ننګرهار والي په هسکه مینه ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو دوه میړنیو شهیدو سرتېرو کورنیو سره مرسته وکړه .

د ننګرهار ولایت د هسکې مینې ولسوالۍ په علنۍ سیمه کې دوه شپې وړاندې داعش وسله والو یو روغتیایي کارکوونکی او له دندې په رخصتۍ کورته تللی د ملي اردو سرباز ونیول او غوښتل یې چې له سیمې څخه یې وتښتوي،خو د سیمه ییزو پولیسو دوه مېړنو سرتېرو د جګړې په ترڅ کې د ملي اردو سرتېری او روغتیایي کارکوونکی د داعش له منګولو ازاد کړل.

د دغه جګړې پر مهال درې داعش ووژل شول او دوه نور ټپیان شول،خو یاد دوه میړنیو سیمه ییزو پولیسو هم د شهادت لوړ مقام خپل کړ.

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د هسکې مینې ولسوال،امنیه قوماندان او نورو مخورو سره د لیدنې پر مهال د یادو مېړنیو سیمه ییزو پولیسو قهرماني وستایله او قدرداني یې وکړه.

هغه د شهیدو سرتېرو روح ته دعا وکړه،کورنۍ او هم سنګرو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړل .

نوموړي همدا راز د یادو زړورو شهیدو سرتېرو کورنیو سره د خوراکي او غېرې خوراکي توکو مرسته وکړه او ډاډ یې ورکړ،چې د نمرو د ویش پر مهال به یادو شهیدانو کورنیو ته قانوني نمرې په واک کې ورکړي.

د یادې مرستې تر لاسه کوونکي او د هسکې مینې امنیه قوماندان سمونیار حمیدالله صداقت د سلاکار وزیر او ننګرهار والي څخه مننه وکړه،چې د شهیدو سرتېرو کورنیو ترڅنګ یې د نورو سیمه ییزو پولیسو سره هم مرسته وکړه .

هغه ډاډ ورکړ،چې سیمه ییز او نور سرتېرې د ولسونو د ژوند خوندیتوب په موخه نورو قربانیو ورکولو ته هم چمتو دي او په دغه چاره د هېوادنۍ مینې له امله افتخار کوي .

د ننګرهار پوهنتون يوه محصل فضل کريم (علمي) په کيميا کې پنځه فارمولونه کشف کړي.

دغه نوښتګر فضل کريم وايي:په کيميا کې ځنې فارمولونه ضعيف او ځنې يې نه وو،نو له دې امله ده دغه فارمولونه ايجاد کړل.

د ده په وينا د اروماتيکومرکبونو ، الکايل هلايدونو، اکسايدونو، پراکسايدونو اوسوپراکسايدونو نويو فارمولونو په زريعه به دکيميا زده کوونکو ته زده کړه لا اسانه شي.

د ننګرهار پوهنتون دکيميا استاد خدايد کوچی دغه انکشاف دکيميا په برخه کې لويه لاسته راوړنه بولي.

دی وايي :که دې برخې ته پاملرنه وشي نو د ژوند په ډېرو برخو کې به دپرمختګونو شاهد ووسو.

د نويو کيمياوي فارمولونو دانکشاف کوونکي په وياړ دجوړې شوې غونډې ګډونوالو له پوهنې وزارته په پوهنيز نصاب کې د دې فارمولونو دځای پرځای کېدو غوښتنه وکړه.

د ننګرهار کار او ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو رياست کې د ماشو مانو د حقوقو خونديتوب په موخه درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د کار او ټولنيزو چارو رئيس عبدالحکيم شيرزاد وويل : پدغه ورکشاپ کې د ختيځې سيمې اتيا تنه ګډون لري ، چې د ورکشاپ څخه زده کړي موضوعات به د ټولنې نورو غړو ته د پيغام په توګه ورسوي .

شيرزاد زياته کړه سره لدې ، چې ګڼ شمير دولتي او بهرنۍ ادارې د ماشومانو د حقوقو خونديتوب په موخه کارکوي خوبيا هم د خښتو په بټيو او ښار کې ماشومان په شاقه کارونو بوخت دي او د زده کړې له خواږه نعمت څخه بې برخې دي .

نوموړي د ورکشاپ له ګډونوالو غوښتنه وکړه ، چې له ورکشاپ څخه زده کړي موضوعات په رښتيني توګه خپلو ولسونو ته ورسوي.

په ننګرهار کې دملي پرمختګ اجتماعي ټولنې له لوري د جلال اباد ښار څلورمې ناحيې اړوند سيمه کې د ښارپاکۍ دعامه پوهاوي کمپاين ترسره کړ .

د ملي پرمختايي ټولنې عمومي مشر اميد ساپي وويل: دغه کمپاين يې د جلال اباد ښاروالۍ سره يو ځای تر سره کړ.

نوموړي زياته کړې ، چې له دغه کمپاين څخه يې موخه د ښار پاکوالی او ښاريانو ته دښار د پاکوالي په برخه کې عامه پوهاوی دی .

په ختيځ کې د ملي پرمختګ اجتماعي ټولنې مشر کريم الله وايي: ښار د ټولو ګډ کور دی بايد ځوانان دغې برخې ته له اړونده ادارو سره په ګډه کار وکړي.

کريم الله وويل: دوی به په راتلوونکي کې هم د ښار پاکۍ دغه کمپاينونو ته له اړونده ادارو سره يوځای دوام ورکړي.

دښار پاکۍ د دغه کمپاين پرمهال دڅلورمې ناحيي يو تن اوسيدونکي مولوي عاشق الله داسلام مبارک دين له نظره دپاکوالي په ارزښت خبرې وکړې او دملي اجتماعي ټولنې له مسولينو او غړو يې مننه وکړه ، چې دښارپاکۍ کمپاين يې ترسره کړ.

کمپاين کوونکو دجلال اباد ښاروالۍ غوښتنه وکړه ، چې د جلال اباد ښار پاکوالي ته پاملرنه زياته کړي .

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د زړور تکواندو کلپ يو سلو پنځوس تنو ورزشکارانو ته له ازموينې وروسته نوي کمر بندونه ديو لړ مراسمو په ترڅ کې وتړل شول.

دغه مراسم ، چې دزړور په کلپ کې ترسره شول ورزشکارانو د تشويق په موخه ددې لوبې ګڼ شمېر استادانو او دورزش مينوالو ګډون کړی و.

ددې مراسمو په پيل کې دانجمن زړور مسول استاد عيد محمد زړور په خپلو خبرو کې وويل ددې پروګرام موخه يو سلو پنځوس تنو ورزشکارانو ته دنوي کمربندونو تړل او څلور تنه هغه لوبغاړي ، چې دتکواندو دملي لوبډلې په ټاکنيزو سياليو کې يې مډالو نه ترلاسه کړي وه ستايل دي .

نوموړي دبدني روزنې امريت له مسولينو غوښتنه وکړه ، چې دتکواندو په فدراستون کې دشته ستونزو لپاره دحل لارې چارې ولټوي او د دولتي او ملي سوداګرو يې غوښتنه وکړه ، چې دورزشکارانو دستونزو حل په موخه دې له دوی سره مالي مرستې وکړي .

دجوړشويو مراسمو په پای کې لوبغاړو ته تقدير نامې ورکړل شوې .

بل لورته دکانال رياست له لوري دختيځ زون د درې ولايتونو څخه دشل لوبډولو ترمنځ دواليبال ترمنځ پيل شوې سيالۍ دخراسان خصوصي پوهنتون لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسيدې.

دغه راز دکانال رياست لوبډلې دسيالۍ دويم مقام خپل کړ.

ددې سياليو دپای لوبې وروسته دننګرهار بدني روزنې امر شاهدالله ساپي او دالمپيک په چارو کې دکوچيانو استازي نورالرحمن ترخېل له لوري لوبډلو ته کپونه ، ميډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې دنوي ټاکل شوي امنيه قوماندان د پيژندنې او نشه يي توکو دکښت منخنيوي په موخه غونډه ترسره شوه.

په جوړه شوې غونډه کې دروداتو ولسوال حضرت خان خاکسار له لوري نوی ټاکل شوی امنيه قوماندان ګل الرحمن قومي مشرانو ، ملکي او نظامي ادارو مسولينو ته ور وپېژندل شو .

ولسوال وويل ، په ادارو کې تغير او تبديل يو اصل دی ، چې د چارو د سمونو په موخه د لوړو مقاماتو له لوري ترسره کيږي.

دروداتو ولسوال قومي مشرانو ته خبرو پر مهال وويل ،يادې ولسوالۍ ته دکوکنارو دکښت مخنيوي په بدل کې د يومليون ډالرو پروژې منظور شوي دي ، چې په وينايې هغه وخت به پلي شي ، چې په ياده ولسوالۍ کې په پشپړه توګه دنشه يي توکو کښت له منځه لاړ شي.

دروداتو ولسوالۍ لپاره نوي ټاکل شوي امنيه قوماندان ګل الرحمن ولسونو ته ډاډ ورکړ ، چې پوليس به د ډاډمن امنيت په موخه خپلې هلې ځلې زياتې کړي.

نوموړي پوليسو سره دولسونو په همکارۍ ټېنګار وکړ.

په غونډه کې قومي مشرانو له خپل دولت څخه د ملاتړ ژمنې تازه کړې او مسولينو ته يې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

د يو شمېر مرستندويه ادارو له لوري ۱۲ سوو څخه زیاتو راستنو او بې ځايه شوو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه .

د ننګرهار کډوالو چارو ریاست د معلوماتو له مخې په ياد شمېر کې نهه سوه کورنۍ ،چې په دې وروستيو کې له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستنې شوي د ډبليو – ايف – پي ادارې له لوري هرې کورنۍ سره ديوې مياشتې لپاره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

ويل کېږي پاتې درې سوه شپږ کورنۍ ،چې د يو شمېر ستونزو له امله شيخ مصري او مولوي خالص فاميليو سيمو ته را بې ځايه شوي د اسلاميک ريليف خيريه ټولنې له لوري هرې کورنۍ سره د دوه اويا کيلو ګرامه اوړو، پنځه ليټره غوړيو ، څلور کيلو لوبيا ، دوه کمپلو او نورو توکو مرسته ترسره شوه.

د کډوالو چارو رئيس غلام حيدر فقيرزی وايي: د يادو کورنيو له جملې شپږ کورنۍ ،چې په شيخ مصري سيمه کې ميشتې دي او د بارانونو له امله زيانمنې شوي د سلا کار وزير او ننګرهار والي په لارښوونه يې سروې ترسره او لازمه مرسته پرې وويشل شوه.

د فقيرزي په وينا ټولو اړمنو کورنيو سره به له سروې ورسته ورته مرستې ترسره شي.

د پاکستان د یوې سیمه ییزې کمپنۍ قاچاقي او بې کیفیته درمل ونیول شول.

چارواکي وایي د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د څارنې پر مهال ګڼ شمېر قاچاقي او بې کیفیته درمل چې د پاکستان د یوې سیمه ییزې کمپنۍ له لورې جوړیږي نیولي .

د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کاموال د سلواغې په ۹مه وویل،د یادې ادارې د روغتیایي قوانینو د پلټنې عمومي او څآر کمیسون د جلال اباد ښار اړوند د اکا خیلو پلازه کې د پلټنو پر مهال ۸۵۰ بوتلي سفیکیزیم سیرپ او ۲۷۰ قطۍ قاچاقي ټابلیت نیولي .

نوموړی زیاتوي نیول شوي توکې د پاکستان هېواد په یوه سیمه ییزه کمپنۍ کې جوړیږي،چې په قاچاقي ډول ننګرهار ته را لیږدول شوې وه .

د ننګرهار په ټولو خصوصي او دولتي روغتیایي مرکزونو کې د توبرکلوز درملنه او تشخیص په وړیا ډول ترسره کیږي.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کاموال وایي د پرېکړې له مخې په دغه ولایت کې ټول خصوصي او دولتي روغتیایي مرکزونه دنده لري،چې د توبرکلوز ناروغۍ تشخیص او د ناروغانو درملنه په وړیا ډول ترسره کړي .

کامه وال وویل : د Challenge TB برنامې په اساس خصوصي روغتونونو ، شخصي ډاکټرانو او دولتي صحي مراکزو ته د توبرکلوز اړوند طبي او تخینکي وسایل ورکړل شوي چې پر مټ به یې وړیا درملنه ترسره کوي.

هغه ډاډ ورکړ،د ټولو هغه روغتیایي مرکزونو سره به قانوني چلند ترسره کړي،چې د توبرکلوز ناروغۍ د تشخیص او یا هم د ناروغ په درملنه پیسې واخلي .

د مشرانو جرګې رئیس د ننګرهار او لغمان برېښنا ستونزو د قاطع حل سپارښتنه وکړه.

د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار نن د سلواغې په ۹مه د خپل کار په دفتر کې د برېښنا شرکت عمومي رئیس سره د لیدنې پر مهال جدي سپارښتنه وکړه،چې د ننګرهار او برېښنا ستونزه باید په قاطع ډول حل شي .

نوموړي وویل،د برېښنا شرکت ادارې ورسره په پرلپسې ډول د ننګرهار برېښنا ستونزې د حل ژمنه کړې،خو تر دې دمه ستونزه نده حل شوې .

د هغه په وینا د برېښنا شرکت عمومي رئیس ورسره ژمنه کړې وه،چې د ننګرهار لپاره د درېیم تراسنفرمر چې د ۲۰ میګاواټه برېښنا ظرفیت لري،د نصبولو چارې به یې د درې میاشتو په موده کې بشپړې کړي،خو یاده چاره لا هم نده ترسره شوې .

د مشرانو جرګې رئیس د درونټې برېښنا کوټ د بیارغونې چارو په دریدو اندېښنه څرګنده کړه او د بېړنیو چارو د پیل کېدو سپارښتنه یې وکړه .

ښاغلي مسلمیار وویل: (( د ننګرهار ولایت ۳۱ میګاواټه برېښنا حق دی تاسو ولې ۲۵ ورکوئ او کله چې کابل کې برېښنا قطع شي تاسو د ننګرهار برخه برېښنا بیا کابل ته ورکوئ او ننګرهاریان تورو تیارو ته ناست وي.))

هغه وایي، هیچا ته اجازه نه ورکوي،چې د ننګرهاریانو حق وخوري او یا هم د دغه ولایت له برېښنا څخه بل څوک ګټه پورته کړي،له همدې امله په جدي ډول د برېښنا ستونزې د حل کولو سپارښتنه کوي .

د برېښنا شرکت عمومي رئيس د خپلو خبرو پر مهال وویل،د درېيم ترانسفرمر چارې به په راتلونکو لسو ورځو کې پیل او تر اوړي پورې به بشپړې شي.

نوموړي زیاته کړه د درونټې برېښنا بند چارې به هم پیل او غیر فعالې برخې به يې فعالې شي.

نوموړي وویل تر دې وروسته به ننګرهار ته پوره ۳۰ میګاواټه برېښنا ورکول کېږي که چېرې د کابل برېښنا د هر لامل له امله پرې شي د ننګرهار برېښنا به نه پرچاو کېږي او برېښنا به یې تر ۳۰ میګاواټ څخه نه کمیږي.

د برېښنا د عمومي رئیس په وینا د نړیوال بانک په مالي مرسته په ننګرهار ولایت کې د ۴۰ میګاواټه سولري برېښنا ټولې چارې بشپړې شوي دي او په نږدې راتلونکي کې به يې عملاً کار پیل شي.

د برېښنا شرکت عمومي رئيس دا هم وویل چې د کابل جلال اباد برېښنا د پایو ټول کار بشپړ شوی او یوازې د امنیت شورا موافقې ته مو کار پاتې دی ان شاءالله ډېر ژر به يې کارونه پیل شي.

د يادونې وړ ده چې په دغه ملاقات کې د ننګرهار يو شمېر مبارزو مدني فعالانو او د دغو ولاياتو سناتورانو هم ګډون درلود.

دوه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته .

ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د خانخیلو په سیمه کې تېره ورځ یو وسله وال طالب هغه مهال ووژل شول او یو بل ټپي شو،چې د امنیتي ځواکونو پر ګزمه یې ډزې وکړې،چې د ځوابیه برید پر مهال ورته یاده مرګ ژوبله واوښته .

ټپي شوی وسله وال طالب له دوه میله کلاشینکوف او یو عراده موټر سایکل سره یو ځای ژوندی ونیول شو.

د یو بل خبر له مخې امنیتي منسوبینو د جلال اباد ښار نارنج باغ سیمه کې کشف شوی ماین خنثی او لمنځه یوړو .

د ننګرهار ملي امنیت څآرنوالۍ نوي رئیس تر ګمارنې وروسته عملي چارې پیل کړې.

د ننګرهار ولایت د ملي امنیت څآرنوالۍ نوي رئيس برید جنرال سیدکمال تر ګمارنې وروسته خپلې چارې په رسمي ډول پیل کړې او په همدې موخه یې د سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سره د لیدنې پر مهال ډاډ ورکړ،چې خپلې ټولې چارې به د قانون په رڼآ کې ترسره کوي .

د ملي امنیت څارنوالۍ نوي رئیس بریدجنرال سیدکمال وویل،تر دې وړاندې په کابل،کندهار او ګڼ شمېر نورو ولایتونو کې په بېلابېلو برخو کې دندې ترسره کړي او هڅه به وکړي،چې د خپلو تجربو او همکارې ډلې په مرسته په دغه ولایت کې ټولې په ځآنګړې ډول د انسان تښتونې،غلا او نورې قضیې په جدي ډول وڅېړي .

هغه ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ،چې د قضیو په څېړنه کې به د تل لپاره ګړندیتوب او دقت په نظر کې ونیسي،ترڅو د خلکو ستونزو ته د قانون په چوکاټ کې په ټاکلې وخت کې ځواب وویل شي .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل نوي رئیس څخه مننه وکړه،چې د راتګ سره سم یې عملي چارې پیل کړي او ډاډ یې ورکړ،چې ولایت مقام به یې په ټولو قانوني چارو کې همکار ووسي .

نوموړي زیاته کړه، د ولایت مقام د کارکوونکو ترڅنګ یې ټولو ادارو مسؤلینو ته سپارښتنه کړې،چې د دندې پر مهال یواځې ښه کار ترسره کول خپل معیار وټاکي .

ننګرهار والي هیله وښوده،چې د ملي امنیت نوي څارنوال په راتګ سره به اړونده قضیو ته په وخت رسیدګي وشي او په چارو کې به لا هم مثبت بدلون رامنځته شي .

تورو ښیښو،بې پلیټه او جعلي پلیټ لرونکو موټرو د مخنیوي په موخه جدي کمپاین پیل کیږي.

د سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په مشرۍ د دغه ولایت نظامي شورا پریکړه وکړه،چې په دغه ولایت کې د تورو ښیښو،بې پلیټه او جعلي پلیټ لرونکو موټرو د مخنیوي په موخه جدي کمپاین پیل کیږي .

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د ننګرهار والي سربېره،په ولسي جرګه کې د ننګرهار د ولسونو استازي امیرخان یار،ولایتی شورا غړي اسرارالله مراد،د څلورمې پلې لوا،ننګرهار امنیه او د سرحدي پولیسو قوماندانانو،د عامه نظم درستیزوال،ملي امنیت مرستیال، د همغږۍ مرکز مسؤلینو،ترافیکو مدیر او یو شمېر نورو ګډون کړی و.

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل،په دغه ولایت کې څو ځله وړاندې هم د تورو ښیښو،بې پلیټه او جعلي پلیټ لرونکو موټرو د مخنیوي په موخه کمپاینونه ترسره شوي خو د ناکامو کمپاینونو له امله یاده چاره نیمګړې ترسره شوې ده .

هغه امنیتي منسوبینو ته سپارښتنه وکړه،چې د تورو ښیښو،بې پلیټه او جعلي پلیټ لرونکو موټرو د مخنیوي جدي کمپاین له سبا څخه پیل کړي او تر هغې پورې دوام ورکړي،ترڅو په جلال اباد ښار کې د یادې غېرې قانوني کړنې مخنیوی وشي.

ننګرهار والي ډاډ ورکړ،چې د دغه کمپاین د بریالیتوب په موخه ورسره ولایتي شورا د بشپړې همکارۍ ژمنه کړې او لارښوونه یې وکړه،چې ژر تر ژره د ولایتي شورا غړو په ګډون یو کمیسون جوړ شي،ترڅو یاد کمیسون د قانون له مخې د موټرو نیولو او د ځانګړې حکم په ترڅ کې د خوشي کولو صلاحیت ولري .

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د ولسونو استازي او د مالي او بودیجې کمیسون رئیس امیرخان یار د ننګرهار والي څخه مننه وکړه،چې د تورو ښیښو،بې پلیټه او جعلي پلیټ لرونکو موټرو د مخنیوي په موخه یې د جدي او بریالي کمپاین د ترسره کولو لارښوونه وکړه .

هغه هیله وښوده،چې په دغه چارې ترسره کولو سره به د ولسونو له لورې له دوی سره د انسان تښتوونې پېښو په مخنیوي کې هم د پام وړ مثبت بدلون راشي .

د ولایتي شورا غړي اسرارالله مراد هم د شورا په استازۍ یو ځل بیا ډاډ ورکړ،چې په ټولو کمپاینونو کې به ورسره یو ځای د قانون د تطبیق په موخه ګډون وکړي .

د ننګرهار ترافیکو مدیر سمونوال سید حمیدالله سادات د یاد کمپاین اړوند د وړاندیزونو او معلوماتو د شریکولو وروسته پرېکړه وشوه،چې د نن ورځې تر پایه به ځآنګړې ګډه قطعه او یو ځانګړی کمیسون جوړ شي،چې د تورو ښیښو،بې پلیټه او جعلي پلیټ لرونکو موټرو د مخنیوي په موخه به جدي کمپاین پیل کړي.

د ننګرهار نظامي شورا غړو پر ټولو موټر لرونکو غږ وکړ،چې په ښار او نورو سیمو کې په قانوني موټرو کې تګ راتګ وکړي او د سرغړونې په ترڅ کې وروسته بیا د شکایت حق نلري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *