په ننګرهار کې ۲۳ داعشیان ووژل شول

۲۷/۴/۱۳۹۵
د ننګرهار ولایت په کوټ او نازیانو ولسوالیو کې د تېرو څلرویشت ساعتونو په ترڅ کې د یو مهم قوماندان په ګډون ۲۳ داعشیان وژل شوي او د دوی ګڼ شمېر مهمات او وسلې لمنځه تللي دي
د نازیانو ولسوالۍ په سپینی ژی سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د هوایي برید په ترڅ کې د یو مهم قوماندان په ګډون ۱۵ داعشیان وژل شوي دي
همدا راز د کوټ ولسوالۍ د لاغړ جوی په سیمه کې هم د بهرنیو ځواکونو له لورې د داعشیانو پر یو پټنځای هوایي بریدونه شوي،چې په ترڅ کې اته داعشیان وژل شوي او د دوی ګڼ شمېر وسلې او مهمات لمنځه تللي دی
په ترسره شوو بریدونو کې بل چاته کوم زیان نه دی اوښتی

—————————-

د جلال اباد ښار د نظم او پاکۍ کمپاین پیل شو

۲۷/۴/۱۳۹۵
د جلال اباد ښاروالۍ له لورې د جلال اباد ښار د پاکۍ او ښاري نظم د برابرولو په موخه کمپاین پیل شو
جلال اباد ښاروال حمیدالله افغان وایي دغه کمپاین به تر هغې دوام وکړي،ترڅو چې جلال اباد په بشپړ ډول پاک او ښاري نظم برابر شوی نه وي
نوموړي له ښاریانو هم وغوښتل چې د دغه کمپاین پر مهال د ښاروالۍ کارکوونکو سره مرسته وکړي

——————————–

د تورخم له لارې نږدې ۵ سوه کورنۍ را ستنې شوي دي

۲۷/۴/۱۳۹۵
د ننګرهار ولایت تورخم ښارګوټې له لارې د تېرو پنځوس ورځو په ترڅ کې نږدې ۵ سوه کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي دي
د معلوماتو له مخې په یاده موده کې ۸۳۷ هغه کسان د پاکستاني منسوبینو له لورې تر نیول کیدو وروسته په تورخم ښارګوټې کې کډوالو چارو ادارې ته سپارلي،چې له ځآن سره یې قانوني اسناد نه درلودل
د ننګرهار کډوالو چارو ادارې له لورې د ټولو را ستانه شوو کډوالو او را لیږدول شوو کسانو سره د نغدي او خوراکي توکو مرستې ترسره شوي دي
له یادو کورنیو څخه یې زیات شمېر په ننګرهار او نورې د هېواد بېلابېلو سیمو ته ستنې شوي دي

———————————–

پوهندوی محمد زبیر نورمل د اقتصاد پوهنځي د رئیس په توګه وټاکل شو

۲۷/۴/۱۳۹۵
د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد پوهندوى محمد زبير نورمل د نوموړي پوهنځي د نوي رئيس په توګه له ټاکل کېدو وروسته رسماً د پوهنتون د رئيس پوهندوى ببرک مياخېل له خوا د اړوند پوهنځي استاذانو او اداري کارکوونکو ته وروپېژندل شو
په هغه غونډه کې له همدې امله د اقتصاد په پوهنځي کې جوړه شوې وه، د ننګرهار پوهنتون د رئيس، علمي چارو، محصلانو چارو او د مالي او اداري چارو مرستيالانو سربېره پکې د بېلابېلو پوهنځيو رئيسانو، استاذانو او اداري کارکوونکو برخه لرله

—————————–

د وسله والو طالبانو یو ډلمشر له یو بل غړي سره د سولې پروسې سره یو ځآی شول

۲۷/۴/۱۳۹۵
ننګرهار ولایت د غني خیلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو د اوه کسیزې ډلې مشر قاري محمد حسین د خپل یو بل ملګري سره د پولیسو د هلو ځلو په ترڅ کې له جګړې لاس واخیست او د سولې پروسې سره یو ځای شو
یادو کسانو چې د جلال اباد ـ تورخم لویې لارې په مربوطاتو کې یې ترهګریزې کړنې ترسره کولې، له ځآن سره یو میل کلاشینکوف او نور ګڼ شمېر مهمات هم د بې وسلې کولو پروګرام ته وسپارل

د کورنیو چارو وزارت امنیتی معین په ننګرهار کې د یو شمېر امنیتي منسوبینو سره ناستې وکړې

۲۷/۴/۱۳۹۵
د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین لوی پاسوال عبدالرحمن رحمن ننګرهار ته د راتګ پر مهال د سرحدي پولیسو، عامه نظم او یو شمېر نورو منسوبینو له مسؤلینو سره په بېلابېلو ناستو کې د دغه ولایت د امنیتي وضعیت په اړه وروستي معلومات تر لاسه کړل
همدا راز د دغه ناستو پر مهال منسوبینو د کورنیو چارو امنیتي معین ته په بېلابېلو برخو کې خپل وړاندیزونه هم وکړل

د جمهور رئیس امر پر ځای کولو په موخه د مخالفینو د ځپلو او د لازیاتو اقداماتو لارښوونه وشوه

۲۷/۴/۱۳۹۵
ننګرهار والي سلیم خان کندوزي امنیتي منسوبینو ته لارښوونه وکړه،چې د جمهور رئیس امر پر ځای کولو په موخه په دغه ولایت کې د مخالفینو د ځپلو لپاره لا زیات هوایي او ځمکنی ځواک وکاروي
جمهور رئیس محمد اشرف غني په ۲۰۱ سيلاب قول اردو کې امنيتي منسوبینو ته امر وکړ،چې داعشیانو او وسله والو طالبانو جرړې وباسي
ننګرهار والي سلیم خان کندوزي په مشرۍ د چنګاښ په ۲۷مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د نظامي شورا غونډه جوړه شوې وه،چې په کې بېلابېلو امنیتي منسوبینو ګډون کړی و.
نوموړي د دغه غونډې په ترڅ کې منسوبینو ته لارښوونه وکړه،چې د نوې روحیې او تکتیک له مخې د جمهور رئیس امر د پر ځای کولو په موخه د داعشیانو د جرړو ویستلو لپاره هوایي او ځمکني سخت بریدونه ترسره کړي
ښاغلي کندوزي همدا راز امنیتي منسوبینو ته ډاډ ورکړ،چې د امنیتي منسوبینو او ولسونو سره د ښې همغږۍ په موخه یې په ولسوالیو کې بدلونونه او نوې ګمارنې پیل کړي او هیله یې څرګنده کړه،چې دغه چاره به د امنیت تامین او حکومتدارۍ پیاوړتیا باندې مثبت تاثیر وکړي
ننګرهار والي د دغه غونډې په ترڅ کې په جلال اباد ښار کې د بې پلیټه او تورو ښیښو لرونکو موټرو ، غېرې مسؤله وسله والو او پر موټر سایکل د دوو کسانو پر ګرځیدو د مخنیوي په موخه د پیل شوي کمپاین پر دوام ټینګار وکړ
د نظامي شورا په غونډه کې پر مهمو امنیتي موضوعاتو د بحث ترڅنګ پر یو شمېر ولسوالیو کې د مخالفینو د ځپلو په موخه د هوایي او ځمکني بریدونو د ترسره کولو پرېکړې وشوې

په ننګرهار کې د شهیدو منسوبینو کورنۍ غړو سره د ۱۶ میلیونه افغانیو نغدي مرسته وشوه

۲۷/۴/۱۳۹۵
په ننګرهار ولایت کې د کورنیو چارو وزارت اړوند د شهیدو منسوبینو اتیا کورنیو غړو سره د ۱۶ میلیونه افغانیو نغدي مرسته وشوه،چې هرې کورنۍ ته استوګنې نمرو د جوړولو په موخه دوه ، دوه سوه زره افغانۍ ورکړل شوې
د شهیدو منسوبینو کورنیو ته دغه مرسته د چنګاښ په ۲۷مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د ننګرهار والي او په دغه ولایت کې د میشتو لوړ پوړو امنیتي منسوبینو له لورې ورکړل شوه
ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د مرستې ورکړې وړاندې د شهيدو منسوبينو کورنۍ غړو ته د فاتحې مراسم تر سره، شهيدانو ته يې د فردوس جنت او کورنۍ غړو ته يې د تسليت مراتب وړاندې کړل
نوموړي وویل: « تاسو هغه کورنۍ یاستئ، چې خپل اولادونه مو د هېواد څخه د دفاع په موخه چمتو او بالاخره له هېواده يې ځانونه قربان کړل
هغه هیله څرګنده کړه، چې نور په هېواد کې د بدبختۍ او وينې تويدو ټغر ټول شي
ننګرهار والي د شهیدانو کورنیو غړو ته ډاډ ورکړ،چې حکومت په ټولو امتیازي برخو کې دوی لومړیتوب ورکوي
هغه همدا راز د شهيدانو کورنيو سره د ليدنې پرمهال د دوی يو شمېر ستونزې هم واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *