ننګرهار والي وایی په جلال اباد ښار کې په نوي او عصري بڼه مسلخ جوړوي .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د مرغومې په ۲۵مه د جلال اباد ښار کمپونو اوسیدونکو سره د لیدنې پر مهال وویل،جلال اباد ښاروالۍ ته یې دنده سپارلې،ترڅو د دغه ښار د ښکلا او تنظیم په موخه په نوي او عصري بڼه مسلخ جوړ کړي.

دغه لیدنه چې د ولایت په مقام کې ترسره شوه،په کې د جلال اباد ښاروال حیمدالله افغان،ولایتي شورا غړې حبیبې کاکړ او ګڼ شمېر نورو هم شتون درلود.

د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې د کمپونو سیمې اوسیدونکو د خپلو خبرو پر مهال په یاده سیمه کې د مسلخ جوړولو په اړه د روغتیا او چاپیریال په برخه کې د ستونزو د زیږیدو له امله خپلې اندېښنې شریکې کړې .

دوی زیاته کړه، د مسلخ لپاره په ټاکل شوې سیمه کې دې روغتون،ښوونخی او نورې حکومتي او ټولنیزې چارې ترسره شي،خو د سیمې خلک په یاده سیمه کې د مسلخ جوړولو سره هوکړه نلري .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، جلال اباد ښار د نظم او ښکلا په موخه یې ښاروالۍ ته دنده سپارلې،ترڅو په نوي او عصري بڼه یو مسلخ جوړ کړي،ترڅو ولسونو ته یې ګټه ورسیږي .

هغه زیاته کړه،د کمپونو سیمې ته یې هم یو مسلکي ډله ګمارلې،ترڅو د مسلخ د جوړېدو په اړه هر اړخیز معلومات را ټول کړي،که په یاده سیمه کې ولسونو ته زیان ونه رسیږي،ژر به د مسلخ جوړولو چارې پیل کړي

په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د نیول شوو علماؤ کرامو د خوشي کولو هڅې رواني دي .

ننګرهار ولایت د هسکې مینې ولسوالۍ د شپولې سیمې په مربوطاتو کې د مرغومې په ۲۶مه داعش وسله والو د یوې دیني مدرسې دیارلس استادان چې دیني عالمان دي له ځآن سره بيولي دي .

د دیني مدرسې یاد دیني عالمان هغه مهال داعشیانو له ځآن سره بیولي،چې کله یې په مدرسه کې د اسلامي زده کړو د زده کوونکو څخه ازموېنه اخیسته.

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د داعش له لورې د دیني عالمانو نیول او له ځآن سره بېول یو نه بخښوونکی او د اسلامي اصولو خلاف عمل بللی دی.

ښاغلي منګل ډاډ ورکړ،چې منسوبینو یې جدي هر اړخیزه هڅې پیل کړي،ترڅو ياد ديني عالمان ژر تر ژره د داعش له منګولو ازاد او خپلو کورنیو ته یې وسپاري .

د بهسودو ولسوالۍ اړوند قاسم اباد ښارګوټي د چارو د تنظيم کميسيون مسوولينو په ياد ښار ګوټي د سړک له روانو چارو ليدنه وکړه.

د بهسودو ولسوالۍ اړوند قاسم اباد ښارګوټي د چارو د تنظيم کميسيون مشر او د ولايت مقام د سکتوري او تخنيکي خدماتو رئيس احمد شاه سادات او د کميسيون غړو جلا ل اباد ښار وال حميدالله افغان ، بهسودو ولسوال محمد صديق دولتزي او نورو امنيتي مسوولينو د قاسم اباد ښار ګوټي کې د سړک له روانو چارو څخه د کتنې ترڅنګ امنيتي مسوولينو ته سپارښتنه وکړه ،چې په دغه ښار ګوټي کې د غصب کوونکو پر وړاندې تر ټولو سخت چلند ترسره کړي .

احمد شاه سادات او جلا ل اباد ښار وال حميدالله افغان وويل: د سلا کار وزير او ننګرهار والي سپارښتنه ده ،چې په قاسم اباد ښار ګوټي کې هېڅوک په خپلسري او غير قانوني توګه ودانيزې چارې نشي ترسره کولای ، چې په وينا يې سرغړونکي به د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د بهسودو ولسوال دياد ښار ګوټي د تنظيم کميسيون مسوولينو او غړو ته ډاډ ورکړ ،چې په قاسم اباد ښارګوټي کې به هېچاته د خپلسريو اجازه ورنکړي.

د ننګرهار امنيې قوماندانۍ امنيتي او کشفي موظفينو پنځه تنه د بېلا بېلو جرمونو په تور نيولي دي.

د لویو لارو د ساتنې امنيتي موظفينو د بتي کوټ ولسوالۍ په باريکاب سيمه کې درې تنه شکمن کسان نيولي دي.

بل لورته د جلا ل اباد ښار د لومړۍ امنيتي حوزې موظفينو دوه تنه د غلا په تور نيولي دي.

په ورته وخت کې ګډو امنيتي ځواکونو د جلا ل اباد ښار په بېلا بېلو سيمو کې د پلټنې پر مهال د څلور ديرش عرادو موټرو تورې ښيښې سپينې کړې دي.

د جلا ل اباد ښار د بېلا بېلو ناحيو د ګذر وکيلانو ، قومي مشرانو او ديني عالمانو امنيې قوماندان سره د ناستې پر مهال له امنيتي ځواکونو ملاتړ څرګند کړ.

ياده غونډه د جلال اباد ښار ګذروکيلانو ، دشورا ګانو مسولينو ، ديني علماو او قومي مشرانو سره دښو اړيکو ، دمتقابلې همکارۍ ډېر والي او باور زياتوالي په موخه جوړه شوې وه.

په جوړه شوې غونډه کې امنيه قوماندان مل پاسوال سيدګل اغا روحاني ولسونو او ديني علماو سره دجلال اباد ښار او اړوند سيمو لا ډاډمن امنيت په موخه په ګډو مشورتي ناستو خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه ، چې پوليس ددې هېواد دخلکو بچيان دي او دخلکو خدمت او دهغوئ سر او مال ساتنې او هېواد پرمختګ په موخه قربانۍ ورکوي روحاني وويل : پوليس په ټولنه کې دقانون تطبيق اوجرمونو دکشف دنده پر غاړه لري ، چې په ميړانه يې ترسره کوي.

نوموړي زياته کړه ، پوليسو مسلکي زده کړې ترسره لاسه کړي او په اسلامي روحيه سمبال دي ، چې د دندو پرمهال له ولسونو سره ښه چلند کوي.

د مل پاسوال سيد ګل اقا روحاني په خبره ، چې ددې ولايت په يوشمېر ولسواليو کې پوليسو دګډو امنيتي ځواکونو سره يو ځای دخلکو په غوښتنه ګډ او ځانګړي عمليات ترسره کړي ، چې په خبره يې ډېرې سيمې يې د وسله والو مخالفينو دشتون څخه پاکې کړي او مرګ ژوبله يې ورته اړولې ده .

ننګرهار امنيه قوماندان له ورغلو قومي مشرانو، ديني علماو او ګذر وکيلانو غوښتنه وکړه ، چې په خپلو امنيتي ځواکونو باور وکړي او خپله همکاري ورسره لا زياته کړي.

نوموړي ورغلو ته ډاډ ورکړ ، چې دامنيت په ټېنګښت کې به خپلې هڅې لا زياتې کړي .

دغه راز په غونډه کې دجلال اباد ښار دګذر وکيلانو په استازولۍ زلمی حقيار، خان محمد قانع او حاجي مجنون د خبرو پر مهال د ننګرهار ولايت امنيه قوماندانۍ اړوند پوليسو هڅې وستايلې او يې له خپلوامنيتي ځواکونو او په ځانکړي ډول پوليسو څخه ملاتړ تازه کړ او ژمنه يې وکړه ،چې په هره برخه کې به ورسره مرسته او همکاري ترسره کړي.

ورغلو مشرانو له امنيتي مسولينو غوښتنه وکړه ، چې قانون په ټولو يو شان تطبيق کړي او سرغړونکو ته سخته سزا ورکړي.

دناستې په پای کې دجنايي جرمونو پر وړاندې دمبارزې مديريت دکشف امر سمونوال شفيق الله ته د ورغلو ګذر وکيلانو له لوري ستاينليک ورکړل شو.

له کډوالۍ نږدې ۴ غېرې ثبت شوو را ستنو شوو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه .

د ننګرهار ولایت کډوالو چارو ادارې له لورې د WFP ادارې په مالي مرسته له کډوالۍ تازه را ستنو شوو ۳۹۶ کورنیو سره د یوې میاشتې په اندازه د خوراکي توکو مرسته وشوه .

یاده مرسته چې په کې بېلابېل خوراکي توکي شامل و،هغه را ستنو شوو کورنیو ته ورکړل شوه،چې د کډوالو په نومونو په رسمي ډول نه و، ثبت شوې

د ختیځ زون په کچه د ماشوم پالنې او روزنې یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو.

ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس عبدالحکیم شیرزاد وایي دغه ورکشاپ د یونیسف ادارې په مالي همکارۍ جوړ شوی و،چې په کې د دغه ولایت سربېره د کونړ او لغمان ولایتونو څخه د ۷ ولسوالیو شاوخوا ۱۱۲ تنو قومي مشرانو ګډون کړی و.

نوموړي زیاته کړه، په دغه یو ورځني ورکشاپ کې مخورو ته د ماشومانو د حقوقو په اړه معلومات ورکړل شول او دوی ته لارښوونه وشوه،چې یاد معلومات د خپلو سیمو په ښارونو،کلیو او کورونو کې له نورو ولسونو سره د پوهاوي په موخه شریک کړي .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د مبارکۍ پيغام

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د صحرا جام په شل اوریزو سیالیو کې ایرلینډ لوبډلې ته په ستر توپیر سره ماتې ورکړه او د هېواد دغه پیاوړې لوبډلې نه یواخې ایرلینډ ته ماتې ورکړه،بلکې ۲۰۱۷ زیږدیز کال یې هم په بریاوو سره پیل کړ.

زه د دغه بریاوو له امله د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو،کرکټ بورډ ادارې او د کرکټ ټولو مینوالو ته مبارکي وایم،هیله لرم،چې ملي لوبډله به د بریاوو دغه لړۍ همداسې جاري وساتي او هېوادوالو ته به د دغه لارې خوښۍ ور په برخه کړي.

یو ځل بیا تاسې ټولو په ځآنګړي ډول د کرکټ مینوالو ته د دغه بریا له امله مبارکي وایم.

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمدګلاب منګل د خواشینۍ پيغام

په ډیرې خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ،چې د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ د ککړک سیمې اوسیدونکي عصمت الله په کور کې چې د کابل ولایت په باګرامیو سیمه کې موقعیت درلود، د ډبرو سکرو د سختو دودونو له امله د عصمت الله په ګډون د هغه مېرمنه،څلور لورګانې او یو زوی چې د اولادونو عمرونه یې د نهو او یو نیم کلونو ترمنځ و، په شهادت رسیدلي دي .

إِنَّا للّه وإِنّا إِلَیهِ رَاجِعُونَ

په حقیقت کې ډیره دردونکي پېښه ده،چې د یوې کورنۍ غړي د غریبۍ په جونګړه کې په یاد ډول په ناڅاپي توګه په شهادت رسیږي .

زه د یادې کورنۍ په مړینه له زړه دردمن او خواشینی شوم،ټولو ته د څښتن تعاله ج له درباره د فردوس جنت،خپلوانو او دوستانو ته یې د جمیل صبر هیله کوم .

له ټولو کورنیو هیله لرم،چې د ژمې په موسم کې پخپلو کورونو کې د ګاز ډبو ، ډبرو سکرو او نورو برقي وسایلو د کارونې پر مهال له پوره احتیاط او پاملرنې څخه کار واخلي،ترڅو له هر ډول پېښو څخه ژغورل شوي وي .

د ماین چاودنې له امله ۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته .

چارواکي وایي د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنې له امله د یوې مېرمنې او یو ماشوم په ګډون ۶ تنه شهیدان شوي او د یو ماشوم په ګډون دوه نور ټپیان شوي دي .

د دغه ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د مرغومې په ۲۶مه وویل، د ملکي وګړو یو ډاډسن ډوله موټر چې د جلال اباد ښار څخه پچیراګام ولسوالۍ ته پر لاره و،د یادې ولسوالۍ په کوز صبر سیمه کې پرې د سړک غاړې ماین چاودنه وکړه .

هغه زیاته کړه،د چاودنې له امله د یوې مېرمنې او یو ماشوم په ګډون ۶ تنه شهیدان شوي او د یو ماشوم په ګډون دوه نور ټپيان شوي دي،چې ټول ملکي وګړي دي .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل پر یاده پېښه خواشیني څرګنده کړې،شهیدانو ته یې د فردوس جنت،ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا او کورنۍ غړو ته یې د جمیل صبر هیله کړې .

هغه زیاته کړه، وسله والو طالبانو،داعش او نور ترهګرو همېشه د خپلو بریدونو پر مهال ولسي وګړي،چې په کې علماؤ کرام،ماشومان او مېرمنې شاملي دي، په نښه کړې او له دغه لارې خپل وحشت خپور کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *