو له استازو، ښځو، د شهیدانو له کورنیو، سوداګرو او صنعتکارانو، د ګذر وکیلانو او اصنافو، نظامي او امنیتي مسولانو، افسرانو، بریدملانو او سرتېرو سره جلا جلا لیدنې کتنې ولري.
ولسمشر محمد اشرف غني ننګرهار ته په راتګ سره د دې ولایت امنیتي مسؤلینو سره د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې امنیتي غونډه جوړه کړه، چې ننګرهار والي حيآت الله حيات او امنیتي او دفاعي مسئولينو د ختيځو ولايتونو او په ځانګړې ډول د ننګرهار امنیتي وضعیت په اړه خپل راپورنه وړاندې کړل.
جمهورئیس غني د امنیتي او دفاعي مسئولينو څخه د اوربند پر مهال د ښه مدیریت په خاطر د مننې تر څنګ هغوی ته لارښوونې وکړې چې د را روانو ټاکنو او لویو لارو د امنیت د ټینګښت او همدارنګه د تورخم د امنیتي مدیریت د ښه‌والي لپاره د ارزونو وروسته جدي اقدامات وکړي.
په ورته وخت کې جمهوريت جمهوررئيس محمداشرف غني د ننګرهار والي حيات الله حيات او نورو مسئولينو په حضور کې د ختیځ زون زر بستريز روغتيايي کمپلکس د بنسټ ډبره کېښوده.
په دوه سوه جریبه ځمکه کې ختیځ زربستریز کمپلکس د یو نيم میلیارد افغانیو په لګښت جوړیږي،چې چارې به یې په دیارلس سوه نهه نویم کال کې بشپړې شي او په کې به ۲۰۰ بستريز نسايي ولادي روغتون، د معلولينو لپاره ۱۵۰بستریز روغتون، د توبرکلوز ۴۰ بستريز روغتون، ۶۰۰ بسترو او د درملو د ډیپوګانو لرونکی د ننګرهار ولايت د نوي روغتون ودانۍ جوړې شي .
ننګرهار کې د شل مېګاواټه برېښنا په ظرفيت سره څلورم ترانسفرمر چې د درې نيم ميليونو ډالرو په لګښت رغول شوی ګټې اخېستې ته وسپارل شو.
ننګرهار والي حيات الله حيات وايي، د دغه ټرانسفرمر په فعاليت سره ننګرهار کې د برېښنا ظرفيت ۷۶ مېګاواټه ته پورته شو، چې د پرچاوۍ ستونزې د حل ترڅنګ به فابريکو ته هم د برېښنا ورکړې اسانتياوې برابرې کړي.
په همدې حال کې د افغانستان د برېښنا شرکت عمومي رئيس وايي، ننګرهار يې هم د تاجکستان د وارداتي برېښنا له مزو سره وصل کړ، چې په دغه ولايت کې به د برېښنا ستونزه ورسره حل شي.
په ورته وخت کې د ننګرهار روداتو ولسوالۍ کې د سل مېګاواټه لمريزې برېښنا د جوړېدو لپاره د يو لوی پارک چارې پيل شوې، چې د مسولينو په وينا هر سوداګر کولی شي، دغلته د لمريزې برېښنا د توليد په برخه کې پانګه اچونه وکړي.
ننګرهار والي حيات الله حيات وويل، چې همیشه بهار سبسټيشن کې څلورم ترانسفرمر، چې د درې نيم ميليونو ډالرو په لګښت رغول شوی ګټې اخستنې ته وسپارل شو.
نوموړي وويل، چې د روداتو حصارک کې يې د سل ميګاواټه لمريزې برېښنا د کار پرانیسته وکړه، چې په نږدې وخت کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
نوموړي وويل، چې د برېښنا دغه دوو پروژو سره به د فابريکو توليدات زیات شي، چې د اقتصادي ودې سربيره به بې روزګاره خلکو ته د کار زمينه برابره شي.
د اوبو او برېښنا سرپرست وزير انجينر محمد ګل خلمي چې ننګرهار ته يې د يو شمېر برېښنايي پروژو د پرانستې لپاره سفر کړی و خبريالانو ته وويل، چې د ولسمشر د حکم له مخې د ټولو ولايتونو د برېښنا ستونزو د حل لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.
دی وايي، دلته د دغو دوو پروژو پرانيسته هم د همدغو کارونو يوه کړۍ ده، چې د برېښنا د ستونزې د حل لپاره پورته کېږي.
د افغانستان د برېښنا شرکت عمومي رييس امان الله غالب وويل، د ننګرهار د همېشه بهار برېښنا سبسټيشن کې يې نن د شل مېګاواټه برېښنا په ظرفيت سره څلورم ټرانسفرمر پرانيسته، چې د دغه ولايت کې د ټولې برېښنا ظرفيت يې ۷۶ مېګاواټه ته پورته کړ.
هغه زياته کړه، د ياد ټرانسفرمر ټولې چارې د افغاني انجينرانو لخوا ترسره شوي او شاوخوا پرې درې نيم ميليونه ډالر لګښت راغلی دی.
هغه دا هم وويل، چې دغه ولايت کې د برېښنا د ويش لړۍ د غځولو لپاره د سرخرود او بهسودو ولسواليو د اوسېدونکو په خاطر شل واړه ټرانسفرمونه، لينونه او پايې اخېستي او زرګونه نورو کورنيو ته به هم د برېښنا ورکړې زمينه برابره کړي.
هغه زياته کړه، چې د نغلو برېښنا بند يې د کابل له ګلبهار سبسټيشن سره وصل کړی، چې ننګرهار هم د تاجکستان له وارداتي برېښنا سره وصل شو او دلته به هم په نغلو بند کې د اوبو کموالي پرمهال له دغې برېښنا ګټه پورته کېږي.
په ورته وخت کې د برېښنا شرکت رييس وايي، د ننګرهار روداتو ولسوالۍ کې يې د لمريزې برېښنا د توليد په خاطر د سل ميګاواټه په ظرفيت يو پارک بنسټ ډبره هم کېښوده.
نوموړی وايي، دغه پارک کې زمينه برابريږي، چې سوداګر د لمريزې برېښنا په برخه کې پانګه اچونه وکړي او دوی يې د تاجکستان او نورو هيوادونو پرځای له همدغو سوداګرو برېښنا واخلي.
د ننګرهار د صنعتکارانو د اتحاديې مشر تور ملنګ ډاډ ورکړ، که د برېښنا په برخه کې شته ستونزه حل شي؛ نو ګڼ شمېر توليدي فابريکې به په دغه ولايت کې رامنځته شي.
نوموړی وايي اوس هم سلګونه فابريکې دلته فعاليت کوي، چې يو شمېر يې د برېښنا د نشتوالي له امله د سقوط له حالت سره مخ دي.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړي اسرار الله مراد د برېښنا په برخه کې پانګه اچونه او پرمختګ د سيمې د علمي او اقتصادي ودو په برخه کې مهم کار ياد کړ.
نوموړي ټينګار وکړ، چې دلته د فابريکو لپاره د برېښنا د ستونزې حل په برخه کې جدي او قوي کار ترسره شي.
د يادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې په ننګرهار کې دبرېښنا درې ټرانسفرمرونه فعال و، چې د ۵۶ مېګاواټه برېښنا ظرفيت يې درلود.
د يو قومندان په ګډون شپږ داعش وسله وال ووژل شول
ننګرهار ولايت هسکې مېنې ولسوالۍ مربوطاتو کې تېره ورځ د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د يو قومندان په ګډون پنځه داعش وسله وال ووژل شول.
د معلوماتو له مخې دغه بريد د داعش وسله والو پر مرکزونو شوی، چې په کې وسلې او مهمات هم لمنځه وړل شوي.
په دغه بريد کې ملکي وګړو ته کوم زيان ندی اوښتی.
په جلال اباد ښار کې د داعش ډلې د ښاري شبکې د بریدونو مسؤل او ماین جوړونکی ووژل شو.
د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ په مقام خان سیمه کې د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې په جلال اباد ښار کې د داعش ډلې د ښاري شبکې د بریدونو مسؤل او ماین جوړونکی چې په مهاجر مشهور وو،د مقاومت په پایله کې ووژل شو.
د ملي امنیت د ځآنګړو ځواکونو د مالوماتو له مخې مهاجر د جلال اباد ښار کرکټ لوبغالي،مستوفیت، پوهنې ریاست او همدا راز په کابل کې ښار کې د ګڼ شمیر تروریستي بریدونو او ریموټ کنټرول ماین جوړونې او چاودونو کې لاس درلود.
د ترسره شوو عملیاتو په ترڅ کې د مهاجر په کور کې د ټلیفون سره عیار شوې دوه حلقې ماینونه هم کشف او خنثی کړای شول .

د داعش وسله والو دوه مرکزونه لمنځه يوړل شول
ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ سفري سيمه کې د داعش وسله والو دوه مرکزونه لمنځه يوړل شول.
د معلوماتو له مخې تېره شپه د چپرهار ولسوالۍ سفري سيمه کې د ملي امنيت ځانګړې قطعې عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې د داعش وسله والو دوه مرکزونه او يو شمېر پټنځايونه لمنځه وړل شوي.
همدا راز د داعش وسله والو يو شمېر سپکې او درنې وسلې هم لمنځه وړل شوي.
له عملياتو وړاندې داعش وسله وال له سيمې تښتيدلي و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *