په ننګرهار کې د N R C ادارې په مالي مرسته د ۲۲۲ زره امريکايي ډالرو په لګښت ۹ ښوونځيو ته د ژورو څاګانو ، تشنابونو او لاس وينځلو دسيستمونو دپروژو چارې پيل شوې .

دننګرهار ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال د جلال اباد ښار کې په تجربوي لېسه کې ديادو پروژو په پرانستيونکو مراسمو کې N له R C ادارې او نورو هغو ادارو څخه د مننې ترڅنګ د ورته پروژو دتطبيق غوښتنه وکړه .

ګرديوال وويل: هر هغه څوک او ادارې ، چې په ننګرهار ولايت د پوهنې چارو په پروژو او بيا رغونې کې همکاري کوي دوی يې درناوی کوي او هر ډول همکاري به ورسره وکړي ، څو يې په کارونو کې ستونزې پيدا نه شي .

په ورته وخت کې ديادو پروژو مسول محمد هلال هلال وويل : دغه پروژې N R C ادارې له لوري د دوه ويشت زره امريکايي ډالرو په لګښت ترسره کېږي ، چې پکې د نهو ښوونځيو ته اته سيټه تشنابونه اوه سيټه مکمل لاس وينځلو سيټونه او اوه دپاکو اوبو ژورې څاګانې شاملې دي

د پښتو ادب د ژبپوهنې څانګې د لومړنۍ ښځينه څيړونکې پوهندوی ډاکترې زرغونې رښتين زيورکړې علمي هڅې د يوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوې.

ياده نمانځ غونډه چې د ټولنيز پرمختيايي يون له خوا په بي بي مريم ليسه کې جوړه شوې وه ويناوالو اغلې زرغونه رښتين زيور د پښتو ادب په روان پير کې هغه علمي هستي ياده کړه ، چې زرګونه ځوانان يې د خپلې مورنۍ ژبې زدکړې او خدمت ته هڅولي دي.

د پښتو ادب د ژبپوهنې څانګې د لومړنۍ ښځينه څيړونکې او ددکتورا تر کچې د لوړو زده کړو لرونکې ميرمنې پوهندوی ډاکترې زرغونې رښتين زيور د ادبي هڅو د ستاينې په موخه د بي بي مريم په عالي ليسه کې د ننګرهار ، کنړ او کابل پوهنتونونو په استاذانو سربيره د يادې ليسې د ښوونکو او زده کوونکو په ګډون په جوړه شوې غونډه کې د ټولنيز پرمختيايي يون مشر برهان الدين سيرت وويل: د يادې نمانځغونډې څخه يې موخه د علمي او اکاډميکو هستيوستاينه او د کړو هڅو قدردانی دی.

د نوموړي په وينا استاذه زرغونه رښتين زيور د هغو وړ او مستحقو علمي هستيو څخه ده چې په پوره مينه او خلوص سره يې ددې ټولنې ځوان نسل روزلی دی او پاتې نورو ته علمي اثار په ميراث پريخي دي .

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي رئيس پوهاند مسعود نيکبخت د يادې هڅې د ستاينې تر څنګ وويل په ژونديني د علمي او اکاډميکو هستيو نمانځل کولای شي ، چې پوهاند او علمي اشخاص لا کار ته وهڅوي.

د نوموړي په وينا استاذه زرغونه رښتين زيور يو له هغو استاذانو څخه ده چې د ننګرهار پوهنتون په لسانس او ماسترۍ سربيره په کابل پوهنتون کې ددوکتوراد برخې فعاله استاذه ده.

دده په وينا پدې سربيره يې داسې علمي ګرامري اثار کښلي چې په راتلونکي کې د يو معتبر ماخذ په توګه کاريدلی شي.

د ويناوالو په ډله کې د کنړ پوهنتون استاذ ريدي ګل ذاهد او د کابل پوهنتون استاذ ضياالرحمن حسرت د اغلي رښتين زيور د کړو هڅو د ستاينې او قدردانۍ سربيره ځوان نسل د علمي او ادبي هستيو په ژوند نمانځنې ته وهڅول

په غونډه کې د کابل او ننګرهار پوهنتونونو د ژبپوهنې څانګې استاذې پوهندوی ډاکترې زرغونې رښتين زيور وويل په هيواد کې د تيرو لسيزو ننګونو او بدبختيو دې ته اړ کړه ، چې د ځوان نسل روزنې او مسلکيتوب ته کار وکړي.

د نوموړې په وينا د خپلې ژبې او ادب سره دبې کچې مينې او پدې لار کې ددې د اسلا فو کړې هڅې هغه څه وه، چې ورته يې دډير کارکولو توان ورکړی.

د رښتين زيور په وينا په ټولنه کې د پښتو ژبې د مسلکي ښونکو او په ځانګړي ډول د ښځمنو نه شتون هغه څه دي ،چې دا يې د خپل مسلک پراختيا ته هڅولې.

نوموړې هيله څرګنده کړه چې په راتلونکې کې نورې ميرمنې ددې لار تعقيب او د نارينه وو په څير د خپلې ژبې په بډاينه کې ونډه واخلي .

د يادونې ده چې پوهندوی ډاکتره زرغونه رښتين زيور د لوی استاذ علامه پوهاند صديق رښتين لور او د پوهاند زيور الدين زيور ميرمن ده چې په پښتو نحوې سربيره يې د پښتو ګرامر ، غږ پوهنه او ګڼ شمير علمي مقالې خپرې کړيدي او هم دامهال دننګرهار پوهنتون سربيره په کابل پوهنتون کې د ماسترۍ او دوکتورا د برخې فعاله استاذه ده .

د روداتو ولسوال په مشرۍ دسرخ دېوال په سيمه کې د دولتي ځمکو دغصب مخنيوي کمپاين ترسره شو.

ننګرهار ولایت دروداتو ولسوال حضرت خان خاکسار په مشرۍ د دولتي ځکمو دغصب مخنيوي کمېسون دسرخ دېوال په سيمه کې غېرې قانوني او خپل سري يو شمېر کورونه ونړول او يوه زياته اندازه دولتي ځمکه يې دغاصبينو له منګلو خلاصه کړه .

ياد کمېسون ته دنده سپارل شوې ، چې غصب شوې دولتي ځمکې دغاصبينو له منګلو خلاصې او هېچاه ته دغصب اجازه ورنه کړي.

د لومړي نمبر سرحدي لوا نوی ټاکل شوی درستيزوال او د اوم سرحدي کنډک نوی ټاکل شوی قوماندان ديوې غونډې په ترڅ منسبوينو ته وروپېژندل شول .

د يادې لوا په وړانديز او دکورنيو چارو وزارت په منظورۍ سمنوال نورجان دلومړي نمبر سرحدي لوا د درستېزوال او سمونمل عبدالکريم شګيوال د اوم سرحدي کنډک دقوماندان په توګه دغونډې ګډون والو او منسوبينو ته وروپېژندل شول.

په دغه مراسمو کې د دوسوه دوه شمشاد زون قوماندان مل پاسوال خيرمحمد تېمور ، دعامه نظم اوومې لوا قوماندان مل پاسوال نصيراحمد ساپي ، دملي امنيت مرستيال جنرال جميع الله ، ديادې لوا افسرانو ، ساتمنانو او ساتونکو برخه درلوده.

په غونډه کې دلومړي نبمر سرحدي لوا قوماندان سمونوال محمدايوب حسين خېل وويل : افغان امنيتي ځواکونه په ځانګړې توګه سرحدي پوليس دپخوا په پرتله اوس ښه تجهيز شوي ، ښه روزنه يې ترلاسه کړې او په لوړ مرال سره کولای شي ، چې په هرډول حالاتو کې دهېواد له پولو او ځمکنۍ بشپړتيا په ميړانه دفاع وکړي .

نوموړي نوي ټاکل شوي درستيزوال او دکنډک قوماندان ته دمبارکۍ ويلو ترڅنګ لارښونه وکړه ، چې دتېر په څېر دخپلو خلکو او خاورې څخه په ميړانه دفاع وکړي او په دې برخه کې خپل خدمت ته دوام ورکړي.

دغه راز د دوسوه دوه شمشاد زون قوماندان مل پاسوال خيرمحمد تېمور ، دعامه نظم اوومې لوا قوماندان مل پاسوال نصيراحمد صاپي ، دملي امنيت مرستيال جنرال جميع الله په خپلو خبرو کې نويو ټاکل شويو مسولينو ته مبارکي وويله او دهمکارۍ ډاډ يې ورکړ.

په ننګرهار کې دقومونو يوالي او همږۍ شورا په هلو ځلو د دره نور ولسوالۍ په ستن کلي کې د دوو کورنيو ترمنځ درې کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.

په همدې موخه جوړو شويو مراسموکې ديادې سمې يو شمېر قومي مشرانو ، ديني علمآو او ځوانانو برخه اخستې وه.

په غونډه کې د ننګرهار د قومونو يوالي او همږۍ شورا مشر لعل اغا کاکړ دخبرو پرمهال دولسونو په يوالي ټېنګار وکړ .

نوموړي وويل دښمني ټولنه دبربادۍ لوري ته بيايي ، چې له همدې امله يې په ولسونو غږ وکړ ، چې دخپلو اولادونو ته دټوپک پرځای قلم په لاس کې ورکړي او تعليم ته يې ځانګړې پاملرنه وکړي.

کاکړ وويل : له دې وروسته به د چوال او لټک کليو اوسېدونکي ادم خان او عبدالسيد کورنۍ يوله بل سره د وروۍ په فضا کې ژوند کوي.

په جوړه شوې غونډه کې دستن کلي يو تن ديني عالم احمد الله صابري داسلام مبارک دين له نظره دسولې په ارزښت خبرې وکړې او له ولسونو يې غوښتنه وکړه ، چې په خپلو کې سره يو او دوروۍ په فضا کې سره ژوند وکړې.

په جوړو شويو مراسمو کې يو شمېر نورو ويناوالو په ننګرهار کې دقومونو يوالي او همږۍ شورا له مشرتابه اوغړو مننه وکړه .

ديادونې ده ، چې د ادم خان او عبدالسيد کورنيو ترمنځ داوبو پر سر شخړه پيدا شوې وه ، چې له امله يې دعبدالسيد ځوی خان سيد وژل شوی و.

په ننګرهار کې د لومړي خل لپاره د ځغاستې سیالۍ ترسره کیږي.

د ننګرهار بدني روزنې امریت د ځغاستې فډراسيون مسوول شکرالله عرب وويل: ټاکل شوې د دوشنبې په ورځ په ننګرهار کې دلمړي ځل لپاره د سل تنه لوبغاړو په ګډون د ځغاستې منتخبې لوبډلې لپاره دغوره لوبغاړو دټاکلو په موخه ټاکنيزې سيالۍ ترسره کړي .

هغه زیاته کړه، د دغه لوبو د ترسره کېدو په موخه یې بشپړ چمتوالی نیولی دی .

پولیسو لسګونه میله وسلې او نشه یې توکې نیولي .

په ننګرهار ولایت کې ملي او سرحدي پولیسو د تېرو څلرویشت ساعتونو په ترڅ کې په دوربابا او بهسودو ولسوالیو کې ۲۵ مېلې وسلې او ګڼ شمېر نور مهمات او لسګونه کیلو ګرامه چرس نیولي .

د دغه ولایت د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ملي پولیسو د پلټنې پر مهال په یو ډاډسن ډوله موټر کې ۳۳ کیلو ګرامه چرس چې په ډیر مهارت په کې ځآی پر ځآی شوي و،تر کشف وروسته تر لاسه کړل .

پولیسو د یادې قضیې په تړاو د عبدالجبار په نوم یو کس هم نیولی،چې د مګړۍ ترې پوښتنې رواني دي .

همدا راز سرحدي پولیسو د دغه ولایت د دوربابا ولسوالۍ په ډاګ هدیرې سیمه کې په یو عراده سوزکي ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي ۲۵ میله بېلابېلې پاکستانۍ لاسي تفنګچې نیولي .

همدا راز د یادو وسلو په تړوا یو تن هم نیول شوی،چې ورسره څلوېښت عدده د کلاشینکوف شاجرونو هم شتون درلود.

څلور تنه د وسله والو طالبانو سره د اړېکو لرلو او جغلي پیسو د کاروبار په جرم ونیول شول .

په ننګرهار ولایت کې ملي او سرحدي پولیسو د تېرو څلرویشت ساعتونو په ترڅ کې دوه تنه د وسله والو طالبانو سره د اړېکو په تور او دوه تنه نور د جغلي پيسو د کاروبار په جرم نیولي دي .

د دغه ولایت د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې ملي پولیسو دوه تنه موسی خان او سردار محمد د وسله والو طالبانو سره د اړېکو لرلو په تور نیولي،چې د مګړۍ د امنیه قوماندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په مدیریت کې تر څېړنو لاندې دي .

همدا راز سرحدي پولیسو په تورخم ښارګوټې کې د شمشاد په نوم یو خوړنځآی کې دوه تنه د جغلي پیسو کاروباریان نیولي دي .

یادو کسانو غوښتل چې ۱۲۲ زره پاکستانۍ جغلي کلدارې د تورخم په ښارګوټې کې وکاروي،چې د پیسو سره یو ځای لاس په لاس ونیول شول .

د معلوماتو له مخې نيول شوي کسان د پروان ولايت دغوربند ولسوالۍ اوسيدونکي دي

ننګرهار والي وایي په دغه ولایت کې د وسله والو مخالفینو د ځپلو په موخه هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړي .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د مرغومې په ۱۱مه د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار سره د یادې جرګې په مقام کې لیدنه ترسره کړه،چې د دغه ولایت اړوند په بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وشوې .

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار وویل،‎د داعش ډلې پر وړاندې د ننګرهار ولايت د امنيتي ځواکونو او ولسونو سرښندنې ستايم.

‎نوموړې زیاته کړه، ژمنی موسم د وسله والو مخالفينو د ځپلو لپاره مناسب فرصت دی او اړتيا شته چې د هېواد په نا امنو سيمو په ځانګړې ډول په ننګرهار ولايت کې د داعشيانو او وسله والو طالبانو د له منځه وړلو په موخه نظامي عمليات پیل او لا چټک شي.

هغه همدا راز غوښتنه وکړه،ترڅو په هغو سيمو کې چې د مخالفينو له شتون څخه پاکې شوي،پراختيايي پروژې پلې او کاري فرصتونه را منځته کړي .

د مشرانو جرګې رئیس د بهسودو پل د کاري بهير په چټکتيا هم ټینګار وکړ.

‎سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د مشرانو جرګې رئیس څخه مننه وکړه،چې په دغه ولایت کې یې د وسله وال پوځ د کړنو څخه ستاینه وکړ او همدا راز یې د دغه ولایت د وروستي امنیتي وضعیت په اړه معلومات شریک کړل .

نوموړي د نورو موضوعاتو د شریکولو ترڅنګ وویل، دمګړۍ د داعش او وسله والو طالبانو پر وړاندې ځمکني او هوايي عمليات دوام لري.

نوموړي زیاته کړه، د دغه عملیاتو په ترڅ کې داعش وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

په دغه ناسته کې په یو شمېر نورو موضوعاتو هم دواړو مشرانو خبرې اترې وکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *