۱۲/۳/۱۳۹۸
ننګرهار کې د ماشوم نړيواله ورځ د خپلواکۍ د سلیمې کلیزې په مناسبت په ځآنګړو مراسمو سره ونمانځل شوه .
د ننګرهار ولايت کار او ټولنيزو چارو رياست کې د غبرګولي په ۱۲مه د ماشوم نړيواله ورځ د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت په ځآنګړو مراسمو سره ونمانځل شوه،چې په کې د دې ولایت والي،یو شمیر رئیسانو،ماشومانو،د ماشومانو میندو او ګڼ شمیر نورو ګډون کړی وو.د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د سلمې کلیزې په مناسبت د ماشوم نړیواله ورځې له امله ماشومانو او د دوی کورنیو ته مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه،ماشومان د هېواد راتلونکي کدرونه، چارواکي، خدمتګاران او سياستوال دي،ځکه خوښ دي،چې په نازونه او نمانځنه کې برخه اخلي .نوموړي د ماشوم تغذيه، تربيه، روزنه، ساتنه او روغتيا ته پاملرنه د ټولو لويانو ګډ مسئوليت ياد کړ او غوښتنه يې وکړه، د ماشومانو روزنې او پالنې په برخه کې ټول مسئولين په ګډه امکانات برابر کړي.ده زياته کړه، چې پر ماشومانو بايد پانګونه وشي، ترڅو په راتلونکې کې ښه کاري کدرونه ولرو، چې هېواد ته په بېلابېلو برخو کې خدمت وکړي.هغه وايي، سره له دې، چې حکومت د افغان ماشومانو په روزنې او پالنه کې يو څه سهولتونه برابر کړي؛ خو اوس هم پنځه ويشت سلنه ماشومان په سوی تغذیه اخته دي، نږدې څلور ميليونه ماشومان له زده کړو محروم دي او يو شمېر ماشومانو ته په کم عمرۍ کې ودونه کیږي .ننګرهار والي وويل، چې د جګړو له امله ډيری کورنۍ په فقر کې ژوند کوي، چې ماشومان يې له ډيری حقونو څخه بې برخې پاتې دي؛ نو مونږ ته پکار ده، چې د جګړې مخه ونیسو ترڅو مو راتلونکی نسل په ثبات کې را لوی او د ژوند له هغو حقونو څخه برخمن شي.ننګرهار ولايت کار ټولنيزو چارو رئیس عبدالحکيم شیرزاد وويل، چې سلګونه ماشومانو ته يې په ښوونځیو کې د زده کړو، ساتنې، کفالې، حرفوي زده کړو، وړو کاروبارونو، شاقه کارونو مخنيوي او نورو ګڼ شمېر برخو کې سهولتونه برابر کړي دي.هغه پر حکومت او ولسونو غږ وکړ، چې د ماشومانو په ساتنې، د دوی په سپانسر او د ماشوم ژوند او روزنې په برخه کې د سهولتونو رامنځته کېدو په موخه د رضاکاره ډلې پر جوړيدو کې غوښتنې وکړې.په ختيځ کې د بشر حقونو رئیسې صبرینا حمیدي وويل، چې ماشوم په ټولنه کې با ارزښته قشر دی او د دغه ډول غونډو جوړيدل د ماشومانو پر شخصيت او روان مثبت تاثیر لري.نوموړې د ماشوم پيدايښت څخه وړاندې د والدينو پر چمتووالي، د مور په غيږ، ښوونځي، ټولنه کې د ماشوم په تربيې او د ژوند په مختلفو پړاونو خبرې وکړې او د ټولنې مسئولين يې د دوی حقونو ته په پاملرنه ځير کړل.د دغې غونډې پرمهال د يو شمېر روزنتونونو زده کوونکو شعرونه، ترانې وویلې او همدا راز د امام بخاري روزنتون زده کوونکو له لوري د هېواد ساتنې په برخه کې تمثيلي پارچه وړاندې شوه، چې د ګډونوالو خوښۍ وړ وګرځيده.ننګرهار والي شاه محمد میاخيل د ماشوم نړیواله ورځ چې د خپلواکۍ د بېرته ګټلو سلمې کلیزې په مناسبت په ځآنګړو مراسمو سره نمانځل کېده، ماشومانو ته یې نغدي اختريزه ډالۍ او د کار ټولنيزو چارو رياست له لوري برابره شوې قرطاسيه ورکړه.
ننګرهار والي همدا راز په ورته وخت کې د کار ټولنيزو چارو رياست له لوري د حرفوي زده کړو له ټولګيو څخه ليدنه وکړه، چې په دغه ټولګيو کې په دوو وختونو کې شاوخوا دوه زره او دوه زده کوونکي د کمپيوټر، خياطۍ، برېښنا، مبايلونو او جنراتونو ترميم او بېلابېلو برخو کې زده کړې کوي
ننګرهار والي شاه محمد مياخيل يادو زده کوونکو ستاينه وکړه، چې حرفوي زده کړې کوي او ورڅخه يې غوښتنه وکړه، چې کسبونه زده کړي او د کسب له لارې خلکو ته خدمت او حلال رزق پرې ترلاسه کړي.
#ننګرهارولايترسنيو_دفتر #NMIC8
.
۱۳۹۸/۳/۱۲
ملي امنیت ننګرهار کې د انسان تښتوونې،تروریزم او ټولنیزو رسنیو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په تور لس تنه نیولي .
چارواکي وایي،د ننګرهار ملي امنیت ریاست منسوبینو د تېرې یوې اونۍ په موده کې په دې ولایت کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ۶ وسله وال طالبان،دوه انسان تښتوونکي او دوه تنه د فیس بوک ناوړه کارونکي نیولي دي .
په همدې موخه ملي امنیت ریاست کې جوړ شوي مطبوعاتي کنفرانس پر مهال چې ننګرهار والي شاه محمود میاخیل او ملي امنیت رئیس تورنجنرال نظرعلي واحدي هم شتون درلود،نیول شوي کسان رسنیو ته وښودل شول .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وویل،ملي امنيت مؤظفينو د دې ولايت په غني خيلو، روداتو او مومندرې ولسواليو کې شپږ تنه وسله وال طالبان د څلور کړۍ ماينونو سره يو ځای نيولي، چې ماينونه يې په سيمه کې له زیان پرته لمنځه وړل شوي .نوموړي زیاته کړه، د يادې ادارې موظفينو په سره رود ولسوالۍ او جلال اباد ښار شپږمې ناحیې سیمو کې د ذبيح الله او فضل ربي په نومونو هغه دوه تنه انسان تښتوونکي نيولي، چې خلکو ته به يې په تيليفون د تښتوونې ګواښونه کول او ترې به یې بدل کې پیسې تر لاسه کولې .
هغه وایي، د ملي امنيت منسوبینو له لوري د جلال اباد ښار په شپږمه ناحيه کې د احسان الله او وسيم په نومونو دوه تنه د فیس بوک هغه کارونکي نیولي،چې د خلکو په نومونو به يې د فیسبوک جعلي حسابونه جوړول او بيا به يې د هغوی له خپلوانو څخه پیسې تر لاسه کولې .
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل همدا راز وويل، چې د اسماعيل په نوم يو داعش وسله وال، چې د خپلې کورنۍ غړو سره دوربابا ولسوالۍ ته راغلی و د حقايقو په درک کولو سره ملي امنيت ادارې ته تسليم شوی او په خپلو تيرو کړنو يې پښيماني ښودلې.
ښاغلي مياخيل د ملي امنيت رياست موظفينو کړنو ستاينه وکړه، چې هر اوونۍ د دې ولايت په ښار او ولسواليو کې هغه کسان، چې تخريبي کړنې تر سره کوي نيسي او د قانون منګولو ته يې سپاري.
نوموړي زياته کړه،د پولې پورې غاړې تبليغاتي جګړه روانه ده؛ چې په افغانستان کې کفار دي او اسلام په کې نشته؛ خو متاسفانه، چې بيا همدوی زمونږ په جوماتونو او مقدسو ځايونو کې چاودنې کوي، عالمان مو وژني او ديني کتابونو او مقدساتو ته مو اور اچوي.
هغه وایي،نظامي شورا د اختر په شپو ورځو کې د مرکز او ولسوالیو په کچه ځآنګړی امنيتي پلان جوړ کړی او ډاډ ورکړ، چې د اختر خوښۍ په ښه ډول ونمانځي؛ خو خلک څخه یې هم غوښتنه وکړه، چې امنيتي ځواکونو سره د امنيت په ټینګښت کې همکاري وکړي.د اسماعيل په نوم تسليم شوي داعش وسله وال وويل، چې اصلي د خيبر پښتونخوا د تيرا سيمې اوسيدونکی دی، چې په دې وروستيو کې د یو شمیر ملګرو په وړاندیز د خپلې کورنۍ سره يو ځای داعش وسله والو سره يو ځای شو.نوموړي وويل: (( داعش مشرانو له لوري ورته ويل شوي و، چې افغانستان کې ټول خلک کفار دي او جهار پرې روا دی؛ خو کله چې ما وليدل، پوه شوم چې تېروتی يم؛ ځکه داعشيانو کړنې اسلام سره برابرې نه وې؛ خو افغانان په شرعي اصولو برابر او کلک مسلمانان دي…))همدا راز نیول شوو وسله والو طالبانو، انسان تښتونکو او د ټولنيزو رسسنيو څخه ناوړه ګټه اخيستوونکو په خپلو جرمونو اعتراف کړی .د یادونې وړده،چې ملي امنیت څو ورځې وړاندې هم نیول شوي کسان رسنیو ته وښودل .
۱۳۹۸/۳/۱۲
په جلال اباد ښار کې اورلګیدنې ۳ نیم میلیونه افغانۍ مالي زیان اړولی،خو د ۱۱ میلیونه افغانیو مالي زیانونو د اوښتو مخنیوی وشو.
د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند د بیاسیکل پلورونې په یو مارکیت کې د برېښنا شارټۍ له امله نن سهار شاوخوا ۵ نیمې بجې اور لګیدلی وو،چې د اور وژنې ډلې له لورې په شپږ بجو اور په بشپړ ډول مړ کړای شو.
د مالوماتو له مخې یاده اورلګیدنه چې د مارکیټ په درېیم پوړ کې رامنځته شوې وه،له امله یې درې نیم میلیونه افغانۍ مالي زیانونه اوښتي،خو د شاوخوا ۱۱ میلیونه افغانیو مالي زیانونو د اوښتو مخنیوی وشو.
د یادې اورلګیدنې له امله چا ته ځآني زیانونه ندي اوښتې،خو په ګدامونو کې د بیاسیکل پلورونکو اړوند توکې سوزیدلې دي .
کوټ ولسوالۍ کې د نږدې ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۴۰۹ متره په اوږدوالي دوه استنادي دیوالونه جوړیږي.
د ننګرهار کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د سیمه ییزې همغږۍ پروګرام له لوری په کوټ ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۶ میلیونه او اووه سوه زره افغانیو په لګښت دوه استنیادي دیوالونه جوړیږي،چې نن یې د کلیوالي شوراګانو سره جوړیدو هوکړه لیکونه لاسلیک شول.د ننګرهار کلیو پراختیا او بیارغونې رییس انجینر مجیب الرحمن ضیاء وایي، د دې استنادي دیوالونو څخه یې یو د کوټ ولسوالۍ د سی پای په کلی کې د شاوخوا ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۱۱۹ مترو په اوږدوالي جوړیږي،همدا راز دویم یې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د کوزباره خیل په سیمه کې جوړیږي،چې ۲۹۰ متره اوږدوالی به ولري .هغه زیاتوي،د یادو استنادي دیوالونو په جوړیدو سره به سلګونه جریبه ځمکه د سیلابونو له ګواښ څخه وژغورل شي .
۱۳۹۸/۳/۱۲
د ننګرهار ولایت د ۱۱ ولسوالیو د ترویج کارمندانو او د کامې او روداتو ولسوالیو ۶۰ بزګرانو ته په بېلابېلو برخو کې روزنه ورکړل شوه .
د ننګرهار ولایت کرنې او مالدارۍ ریاست له لورې د کامې او روداتو ولسوالیو د سبزیجاتو او مېوه جاتو د چینجیو د مخنیوي او ترکیبي درملو جوړونې او کیمیاوي سرو په خپلو وخت د استعمال په د بزګرانو د سیمه ییزې ښوونځي شپیته غړو ته روزنه ورکړل شوه
د یو بل خبر له مخې د ننګرهار ۱۱ ولسوالیو د ترویج کارکوونکو ته د شولو د کرکیلې او د حاصل د تر لاسه کولو په موخه د نمایشي قطعاتو جوړولو په اړه روزنه ورکړل شوه،چې په کې د کرنې رئيس او یو شمیر نورو مسؤلینو هم ګډون کړی وو.
د مالوماتو له مخې د ۱۰۰۰ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونو د ویش څخه اړینه ده چې ۱۰۰ نمایشي قطعات جوړشي .
د بهسود، کامه، کوز کونړ، سره رود، رودات، چپرهار، پچیراګام ، بټی کوټ ، دره نور، هسکه مینې او خوږیاڼو ولسوالیو د شولو ۱۹۴ نمایشي قطعې جوړیږي او په اړونده برخه کی به ترویج کارکونکو ته فنی او.تخنیکي روزنه هم ورکړل شي.
۱۳۹۸/۳/۱۲
په بټي کوټ کې د کانال په ځمکه د خپلسرو کښت کوونکو مشر پولیسو لخوا ونیول شو.
د ننګرهار ولایت بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۱۹ تنو له لورې د کانال په ځمکه خپلسرې کښت پیل شوی وو،چې د پولیسو په همکارۍ د کښت کوونکو یو تن مشر له څلورو تراکترونو س
ره یو ځای ونیول شول .
د یادونې وړده،چې وروستیو کې د کانال د غصب شوو او خپلسرو کښت شوو ځمکو د بېرته را ګرځیدو لړۍ ګړندۍ شوې ده .
۱۳۹۸/۳/۱۲
د ننګرهار ملي اردو په لوا کې د تروایح په لمانځه کې د قران عظیم الشان ختم ترسره شو.
په ننګرهار ولایت کې د ملي اردو څلورمې پلې لوا د ګارنیزویون په جامع جومات کې د تروایح د لمانځه پر مهال د قران عظیم الشان ختم،چې څو ورځې وړاندې پیل شوی وو،تېره شپه ترسره شو.
د قران عظیم الشان د ختم په مراسمو کې د یادې لوا قوماندان برید جنرال محمد کریم نیازي،د لوا درستیزوال دګروال قندآغا صافي، د ګارنیزیون قوماندان ډګروال ظاهرشاه، د قرارګاه آمرینو، یو شمیر جزتامونو قوماندانانو ، افسرانو ، بریدملانو اوسرتیرو ګډون کړی وو.
د ختم تر ادا کولو وروسته منسوبینو د افغانستان د ابادۍ،سولې او ثبات په موخه دعاوې وکړې .
۱۳۹۸/۳/۱۱
چپرهار کې يو داعش ووژل شو ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ تريلي سيمه کې پوليسو يو داعش وژلی او ترې يوه هندي ريکشا،يو ميل تفنګچه،دوه موبایلونه او یو شمير نور توکې هم تر لاسه شوي دي .د چپرهار ولسوال محمد صديق دولتزی وايي،وژل شوی داعش نديم نوميده،چې په نجيب الله مشهور وو او په ګڼ شمير هدفي وژنو کې يې له ریکشا څخه په ګټې اخيستنې لاس درلود .د وژل شوي داعش جسد په سيمه کې پاتې دی .
۱۱/۳/۱۳۹۸
ننګرهار ولايت يو شمېر ولسواليو ته د ولسمشريزو ټاکنو په موخه اړين مواد ورسیدل
ننګرهار ولايت اچين، نازيانو او کوز کونړ ولسواليو په ګډون د دې ولايت يو شمېر ولسواليو ته د ولسمشريزو ټاکنو په موخه اړين توکي او مواد رسيدلي او په خوندي ډول ځای پر ځای شوي دي او د موادو د لېږد لړۍ نورو ولسواليو ته لا روانه ده.بله لور ته د شينوارو يولس ولسواليو مسئولینو د شينوارو په غني خيلو سيمه کې د يوې غونډې په ترڅ کې ولسمشريزو ټاکنو ته چمتووالی وښود او په ګډو همکاريو يې ټینګار وکړ.په ورته وخت کې سره رود ولسوالۍ کې ولسمشريزو ټاکنو ته د چمتووالي او امنيت لا ښه والي په موخه مسئولينو غونډه وکړه او د چارو سمون په موخه يې په لا ښې همکارۍ او فعاليتونو تعقيب پريکړې وشوې.د يو بل خبر له مخې ننګرهار ولايت مومندرې او ګوشتې ولسوالۍ مسئولينو د تفسير شریف په غونډه کې يو شمېر ديني عالمان، چې د ممبرونو له لارې يې د خلکو اصلاح په موخه د عامه پوهاوي پيغامونه خپاره کړی وي وستایل.دغه راز په کوز کونړ ولسوالۍ کې د ثواب خيريه بنسټ له لوري شپيتو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
۱۱/۳/۱۳۹۸
د جمهور رئيس د ځانګړي فرمان له مخې ننګرهار محبس څخه ۱۲۰ تنه بنديان ازاد شول
په هېواد کې د مجاهدينو د بريا د ۲۷مې کليزې په مناسبت د جمهور رئيس د څلورمه ګڼه فرمان له مخې د ننګرهار محبس څخه د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ۱۲۰ تنه بنديان ازاد او د ۴۱ نورو د بند په موده کې کموالی راغی.ننګرهار محبس کې په همدې موخه جوړ شوو مراسمو کې د دې ولايت والي، استيناف محکمې او استيناف څارنوالۍ رئيسانو، ولايتي شورا غړي، محبس مدير، ازاد شویو بنديانو او ګڼ شمېر نورو ګډون کړی و.ننګرهار والي شاه محمود مياخیل وويل، د جمهور رئيس د ياد فرمان څخه ۱۶۱ بنديانو ګټه واخيسته، چې اتيا تنه يې د فرمان له مخې خوشې او ۱۰۱ تنه نورو د بند په موده کې کموالی راغی، چې له شمېر څخه يې د عفوې په ترڅ کې د څلویښت تنو نورو د بند موده بشپړه او نن عملاً له محبس څخه ۱۲۰ تنه خوشې او خپلو کورنيو سره يو ځای کيږي.نوموړي د بند څخه د ازاد شويو کسانو او د دوی کورنيو ته مبارکي ورکړه او ورته يې لارښوونه وکړه، چې د بند په موده کې له ترلاسه شويو تجربو، څخه په کلي او ګاونډ کې خپلې خاطرې او تجربې له خلکو سره شريکې کړي، ترڅو نور خلک هم له جرمونو څخه ځانونه وژغوري.د ننګرهار استيناف څارنوالۍ رئیس محمد ولي هاشمي وويل، چې د فرامينو د تطبیق کمیسون له لورې د یاد فرمان د تطبیق په موخه لیستونه ترتیب شوي وو، چې د لويې څارنوالۍ مقام له لورې يې تر منظورۍ وروسته عملاً د بندیانو د خوشې کېدو لړۍ پيل کړه، هغه زیاته کړه، د فرمانونو د تطبیق په موخه لیستونه له دې ځايه؛ خو منظوري او وروستۍ چارې يه مرکز کې تر سره کیږی.د ننګرهار استنيناف محکمې رئيس عبدالولي قاضي زاده ازاد شويو بنديانو ته د مبارکۍ ترڅنګ له دوی وغوښتل، چې د بيا ځل لپاره له جرمونو څخه ځانونه وژغوري، ځکه د هېواد قانون له مخې هغه کسان، چې تکراري جرمونه وکړي په اوږد عمر بند محکوميږي.په همدې حال کې د ننګرهار محبس مدير عبدالولي حصارک وايي، د دې ولايت محبس چې د نږدې زر تنو بنديانو د ځای کېدو ظرفيت لري؛ خو اوس مهال په کې ۲۲۰۰ کسان بنديان دي، چې له امله يې ځينې شکايتونه هم رامنځته کيږي؛ خو زياته يې کړه، چې له محبس څخه يې ۶۳ تخریب کوونکي بنديان پلازمېنې کابل ته ليږدولي او پاتې بنديانو ته يې په بېلابېلو برخو کې حرفوي او نورو زده کړو زمينه برابره کړې ده.له محبس څخه خوشې شويو بنديانو له جمهور رئیس او ننګرهار والي مننه وکړه، چې د دوی په خوشې کېدو کې يې اجرات وکړل، دوی په محبس کې د مسئولينو له چلند څخه خوښي وښوده او ډاډ يې څرګند کړ، چې په راتلونکې کې به له جرمونو څخه ځانونه وژغوري.د يو بل خبر له مخې ډېر ژر به د جزايي اجراتو قانون په رڼا کې د حجز او حبس د بديلونو د تطبیق لړۍ پيل شي.ننګرهار والي شاه محمود مياخیل وويل، د محبوسينو د نوې طرحې له مخې هغه مجرمين، چې جرمونه يې سنګين نه وي او له پنځو کالونو په کم عمر په بند محکوم شوي وي؛ نو د ضمانت پر بنسټ به په بېلابېلو برخو کې په خدماتي کارونو وګمارل شي؛ ترڅو له يوه پلوه پرې د جزاء حکم تطبیق شي او له بله پلوه يې کورنۍ او ماشومان بې سرپرسته پاتې نشي.د ننګرهار استيناف محکمې رئیس عبدالولي قاضي زاده وويل، چې د ننګرهار والي په همکارۍ يې د جزايي اجراتو قانون په رڼا کې د حجز او حبس د بديلونو تطبیق په موخه لیستونه ترتيب کړي او ژر به يې عملي چارې پيل شي.هغه زيآته کړه، چې د دې قانون له مخې هغه بنديان، چې د عادي جرمونو له امله د محکمې له لوري د پنځو کلونو څخه کم بند ورکړل شوی وي، په قتل، تروريستي پېښو، تروريزم ملاتړ، اداري او مالي فساد، جنګي، تکراري جرمونو، ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي، نشه يي توکو قاچاق، انسان تښتونې او يو شمېر نورو قضيو کې ښکېلتيا ونلري، د ياد قانون د تطبيق څخه برخمن کېدای شي.د ننګرهار ولايتي شورا غړي استاد اسرار الله مراد د بنديانو خلاصون او بند د بديل د تطبيق پروسې د پیل کېدو له امله د ننګرهار والي، عدلي او قضايي ارګانونو مسئولينو او اړونده ادارو څخه مننه وکړه او هيله يې وښوده، چې مستحق کسان به ترې برخمن شي.د يادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل دی ، چې په ننګرهار کې د جزايي اجراتو قانون په رڼا کې د حجز او حبس د بديلونو د تطبيق چارې پيل کيږي.
۱۲/۳/۱۳۹۸
د ننګرهار پولیسو د درمل جوړونې په یو شرکت کې ۱۱ زره قرصه نشه راوړونکي ټابلیټ او د ټابلیټ کا د پروسس وسایل له درې تنو سره یو ځای نیولي .
چارواکي وایي،د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د نشه یې توکو پر ضد د مبارزې پولیسو د دې ولایت د سره رود ولسوالۍ په دوه سړکې سیمه کې د درمل جوړونې پر يو شرکت عمليات ترسره کړي،چې په ترڅ کې ۱۱زره قرصه نشه راوړونکي ټابليټونه او په زياته اندازه نور نشه يي توکي او د ټابليټ کا د توليد او پروسيس وسايل له درې تنو سره یو ځای نيولي .د دې ولایت د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونيار خالد عمر وايي، په دې عملياتو کې چې تېره ورځ ترسره شوي،همدا راز ۴۵ کيلوګرامه جامد کېمياوي مواد، ۳۵ لېتره مايع کېمياوي مواد، ۱۹ دانې ټابليټ کا، يو ميل کلاشينکوف او د ټابليټ کا د توليد او پروسيس وسايل نيول شوي دي.عمر زياتوي،د یاد مدیریت پولیسو همدا راز په تېرو دوو اونيو کې يې په شلو بېلابېلو عملياتو کې ۸۰۱ کيلو ګرامه نشه يي توکي او ۱۶۳ لېتره الکولي مشروبات هم نيولي،چې د قضيو په تور يې ۲۳ کسان هم نيول شوي او د عدلي تعقيب په موخه يې اړوندو ادارو ته ور سپارلي دي.
۱۳۹۸/۳/۱۱
ننګرهار کې یو تن له یوې پایې کشفي مخابرې سره نیول شوی .
ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ د وزیرو پیره خیلو سیمه کې د عامه نظم اوومې لوا منسوبینو د ایوب خان په نوم یو تن له یوې پایې کشفي مخابرې سره یو ځای نیولی او د څېړنو په موخه یې اړونده ارګان ته ور پېژندلی دی .
همدا راز ملي اردو ځواکونو د مومندرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د تروریستانو له لورې ځای پر ځای شوي څلور حلقې ماینونه کشف او له زیان پرته خنثی کړي دي .
۱۳۹۸/۳/۱۱
د ننګرهار والي په لارښوونه د دې ولایت ګمرک اداره کې د مشتریانو په نوم د کومک څآنګه فعاله شوه
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل په لارښوونه د دې ولایت ګمرک رئیس محمد عمر مومند په هڅو په ګمرک ریاست کې د مشتریانو په نوم د کومک څآنګه فعاله او رسماٌ یې په فعالیت پیل وکړ.
د ګمرک رئيس محمد عمر مومند وایي،د ګمرک په داخل کې یې سوداګرو ته د ګمرکي چارو لا اسانتیا، د فساد مخنوي او په ګمرکي چارو کې د لا شفافیت په موخه یې د مشتریانو په نوم د میز کومک څانګه فعاله او رسما ٌ یې پرانیسته .
ښاغلي مومند زیاته کړه اوس سوداګر کولی شي د کمیشنکار پرته د خپلو اموالو د محصول چارې په شفاف ډول یا خپله او یا هم د خپل یو استازي په وسیله په کم وخت کې تر سره کړي.
۱۳۹۸/۳/۱۱
د خوږیاڼو او شیرزادو ولسوالیو ۳۴۰ داخلي بې ځایه شوو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه .
د ننګرهار کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو ریاست په هلو ځلو د WFP اداري په مالي مرسته د شیرزادو او خوږیاڼو ولسوالیو بېلابېلو سیمو څخه داخلي بې ځآیه شو ۳۴۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه .
د کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو رئیس قاري نجیب الله قیومي وایي، په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۷.۵ لیتره غوړي، ۳.۵ کیلو دال، یو پاکټ مالګه، د ماشومانو لپاره ککو او ۳۰ پاکټه بسکټ شامل ووتر دې وړاندې هم د پخلنځي او یاد خوراکي توکو مرسته له یادو کورنیو سره ترسره شوې وه.
۱۳۹۸/۳/۹
دافغانستان روڼتيا څار بنسټ مسئولينو او يو شمېر رضاکاره ځوانانو دننګرهار استيناف محکمې له رئيس سره په خپل کاري دفترکې ناسته ترسره کړه.
د ناستې په پيل کې د ننګرهار استيناف محکمې رئيس قضاوتيارعبدالولي قاضي زاده دافغانستان روڼتيا څار بنسټ مسئولينواو رضاکاره ځوانانو مننه وکړه ، چې د چارو سمون په موخه د محاکمو په قضايي غونډو کې ګډون کوي.
نوموړي غوښتنه وکړه ، چې د قضايي غونډو پرمهال که کومه ستونزه د دوی په نظر ورځي په مستقيم ډول دې له ده سره شريکوي څو د تېر په څېر يې په حل کې جدي اقدام وکړي.
دافغانستان روڼتيا څار بنسټ مسئولينو او يو شمېر رضاکاره ځوانانو د ننګرهار استيناف محکمې رئيس ، قضاتو او اداري کارکوونکو هڅې وستايلې او زياته يې کړه ، چې په محاکمو کې دپام وړ ښه والی راغلی خو ټېنکار يې وکړ ، چې راغلي اصلاحات بسنه نه کوي بايد لا ډېرې هڅې وشي څو دمحاکمو او دولسونو ترمنځ شته واټن په بشپړ ډول له منځه لاړ شي.
ګډون والو ديو شمېر ستونزو يادونه ، چې دننګرهار استيناف محکمې رئيس قضاوتيارعبدالولي قاضي زاده له لوري ورته دحل ډاډ ورکړل شو.
ديادونې ده ، چې دافغانستان روڼتيا څار بنسټ مسئولين او يو شمېر رضاکاره ځوانان هره ورځ دننګرهار استيناف محکمې اړوند ټولو محکمو او دېوانونو په قضايي غونډو کې ګډون کوي او دمحکمې بهير له نږدې څاري ، چې په مياشت کې يو ځل بيا داستيناف محکمې له مسئولينو سره ناسته کوي او دخپلو فعاليتونو راپور ورکوي.
۱۳۹۸/۳/۱۱
د ننګرهار په حوزوي روغتون کې د مسؤلینو او ټولنیزو فعالانو له لورې د پاکۍ ګډ اشر ترسره شو.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل په ګډون د غبرګولې په ۱۱مه د عامې روغتیا په حوزوي روغتون کې د مسؤلینو او ټولنیزو فعالانو له لورې ګډ د پاکۍ اشر ترسره شو.ننګرهار والي شاه محمود مياخیل وویل، ټول دنده لري، چې خپل کور، چاپريال، جومات، ښوونځي او نورو ځایونو په پاکۍ کې ونډه واخلي او زیاته یې کړه، روغتون تر بل هر ځای ډير پاکوالي ته اړتيا لري،چې له همدې امله یې په ننني اشر کې برخه واخیسته.ده زياته کړه، چې په بهرنيو هېوادونو کې د ناروغانو پيوزان او تقاعد شوي اشخاص د روغتونونو په پاکولو کې برخه اخلي او بايد دلته هم د ناروغانو پيوزان پاکوالي ته پاملرنه وکړي.ننګرهار والي شاه محمود مياخیل وويل، چې ماشومان ته هم بايد په پاکوالي کې ونډه ورکړو، ترڅو له ماشومتوبه د پاکوالي په فرهنګ يې وروزو او په راتلونکې کې پاکوالۍ فرهنګ ته ژمن نوی نسل ولرو.نوموړي زياته کړه، چې پخوا معالجوي طب ته ډېره پاملرنه کېده؛ خو اوس وقايوي طب ته پاملرنه زياته شوې ده، ځکه له معالجې څخه په وقايې کم لګښت راځي، سالم او پاک چاپريال رامنځته کيږي.ښاغلي میاخیل همدا راز پیوزانو سره په مستقيمو خبرو کې هم دوی ته لارښوونه وکړه،چې په روغتون کې د خپل چاپیریال په پاک ساتلو کې ونډه واخلي .ننګرهار عامې روغتيا رئیس خليل حکمتي له ننګرهار والي مننه وکړه، چې د روغتون د پاکولو په اشر کې يې برخه واخیسته او ژمنه يې وکړه، چې د روغتون په پاک ساتلو کې به تل جدي پاملرنه وکړي.د مدني ټولنو په استازۍ زهير ظاهر وويل، چې د پاکوالي اشر مو له نيکونو څخه را پاتې فرهنګ دی، چې بايد په مينه په کې ټول برخه واخلو، د خپل اوسيدو ځای او چاپريال پاک وساتو.هغه همدا راز پر ټولو مسئولينو غږ وکړ، چې پاکوالي ته پاملرنه وکړي او د پاکۍ په اړه د عامه پوهاوي برنامې پرمخ يوسي.