ننګرهار والي وایي هڅې يې پیل کړي،ترڅو د کلونو ځنډنۍ پروژې د بیا ځل لپاره پیل کړي .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د مرغومې په ۵مه د قومي مشر سیدجهان جهاني په مشرۍ د سره رود ولسوالۍ د سیاسنګ ښارګوټې دویمې برخې د استوګنو مخورو سره د لیدنې پر مهال وویل،هڅې یې پیل کړي،ترڅو په دغه ولایت کې د کلونو ځنډنۍ پروژې د بیا ځل لپاره پیل کړي.

دغه ناسته، چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه،د سیاسنګ ښارګوټي استوګنو مخورو په استازۍ حاجي ګل میران وویل،په یاد ښارګوټې کې ۱۱ د استوګنې نمرې شتون لري،چې د ښاروالۍ د قانون مطابق دوی ته ورکړل شوي دي .

هغه غوښتنه وکړه،چې په یاد ښارګوټې کې دې ورته د سړکونو،روغتیایي،پوهنې،برېښنا او ګڼ شمېر نورو برخو کې سهولتونه برابر شي .

سلاکار وزیر او ننګرهار والی محمد ګلاب منګل یادو مخورو ته ډاډ ورکړ،چې د قانون په چوکاټ کې به د ښارګوټي هغه استوګنو سره مرستې ترسره کړي،چې په قانوني ډول په یاده سیمه کې میشت دي .

هغه یادو مخورو ته لارښوونه وکړه،چې په ښارګوټې کې د تازه رغنیزو چارو ترسره کولو څخه ډډه وکړي او ډاډ یې ورکړ،چې ټولې میشتې کورنۍ به د قانون په چوکاټ کې برابرې او د اصولو مطابق به ورته د استوګنو نمرو اسناد ورکړي .

هغه په جدي ډول یادونه وکړه،چې هغه کسانو سره به تر ټولو سخت قانوني چلند ترسره کړي،چې په سیاسنګ ښارګوټې کې تازه رغنیزې چارې ترسره کړي او په دغه برخه کې د مخورو د ځآنګړې همکارۍ غوښتنه هم وکړه.

د ننګرهار ولایت لپاره کلنی پلان جوړیږي .

د ننګرهار ولایت د امنیت،سیمه ییزې حکومتوالۍ،زیربنا او طبعي سرچینو، تعلیم،تحصیل او فرهنګ، روغتیا،کرنه او د کلیو پراختیا،ټولنیز خوندیتوب، خصوصی سکتور وده او اقتصادي پراختیا،خدمتونو او د ولایت او ولسوالیو د مرکز ښاري پراختیا په برخه کې د مرکزي ادارې په لارښوونه یو کلن پلان جوړیږي .

په همدې موخه د مرغومې په ۵مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې غونډه جوړه شوې وه،چې په کې ننګرهار امنیه قوماندان،ملي امنیت رئیس،د همغږۍ مرکز او عامه نظم پولیسو قوماندانانو، د بېلابېلو ادارو مسؤلینو او ګڼ شمېر نورو په کې ګډون کړی و.

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سکتوري ادارو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه،چې د دغه ولایت یو کلن پلان جوړولو په موخه مرکز او ټولې ولسوالۍ په نظر کې ونیول شي .

هغه زیاته کړه، دغه پلان د ولایت په کچه د ولایت مقام له لورې په ولایتي کچه تعقیبږي،چې له مخې ولسمشر ته د اجرائتو په اړه معلومات ورکول کیږي .

ښاغلي منګل د سکتوري خدمتونو رئیس ته لارښوونه وکړه،چې د دغه پلان د ښه جوړونې په موخه د دغه ولایت ټولو سکتوري ادارو ته یو ورځنی ورکشاپ ورکړي،ترڅو په ټولو برخو کې معلومات تر لاسه کړي .

ننګرهار والي وویل، تر دې وړاندې سل ورځني او درې میاشتنې او نور پلانونه جوړ شوي و،چې په کامیابۍ سره په کې ټولې چارې تعقیب او ترسره شوې او له یادو تجربو څخه په ګټې اخیستنې د ولسمشر د حکم پر اساس یو کلن پلان هم جوړیږي .

د هغه په وینا یو کال وروسته به د یاد پلان د پلي کېدو په اړه ولسونو ته هم په ښه توګه حساب ورکړل شي .

مسؤلینو د دغه غونډې پر مهال ژمنه وکړه،چې د دغه ولایت لپاره به په شفاف ډول د یو کلن پلان په جوړولو کې هلي ځلي وکړی .

ننګرهار والي سکتوري رئيسانو ته په دوربابا ولسوالۍ کې د بېلابېلو پروژو او نورو چارو د ترسره کېدو لارښوونه وکړه .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د مرغومې په ۵مه د امنیتي او سکتوري ادارو مسؤلینو سره د یوې غونډې په ترڅ کې لارښوونه وکړه،چې په دوربابا ولسوالۍ کې په بېلابېلو برخو کې پروژې او نورې چارې ترسره کړي .

نوموړي وویل،د دوربابا ولسوال په مشرۍ د یادې ولسوالۍ مخورو د قومي پرېکړو له مخې پخپله ولسوالۍ کې ډاډمن امنیت ساتلی،خو څرنګه چې لازمه ده،هغه ډول یادې ولسوالۍ ته پاملرنه نده شوې .

ښاغلي منګل مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه،چې په دوربابا ولسوالۍ کې پخپلو برخو کې پروژې او نورې چارې ترسره کړي او هره میاشت یې په اړه ولایت مقام سره معلومات شریک کړي .

د دغه ناستې په څنډه کې همدا راز ننګرهار والي مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه،چې د تېر کال د ترسره شوو کړنو او راتلوونکي پلانونو بشپړ راپور ولایتي شورا سره ژر تر ژره شریک کړي .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي همدا راز په دغه ناسته کې پرېکړه وکړه،چې په علني ډول به د ولسونو ستونزې په اونۍ کې یو ځل په داسې حال کې واوري،چې د یو شمېر مهمو ادارو مسؤلین به هم ورسره شتون ولري .

هغه همدا راز د ادارو مسؤلینو ته هم سپارښتنه وکړه،چې په اونۍ کې یوه ورځ دوی هم په علني ډول د خپلو ټولو مامورینو سره یو ځای د ولسونو ستونزې واوري او ورته د حل لازمې لارې چارې ومومي .

د داعش يو غړی او يو غل ونيول شول.

د ننګرهار ولايت پچير اګام ولسوالۍ کې پوليسو يو تن داعش وسله والې ډلې سره د تړاو او بل تن د سره رود ولسوالۍ ډرونټې سيمه کې دیو دیرش زره افغانیو او شپږزره پنځه سوه پاکستانۍ کلدارو دغلا په تور نیولي، چې اوسمهال تر پوښتنو لاندې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پوليسو له دې وړاندې هم يو شمېر وسله وال مخالفين او غله نيولي عدلي او قضايي ارګانونو ته يې د قانوني کړنې په موخه سپارلي دي.

دوه وسله وال مخالفين ووژل شول.

د ننګرهار اچين ولسوالۍ اړوند باندر سيمه کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د منګل باغ د ګروپ دوه غړي عبدالله او عبدالمالک، چې د خيبر ايجنسۍ اوسيدونکي دي ووژل شول.

دغه راز په ورته وخت کې ملي امنيت موظفينو د کامې ولسوالۍ سربند سيمه کې يو ماين، چې د وسله والو طالبانو له لوري ځای پر ځای شوی و مخکې له چاودنې کشف او لمنځه يوړه، چې په لمنځه وړلو سره يې د يوې لويې پېښې مخنيوی تر سره شو

شپږ تنه طالب وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته.

د ننګرهار ولايت بټي کوټ ولسوالۍ اړوند تکې په سيمه کې تېره ورځ شاوخوا دوه بجې او لس دقيقې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د وسله والو طالبانو يو سرګروپ مولوي عبدالرحمن کوچی ووژل شو او د ده د ګروپ پنځه تنه غړي ټپيان شول.

په دغه برید کې د مولوي عبدالرحمن يو عراده موټر هم تخريب شوی دی

په ننګرهار کې د بدمنتون لوبې فدراسیون په فعالیت پیل کوي .

د ننګرهار بدني روزنې امر شاهدالله ساپی وایي له یو شمېر مسؤلینو سره یې خبرې اترې ترسره کړي،چې په ترڅ کې یې ډاډ تر لاسه کړی،چې ډیر ژر به په دغه ولایت کې د بدمنتون لوبې فدراسیون فعاله کړي .

د بدمنتون لوبه په لومړي ځل په هندوستان کې رامنځته شوې، له هماغه ځایه انګلستان ته انتقال شوې، چې لومړنۍ سیالي یې په ۱۸۷۰ م کال په انګلستان هېواد کې ترسره شوه.

یادونه: ددې لوبې لوبغاړي او مینه وال کولای شي، چې خپل ځانونه د ننګرهار بدني روزنې امریت سره ثبت او راجستر کړي

په ختيځ زون کې د پوليسو روزنيز مرکز د اتل شهيد پاسوال زړور زاهد په نوم ونومول شو .

د کورنيو چارو وزارت ارشد امنيتي معين ستر پاسوال عبدالرحمن رحمن او ورسره پلاوي په ختيځ زون کې د پوليسو روزنيز مرکز د پټۍ په پريکولو سره د اتل شهيد پاسوال زړور زاهد په نوم ونوموه .

په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د دوه سوه دوه شمشاد ساحوي زون قوماندان مل پاسوال خير محمد تيمور ، ننګرهار امنيې قوماندان مل پاسوال سيد ګل اقا روحاني ، د څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين ، ملي امنيت رئيس بريد جنرال داد محمد حريفي ، د عامه نظم لوا قوماندان مل پاسوال نصيراحمد ساپي ، د لومړي نمبر سرحدي لوا قوماندان سمونوال محمد ايوب حسين خېل ، د ولايتي شورا يو شمېر غړو ، د اتل شهيد زړور زاهد ورور حاجي پښتون او يو شمېر نورو ګډون کړی و.

د کورنيو چارو وزارت ارشد امنيتي معين ستر پاسوال عبدالرحمن رحمن دهېواد ټولو شهيدانو په ځانګړي ډول اتل شهيد زړور زاهد پاک روح ته د دعالاسونه لپه کړل او دڅښتن تعالی ج له دربار څخه يې ورته دجنت فردوس غوښتنه وکړه .

نوموړي دشهيد زړور زاهد ترسره کړي فعاليتونه ، ميړانه ، اتلولي او زړورتوب وستايه ، چې په وينا يې تل يې خپله دنده په صداقت ترسره کوله.

د کورنيو چارو وزارت ارشد امنيتي معين په ننګرهار کې د ګډو امنيتي ځواکونو قربانۍ وستايلې ، چې په خبره يې دامنيت په ټينګښت ، اودهېواد ددښمنانو په ځپلو او له منځه وړلو کې دپام وړ فعاليتونه ترسره کړي دي.

په ورته وخت کې ستر پاسوال عبدالرحمن رحمن او ورسره پلاوي د اتل شهيد زړور زاهد روزنيز مرکز کې له پوليسو څخه په داسې حال کې ليدنه وکړه ،چې په يو عسکري نظام ترتيب شوي و.

د ولايتي شورا غړي اسرار الله مراد د خبرو پر مهال په دې خوښي ښکاره کړه ،چې د پوليسو روزنيز مرکز د شهيد زړور زاهد په نوم ونومول شو او هم يې د شهيد زړور زاهد ترسره کړي فعاليتونه د قدر وړ ياد کړل ، چې په وينا يې تل يې له ګډو امنيتي ځواکونو سره په همغږۍ په ميړانه دنده ترسره کوله.

مراد دغه راز د کورنيو چارو وزارت ارشد امنيتي معين ته يو لړ وړانديزونه وکړه ،چې د نوموړي له لوري د حل ډاډ ورکړل شو

ولایت مرستیال د شهید انګیزې شینوارې لیسې د تدریسي بهیر ترڅنګ د یادې لیسې د احاطې دیوال له چارو څخه لیدنه وکړه .

د ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال د شهيدې انګيزې شينوارې لېسې د درسي بهير د ارزونې پر مهال وويل هڅه کوي چې د پوهنې رياست په ملتيا پدې ولايت کې د پوهنې بهير د پياوړتيا په موخه زده کوونکو ته لازمې اسانتياوې برابرې کړي.

د ولايت مرستيال له ټولګيو نه د ليدنې پرمهال د ياد ښوونځي وړ او بااستعداده زده کونکي په ډاليو ووياړل.

بل پلو د ولايت مرستيال د شهيدې انګيزې شينوارې د ښوونځي د احاطې ديوال دجوړولو کار چې پخوا يې کارونه د يو شمېر ستونزو له امله دريدلي و دا مهال د مجبوراباد سيمې د قومي مشرانو او د پوهنې رياست د مسولينو په ملتيا يې کارونه پيل شو ليدنه وکړه.

د پوهنې رئيس پوهندوی الله داد اسماعيلزي په وينا د يادې ستونزې له امله د شهيدې انګيزې شينوارې ليسې د احاطې ديوال او د درسي خونو جوړولو چارې ټکنۍ شوی وې.

د اسماعيلزي په وينا په پام کې لري ، چې د يادې ليسې د زده کوونکو د ستونزو د هوارۍ په موخه د لنډمهال له پاره خيمې ورکړي او هڅه کوي چې په نږدې راتلونکي کې ورته د ودانۍ جوړولو چارې پيل کړي.

د يادونې ده چې دامهال د شهيدې انګيزې شينوارې ليسه کې په يوه وخت کې درې زره پنځه سوه نجونو ته د شپږ څلويښت ښوونکو له خوا په داسې حال کې تدريس کيږي چې يوازې شپاړس درسي خونې لري او پاتې زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.

ننګرهار والي مسؤلینو ته په دغه ولایت کې د نړیوال اسلامي پوهنتون د چارو د ګړندیتوب لارښوونه وکړه .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د مرغومې په ۵ مه د بېلابېلو مسؤلینو د ناستې پر مهال لارښوونه وکړه،چې په دغه ولایت کې د نړیوال اسلامي پوهنتون د احاطې او نورې چارې ګړندۍ کړي .

دغه ناسته چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه،په کې د ولایت مرستیال، ولایتي شورا مرستیال،پوهنتون ادارې مسؤلینو، د فتر،سکتوري خدمتونو،ښار جوړونې او ځمکې پېژندنې ادارو رئیسانو،د روداتو ولسوالۍ مسؤلینو او ګڼ شمېر نورو ګډون کړی و.

مسؤلینو په دغه ناسته کې د اسلامي پوهنتون د چارو پر وړاندې شته ستونزې او د حل لازمې لارې چارې شریکې کړې .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل اړونده مسؤلینو ته لارښوونه وکړه،چې ژر تر ژره د نقشې مطابق په دغه ولایت کې د اسلامي نړیوال پوهنتون د ځمکې د انتقال موضوع پای ته ورسوي .

نوموړي همدا راز سپارښتنه وکړه،چې د یاد پوهنتون د احاطې او نورې چارې دې په ګړندۍ ډول ترسره شي او د روداتو ولسوالۍ مسؤلینو ته یې د چارو د ترسره کولو پر مهال د خوندي امنیت ساتلو او په ياده سيمه کې د دولتي ځمکو غصب مخنيوي لارښوونه وکړه.

د دغه ناستې په ترڅ کې پرېکړه وشوه،چې د یادې ناستې په ترڅ کې جوړه شوې کمیټه به هر اونۍ د نړیوال اسلامي پوهنتون د چارو څخه څارنه کوي او د ستونزو د حل په برخه کې به لازم اقدامات ترسره کوي .

ننګرهار والي مسؤلینو ته د ښارګوټو اړوند ستونزو د حل په موخه د یوې منظمې او وروستۍ طرحې د وړاندې کولو امر وکړ.

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د مرغومې په ۵ مه د ولایت مرستیال،یو شمېر رئیسانو،روداتو،بهسود او سره رود ولسوالیو مسؤلینو او یو شمېر نورو سره په لیدنه کې امر وکړ،چې په دغه ولایت کې د ټولو ښارګوټو ستونزو د حل په موخه یوه منظمه طرحه جوړه کړي .

دغه ناسته چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه،په کې د ولایت مرستیال ، دفتر،سکتوري خدمتونو او ښار جوړونې رئیسانو، سره رود،بهسود او روداتو ولسوالانو،امنیتي مسؤلینو،ښاروالۍ مرستیال، ځمکو خپلواکې ادارې مشر او یو شمېر نورو ګډون کړی و.

په دغه ناسته کې مسؤلینو په ښارګوټو کې د ترسره شوې غصب او نورو شته ستونزو د حل په موخه بېلابېل وړاندیزونه وکړل .

سلاکار وزیر او ننګرهار والی محمد ګلاب منګل د ولایت مرستیال محمد حنیف ګردیوال په مشرۍ د سره رود،بهسود او روداتو ولسوالانو،امنیې قوماندانانو او ښاروالۍ مسؤلینو ته دنده وسپارله،چې د ښارګوټو ستونزو دحل په موخه له نوموړې سره وروستۍ طرحه شریکه کړي،ترڅو له هغې وروسته پرې عملي اقدامات وشي .

نوموړي مسؤلینو ته جدي سپارښتنه وکړه،چې د ټولو دندو ترڅنګ د ښارګوټو ستونزو د حل موضوع ته لومړیتوب ورکړي او په دغه برخه کې ټولو سرغړونکو سره تر ټولو سخت قانوني چلند وکړي .

ننګرهار والي وایي د سپین غر ولسوالۍ د رسمي کېدو په اړه ګړندۍ هلې ځلې ترسره کوي .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د مرغومې په ۵مه د سپین غر ولسوالۍ د یو شمېر قومي مشرانو سره د لیدنې پر مهال وویل،د یادې ولسوالۍ د رسمي کېدو په اړه ګړندۍ هلې ځلې ترسره کوي .

دغه لیدنه چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه،د سپین غر ولسوالۍ مخورو په یاده ولسوالۍ کې د داعش ځپلو په موخه د عملیاتو ترسره کېدو غوښتنه وکړه،ترڅو کډوالې شوې کورنیو ته یو ځل بیا پخپلو سیمو کې د هوسا اوسیدو زمینه برابره شي .

یادو مشرانو همدا راز د اچین ولسوالۍ څخه د لرګیو په را لیږد هم د بندیدو غوښتنه وکړه،ترڅو شته غرنیز ځنګلونه د لمنځه تللو څخه وژغورل شي .

مشرانو نیوکه وکړه،چې ولسوالۍ یې نږدې ۲ سوه زره نفوس لري خو د کلونو راهیسې د ولسوالۍ د رسمي کېدو چارې نیمګړې پاتې دي .

سلاکار وزیر او ننګرهار محمد ګلاب منګل د داعش پر وړاندې د شینوارو د قومونو په ځانګړي ډول د سپین د مخورو د اقداماتو قدرداني وکړه .

هغه ډاډ ورکړ،چې د سپین غر ولسوالۍ د رسمي کېدو چارو لپاره به ګړندۍ هلې ځلې ترسره کړي او همدا راز ډیر ژر به د عملیاتو د ترسره کېدو او نورو ستونزو د حل په موخه د چارواکو او د سیمې ولسونو سره ځآنګړې ناستې ترسره کړي .

نوموړي د یادو مخورو څخه غوښتنه وکړه،ترڅو په یاده ولسوالۍ کې د خپلو امنیتي منسوبینو څخه ملاتړ وکړي او پخپلو سیمو کې مخالفینو ته د ځای نه ورکولو په ترڅ کې خپلې سیمې امن وساتي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *