ولسونو په هسکه مینه ولسوالۍ کې پر دایمي امنیت تامین کولو ټینګار وکړ.

ننګرهار ولایت د هسکې مینې ولسوالۍ ولسونو د مسؤلینو څخه غوښتنه وکړه،ترڅو په یاده ولسوالۍ کې تر هرڅه وړاندې دایمي امنیت تامین کړي او په دغه برخه کې د همکارۍ ډاډ هم ورکړ.

ولسونو دغه غوښتنې د زمري په ۱۷مه د یادې ولسوالۍ په امنیه قوماندانۍ کې د جوړې شوې غونډې پر مهال چې د ننګرهار والي، سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې سرپرست رئیس، د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر او ګڼ شمېر نورو په کې ګډون کړی و.

د هسکې مېنې ولسوال ساز ولي ډاډ ورکړ،چې د دغه ولسوالۍ ولسونه پر یو غږ د خپلو امنيتي ځواکونو د کړنو بشپړ ملاتړ کوي او ولسونه د خپل نظام بشپړ حمایت ته چمتو دي.

ننګرهار والي سليم خان کندوزي وويل،داعش وسله والې ډلې د هسکې مېنې پر بې وزله وګړو ظلمونه ترسره کړل او د دغه ولسوالۍ هر بچي د دغه ظلمونو له امله قربانۍ ورکړې .

نوموړي زیاته کړه،د وسله وال پوځ د هوايي او ځمکني بريدونو پر مټ او د ولسونو په بشپړې همکارۍ سره د دغه ظالم دښمن غرور مات او هغه سيمې، چې دوی پکې مرکزونه در لودل،پاکې شوې .

هغه وایي ،د مرکزي حکومت د شوو ژمنو له مخې په پاکو شوو سیمو کې د تلپاتې ثبات په موخه بنسټيزې پروژې پیل کیږي .

ده زیاته کړه، د هسکې مینې ولسوالۍ ترڅنګ به په کوټ، نازیان او اچین ولسوالیو کې د پاکو اوبو څآه ګانې، سربندونه، زراعت پياوړتيا، اصلاح شوي تخمونو مرستې او نورو برخو کې کار وکړي .

د هسکې مېنې ولسوالۍ قومي مشرانو د خبرو پرمهال د ننګرهار والي د ښې رهبرۍ او سکتوري وزارتونو ترڅنګ د قبایلو او سرحدونو چارو وزير څخه مننه وکړه، چې د هسکې مېنې ولسوالۍ د ولسونو د ستونزو او پروژو د پيل ډاډ یې ورکړ.

دوی غوښتنه وکړه، چې د هسکې مېنې ولسونه بنيادي امنيت غواړي او ډاډ يې څرګند کړ، چې ټول ولسونه د وسله وال پوځ هر ډول ملاتړ او همکارۍ ته چمتو دي .

د هسکې مینې ولسوالۍ ولسونو وویل،د دغه ولسوالۍ جګړه ځپلو خلکو سره دې په هره برخه کې همکاري او مرستې ترسره شي .

دوی همدا راز غوښتنه وکړه، چې سيمه ييز پولیس دې د وسله وال پوځ په څېر په درنو او سپکو وسلو سمبال شي.

د قومونو او سرحدونو وزير محمد ګلاب منګل وويل، د ولسونو په غوښتنه د ولسمشر د حکم له مخې د ننګرهار په سرحدي ولسواليو کې د داعش د لمنځه وړلو په موخه قهر سيلاب په نوم عملیات پيل شوي، ترڅو د داعش وسله والې ډلې له ولسواليو څخه وباسي.

ده وويل، ولسمشر پوځ ته امر کړی،ترڅو د جګړې پر مهال د ملکي وګړو ژوند ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

هغه ولسونو څخه وغوښتل، چې د خپلو پلرونو او نيکونو په څېر د قومي پرېکړو له مخې د خپلې سیمې ساتنه وکړي او داعش وسله والې ډلې څخه خپل ولسونه په امن کې وژغوري.

د منګل په وینا داعش ډله د ولسونو سوکاله ژوند او امنيت لپاره هيڅ بر نامه نلري، يواځې د ولسونو وژل او د هېواد تخريبات يې ځانګړی پروګرام دی.

د سکتوري وزارتونو شوې ژمنې عملي کول جګړه ځپلو سیمو کې ثبات راولي .

ننګرهار والی وایي د سکتوري وزارتونو له لورې د شوو ژمنو عملي کولو په ترڅ کې به د شینوارو په ولسوالیو کې دایمي ثبات ته زمینه برابره شي .

نوموړي دغه څرګندونې د زمري په ۱۷مه د دغه ولایت د هسکې مینې ولسوالۍ په مقام کې د خبري کنفرانس پر مهال وکړې .

په دغه کنفرانس کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس نادریما، د قبایلو او سرحدونو چارو وزیر،امنیه قوماندان زړور زاهد او د ملي امنیت رئیس ګډون کړی و.

ننګرهار والي سليم خان کندوزي وويل،د پیل شوو قهر سیلاب عملیاتو په ترڅ کې په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د داعش مرکزونه لمنځه وړي او ډيری سيمې يې د داعش وسله والې ډلې له شتون څخه پاکې کړي،خو دغه عملیات لا هم دوام لري .

نوموړي زیاته کړه،په ولسواليو کې د قومونو ترمنځ د شورا جوړول او عملياتو پرمهال د جګړه ځپلو کورنیو سره مرستې ترسره کول یې د عملیاتي پلان له لومړۍ برخې څخه دي .

هغه وایي له عملياتو وروسته په کوټ،هسکه مینه، نازیانو او اچین ولسوالییو کې د ثبات رامنځته کولو په موخه جګړه ځپلو ولسونو سره مرستې،په ولسواليو کې دولتي تاسيساتو، جګړه ځپلو ولسونو کورنه ، ښوونځي او کلينيکونه جوړول یې د نورو پلانونو څخه دي .

والي ډاډ ورکړ،د يادو څلورو ولسواليو د ثبات په موخه شپږو سکتوري وزارتونو سلګونه ميليونه افغانيو په لګښت ګڼو پروژو د پيل کېدو ژمنې کړې او دغه د عملي کیدو په ترڅ کې په یادو ولسوالیو کې د دایمي ثبات رامنځته کیدای شي .

د سرحدونو او قبایلو چارو وزير ګلاب منګل د سرتېرو له قهرمانیو څخه ستاینه وکړه او د یادو څلور ولسوالیو د ولسونو څخه یې مننه وکړه، چې د خپل وسله وال پوځ ترڅنګ د داعش ظالمې وسله والې ډلې په مقابل کې په لوړ مرال سره ودريدل.

هغه وویل، ننګرهار ته يې د ولسمشر په لارښوونه سفر کړی، ترڅو د داعش ډلې څخه د پاکو شوو سیمو ولسونو سره سکتوري وزارتونه پخپلو برخو کې ژمنې وکړي .

نوموړي ډاډ ورکړ،چې تر عملياتو وروسته به په يادو سیمو کې سيمه ييز پوليس ځای پر ځای او د دايمي ثبات په موخه به پرمختيايي پروژې پيل کړي.

د ملي امنيت رييس برید جنرال داد محمد حريفي وويل، د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې د ګډو امنيتي ځواکونو عمليات په لوړ مرال سره روان دي او ګڼ شمېر مهمو قوماندانانو په ګډون ګڼ شمېر داعش وژل شوي .

هغه زیاته کړه، د داعش وسله والې ډلې سره د منځنۍ اسیا او ګاونډي استخباراتو سره یو شمېر ناپوهه افغانان هم ملګري و.

د سنګرونو سربازانو او داعش ځپوونکي ځواکونه څخه ستاینه وشوه .

ننګرهار ولایت د هسکې مینې ولسوالۍ په دنګو غرونو کې لوړ پوړو مسؤلینو د سنګرونو سربازان او داعش ځپوونکي ځواکونه وستایل او د دوی سره یو ځای یې ملي بېراغونه پورته او لا یې د دوی په زړونو کې ملي روحیې را ژوندۍ کړې .

ننګرهار والي سلیم خان کندوزی،د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محمد ګلاب منګل،د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې سرپرست رئیس نادر یما، مرستیال وزیرانو،امنیتي منسوبینو، د بېلابېلو ادارو مسؤلینو او ګڼ شمېر نور د هسکې مینې ولسوالۍ لرو پرتو سیمو ته ولاړل او د قهر سیلاب عملیاتو د ترسره کوونکو،د سنګرونو سربازانو او داعش ځپوونکو ځواکونو ستاینه یې وکړه .

ننګرهار والي سلیم خان کندوزي په پوستو کې ټولو میشت سرتېرو ته نغدي ډالۍ ورکړې،د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محمد ګلاب منګل سرتېرې په ستاینلیکونه ونازول او له هغې وروسته ټولو سرتېرو ته د ولایت مقام له لورې برابر شوې ملي بېراغونه ډالۍ شول .

مېړنو سرتېرو ملي بېراغونه په لاس ، د غرونو په سرونو کې ملي نغمو ته ملي اتڼ وکړ.

یادو مسؤلینو خوښي څرګنده کړه،چې سرتېرې په بشپړ تجهیزاتو اکمال دي، له ځآن سره توپونه او نورې درنې وسلې لري،چې په ترڅ کې داعش له ماتې سره مخامخ کړی دی .

د هسکې مېنې شاوخوا ۵ سوه جګړه ځپلو کورنيو سره اړينې مرستې تر سره شوې

دغه مرستې، د زمري په ۱۷ د هسکې مېنې ولسوالۍ په انګړ کې د ننګرهار والي سليم خان کندوزي، سرحدونو او قبالو چارو وزير محمد ګلاب منګل، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې سرپرست رئیس نادریما او نورو مسؤلینو لخوا په اړمنو کورنيو وويشل شوې.

ننګرهار والي سليم خان کندوزي وويل،دغه مرستې د حکومت د هغې ژمنې له مخې تر سره کيږي ، چې د ولسونو سره يې د عملياتو وړاندې کړې وې.

نوموړي زیاته کړه، په دغو مرستو کې غوړي، غنم، خېمې، د اشپز خانې او نور اړین توکې شامل دي،چې شاوخوا پنځه سوو بې ځآیه شوو او اړمنو کورنیو ته ورکول شوې .

هغه وایي، دا لومړنۍ مرسته ده، چې د هسکې مېنې ولسوالۍ هغو خلکو سره تر سره کيږي، چې د داعش له لوري زيانمن شوي دي.

والي ډاډ څرګند کړ، چې د هسکې مېنې ولسوالۍ د بې ځايه شوو کورنيو، شهيدانو کورنیو او ټپيانو سره به مرستې په خپل وخت ترسره شي .

 د کوټ ولسوالۍ په کلیوالي دیرو کې له اوږده ځنډ وروسته یو ځل بیا د لوړ پوړو چارواکو کوربتوب وشو.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې سرپرست رئیس نادریما،د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محمد ګلاب منګل،ننګرهار والي سلیم خان کندوزی، د بېلابېلو وزارتونو مرستیال وزیران، د ننګرهار د یو شمېر ادارو مسؤلین، ملي امنیت رئیس او یو شمېر نورو د هسکې مینې ولسوالۍ ته د سفر وروسته کوټ ولسوالۍ ته ولاړل .

د هسکې مینې څخه کوټ ولسوالۍ ته پر غځیدلې لاره شنو فصلونو او غرنیزو منظرو زړونو ته ټکور ورکاوه او د نورو ترڅنګ د کوچنیو ماشومانو هر کلی هغه څه و،چې د کورنیو د خوښیو ښکارندویې کوله.

پر غځیدلې لویه لاره د داعش وسله والو له لورې پر بمونو الوزول شوو پلچکونو او په بې رحمه ډول د بې ګناه انسانانو په شهادت رسولو د قصاب خانې په نوم مشهورې شوې سیمې لیدلو د ولسونو او مسؤلینو پر زړونو کې یو ځل بیا د داعش د بې رحمه ظلمونو انځور جوړو .

د دغه انځور د لمنځه وړلو او ولسونو ته د حوصلې ورکولو په موخه مسؤلین له کلونو ځنډ وروسته د کوټ ولسوالۍ د سید احمد خیلو په سیممه کې پر یوه کلیوالي دیره کې را ټول او د سیمې د سپین ږیرو په زړونو کې له درد ډکې خبرې واوریدې .

مشرانو وویل، د کوټ ماشومان لا هم د داعش د ترسره شوو ظلمونو له امله په خوبونو کې ویریږي .

دوی زیاته کړه، دغه ډلې ماشومان، مېرمنې، قومي مشران، سپين ږيري، ديني عالمان او ځوانان په بې رحمه ډول په شهادت رسول خو د کورنۍ نورو غړو یې د بې وسې له امله یواځې د دردونو ډکې نندارې کولې.

مشرانو د ننګرهار والي ښې رهبرۍ ، د وسله وال پوځ قربانۍ او سرښندنې وستايلې، چې د کوټ ولسونه یې د داعش وحشت ناکه ظلمونو څخه خلاص کړل .

دوی وویل،اوسمهال په کوټ ولسوالۍ کې په بشپړ ډول امنيت تامين دی، ولسونه خپل روزګار کوي،هغه حجرې او هغه جوماتونه، چې داعش د ظلمونو له لاسه تړل شوي و،په ډاډمنه فضاء کې لمانځه لپاره جومات ته ځي، حجرې بېرته ابادې شوې، ښوونځي او کلینيکونه مو د ولسونو پرمخ د پرانستلو په حال کې دي .

د قومونو او سرحدونو چارو وزير محمد ګلاب منګل او ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د کوټ ولسونو څخه مننه وکړه، چې د امنيت په تامين کې يې د وسله والو ځواکونو سره برخه واخيسته.

نوموړي پر دې خوښي څرګنده کړه، چې د کوټ په ولسوالۍ کې بشپړ امنيت تامين او سيمه د داعش وسله والو څخه پاکه شوېده.

ده ژمنه وکړه، چې د مرکزي حکومت شوې ژمنې به په عملي ډګر کې کوټ، نازيانو، اچين او هسکې مېنې کې پیل کړي او همدا راز د ولسونو د غوښتنو له مخې به د ثبات په موخه ګڼې پروژې پيل کړي.

څلور دیرش داعش وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته .

ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په مربوطاتو کې د تېرو څلرویشت ساعتونو په ترڅ کې د هوایي او ځمکنیو بریدونو له امله ۲۱ داعش وسله وال ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان شول .

په دغه بریدونو کې ملکي وګړو او امنیتي منسوبینو ته کوم زیان نه دی اوښتی

د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د قهر سيلاب په نوم پيل شوي عمليات په برياليتوب سره دوام لري.

په اچين ، کوټ او هسکې مېنې ولسواليو کې د قهر سيلاب په نوم پيل شوي عمليات په برياليتوب سره دوام لري.

د څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين ،چې د يادو عملياتو مشري يې په غاړه ده په عملياتو کې له شاملو ګډو امنيتي ځواکونو مننه وکړه ،چې په پوره همغږۍ سره يې دوښمن ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی دی.

سنګين وايي: د ترسره شويو عملياتو په ترڅ کې يو شمېر کلي د داعش ډلې له شتون څخه پاک شوي او يو شمېر وسله او مهات هعم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

په ترلاسه شوې وسله او مهماتو کې دوه ميله راکټ انداز، دوه ميله نوره بېلا بېل ډوله وسله ، د دوه اتيا ملي متري توپ دوه ګولۍ ،د بېلا بېل ډوله وسلې اته سوه فيره مرمۍ ، د داعش ډلې دوه ويشت جوړې لباسونه ، سل جلده جعلي تذکرې ، لس جوړه بوټونه او نور بېلا بېل توکي شامل دي.

دغه راز د عملياتو پر مهال يو عراده موټر او موټر سايکل ، چې چاوديدونکي توکي پکې ځای پر ځای شوي و سربېره پنځلس کړي ماينونه کشف او لمنځه وړل شوي دي.

په ترسره شوو عملياتو کې ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دی اوښتی .

بې ځایه شوو کورنیو سره د غواګانو مرسته وشوه .

د ننګرهار کډوالو چارو رياست په هلو ځلو او د يونسيار خيريه ادارې په مالي او د HRO موسسې په تخنيکي همکارۍ دولس داخلي بې ځايه شويو کورنيو سره د غواګانو مرسته ترسره شوه.

د ننګرهارکډوالو چارو رئيس غلام حيدر فقيرزي وايي : يادې کورنۍ پدې وروستيو کې له خوګياڼو ، اچين او چپرهار ولسواليو څخه د ځينو ستونزو له امله راکډه شوي ،چې دا مهال د دې ولايت د سره رود ولسوالۍ اړوند غوچکو سيمه کې ميشتې دي.

د نوموړي په وينا له سروې وروسته هرې کورنۍ ته يوه ، يوه د شيدو غوا ورکول شوه .

فقيرزي زياته کړه د داخلي بې ځايه شوو کورنيو لپاره د غواګانو د ورکړې پروژه پدې ولايت کې د يونسيارخيريه ادارې په مالي همکارۍ د لومړي ځل لپاره پيل شوه.

دی وايي: له سروې وروسته به ورته نورو مستحقو کورنيو سره هم د شيدو د غواګانو مرسته ترسره شي .

پوليسو په ننګرهار کې دېرش زره د کلاشينکوف مرمۍ ترلاسه کړي

د ننګرهار امنيې قوماندانۍ د عامه اړيکو مسوول حضرت حسين مشرقيوال وايي: د سره رود ولسوالۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پوليسو د درونټې په سيمه کې په يو عراد فلانکوچ موټر کې دېرش زره اتيا فيره د کلاشينکوف مرمۍ کشف او ترلاسه کړي دي.

مشرقيوال وايي،د يادو مرميو په تور يې يو تن وارث نومی نيولی دی.

د امنيې قوماندانۍ د عامه اړيکو دفتر د خبرپاڼې له مخې،پوليسو په اچين ولسوالۍ کې درې تنه د شک لاندې نيولي دي.

بل لورته د کانال محافظ ټولي موظفينو د سره رود ولسوالۍ د غوچکو په سيمه کې يوتن د دولتي ځمکو د غصب په تور نيولی دی.

دغه راز پوليسو د مومندرې او هسکې مېنې ولسواليو په مربوطاتو کې دوه کړۍ ماينونه مخکې له چاودنې کشف او له منځه وړي او دغه راز يې په اچين ولسوالۍ کې پنځه عدده د پرسونل ضد ماينونه کشف او خنثی کړي دي.

د مور شيدو نړيواله اونۍ په ننګرهار کې ونمانځل شوه.

په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د مور نړيوالې اونۍ په وياړ د عامې روغتيا وزير رالېږل شوي پېغام د ننګرهار عامې روغتيا رياست د عامه تغذيې ولايتي مسول ډاکټر مقيم شاه مياخېل ولوست.

مياخېل وويل :ماشوم ته بايد د مور شيدي تر دوو کلونو پورې په مسلسل ډول ورکړل شي، څو صحتمند او غښتلي ووسي.

په غونډه کې د يونسف ادارې حوزوي مسول ډاکټر جبارخيل وويل: په ټولنه کې د مور شيدو ارزښت په اړه يو پيغام وړاندې کولو سره د دېرش ماشومانو د مړينې مخه نېول کېږې.

نوموړي وايي ددې ولايت په ټولو ولسواليو کې په ياده برخه کې عامه پوهاوي روان دي څو،خلک وهڅول شي،چې ماشوم ته تر ټاکلي نېټې پورې د مور شيدي ورکړل شي.

د عامې روغتيا مسولين وايي، د ماشوم تغذيې پرګرام سره اته شپېته سلنه د ماشوم مړينه کمه شوې ده .

د داعش څخه پاکو شوو ولسواليو کې د سلګونه میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پیل کیږي .

د هېواد د سکتوري وزارتونو مسؤلین وایي په هغه ولسوالیو کې چې د داعش څخه پاکې شوي،ډیر ژر به د تل پاتې ثبات په موخه د سلګونه میلیونه افغانیو په لګښت بېلابېلې پروژې پیل کړي .

دغه مسؤلینو د زمري په ۱۶مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د یوې مهمې غونډې په ترڅ کې یادې څرګندونې وکړې.

د قبایلو او سرحدونو چارو وزیر محمد ګلاب منګل په مشرۍ د مرکزي ادارې په دغه مسؤلینو کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې سرپرست،پېښو پر وړاندې د چمتوالې ادارې مرستیال، د عامې روغتيا، ټولګټوچارو، پوهنې، کليو پراختيا،کرنې او مالدارۍ او کډوالو چارو وزارتونو مرستیال وزیرانو او یو شمېر نورو ګډون کړی و.

ننګرهار والي سليم خان کندوزي د مرکزي ادارې څخه مننه وکړه، چې په غوښتنه يې د دغه ولایت د څلورو ولسوالیو پرمختیایي چارو لپاره بودیجه منظوره او د جګړه ځپلو ولسونو سره په تخریب شوي تاسیساتو جوړولو او نورو برخو کې مرستې ته یې چمتوالی وښود .

نوموړي د سکتوري وزارتونو څخه وغوښتل چې په يادو ولسواليو کې ژر تر ژره ټولګټې پروژې پيل او همدا راز له عملیاتو وروسته بېرته ستنيدونکو کډوالو سره په خپلو سيمو کې مرستې تر سره کړي.

هغه هیله څرګنده کړه،چې د ننګرهار په کوټ، اچين، هسکې مېنې او نازيانو ولسواليو کې به ډیر ژر د ثبات رامنځته کولو په موخه پرمختيايی پروژې پيل، مدرسې، جوماتونه، کورونه، کلينيکونه، ښوونځي، سړکونه او سربندونه چې د مخالفينو لخوا ويجاړ شوي د ولايتي او مرکزي ادارې پر مټ به په اساسي ډول ورغول شي.

ننګرهار والي همدا راز د کډوالۍ څخه را ستانه شوو کورنیو لپاره په اړونده ولایتونو کې د ښارګوټو د جوړېدو غوښتنه هم وکړه .

د قبایلو او سرحدونو چارو وزیر محمد ګلاب منګل وويل، حکومت پلان لري، چې په ننګرهار کې د امنيت تامين، ولسونه او دولت ترمنځ فاصلې را کمولو او تل پاتې ثبات په موخه د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې پرمختیایي پروژې پلي کړي .

د کليو پراختيا وزارت معين وويل، په يادو څلورو ولسواليو کې به د څلوېښت ميليونو افغانيو تر څنګ د يو ميليون ډالرو په لګښت يو شمېر پروژې پلې کړي او د کلیوالي سړکونو د بيا جوړولو ډاډ يې څرګند کړ.

د کډوالو چارو معين وويل، یوه منظمه ستراتیژي یې جوړه کړې،چې د کابينې له منظورۍ وروسته به د کډوالۍ څخه را ستنیدونکو کورنیو سروې تر سره او ورته به د سرپناه اسانتياوې برابره شي .

د پوهنې وزارت مرستیال په څلورو ولسواليو کې د ويجاړ شوو ښوونځيو د بیا ترميم او په يو شمېر سيمو کې ښوونځیو ته د نویو ودانیو د جوړولو ژمنه وکړه .

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت مرستیال د یادو څلورو ولسوالیو د ویجاړ شوو او نورو کلینکونو د جوړولو په موخه د بودیجې له منظورۍ خبر ورکړ او زیاته یې کړه .د کوټ ولسوالۍ سيد احمد خېلو روغتيايي مرکز به لا تجهيزکړي، هسکه مېنه، کوټ، رودات، چپرهار اچين او نازيانو ولسواليو کې به د لسګونه میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت نوي روغتونونه جوړ او همدا راز نور روغتيايي مرکزونه به په اساسی ډول ورغوي.

د ټولګټو چارو وزارت معین وويل، د یادو ولسواليو ويجاړ شوي سړکونه، پلچکونه او معبرونه به په اساسي ډول جوړ کړي.

د کرنې وزارت معين ډاډ څرګند کړ، چې يادو ولسواليو ته به اته څلوېښت ټنه اصلاح شوي تخمونه او هرې ولسوالۍ ته به پنځلس – پنځلس ميټريکه غنم په واک کې ورکړي.

هغه زیاته کړه،يادو ولسواليو بزګرانو ته به شپاړلس عرادې ټراکټورونه هم په واک کې ورکړي، په هره ولسوالۍ کې به دوی لوی سربندونه د ولسونو په خوښه جوړ کړي او هغه باغونه، چې خراب شوي وي بېرته به يې را ژوندې کولو ته کار وکړي.

ده زياته کړه، په دغو څلورو ولسواليو کې به حيواناتو ته واکسين تطبيق او د دوه سوه په شاوخوا کې به د چرګانو فارمونو جوړېدو ترڅنګ دوه سوه سره شېدې ورکونکې اوزې بې سرپرسته مېرمنو ته ورکړي.

د پېښو پر وړاندې چمتووالې وزارت معين وويل، د لس ميليونو افغانو په لګښت يې جنګ ځپلو خلکو سره مرستې تر سره کړي او درې مليونو افغانيو مرستې به نورې هم وکړي.

د سيمه ييزو ارګانونو سرپرست ريیس نادر يما د دغې برنامې څخه بشپړ ملاتړ اعلان کړ او ډاډ يې څرګند کړ، چې د دې ولايت د ولسونو ستونزې به په کابينه کې د حل په موخه شريکې کړي.

د ولايتي شورا غړو د خبرو پرمهال د وسله وال پوځ سرښندنې وستايلې،خو غوښتنه يې وکړه، چې په يادو ولسواليو کې دې د ښې حکومتوالۍ لپاره زمينه برابره او بې ځايه شوو کډوالو سره دې د سرپناه اسانتيا برابرې شي .

د یادو څلور ولسوالیو قومي مشرانو هم د وسله وال پوځ قربانۍ وستايلې او زیاته یې کړه، ولسونه د خپل حکومت بشپړ ملاتړ کوي؛ خو غوښتنه يې وکړه چې په پاکو شوو سيمو کې دې امنیتي قواوې ځای پر ځای، د سیمه ییزو پولیسو تشکيل دې زيات او په وسلو دې مجهز شي .

دوی غوښتنه وکړه، چې پیل شوي عمليات دې تر هغې دوام وکړي، ترڅو سیمې په بشپړ ډول د داعش له شتون څخه پاکې شي.

د دغه غونډې په څنډه کې د عامې روغتیا رئیس نجیب الله کاموال غوښتنه وکړه،چې د تدارکاتو په ملي کمیسون کې دې د زر بستریزه روغتون د قرارداد چارې ژر تر ژره پای ته ورسیږي،ترڅو دوی د یاد روغتون د جوړولو چارې پیل کړي .

د وسله والو مخالفینو څخه د پاکو شوو سیمو د ساتلو په موخه د لوړ پوړو مسؤلینو ترمنځ امنیتي ناسته

دغه ناسته چې د زمري په ۱۶مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه،په کې د ننګرهار والي او امنیتي منسوبینو سربېره،د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې سرپرست رئیس او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی و.

د دغه ناستې په ترڅ کې د پیل شوو عملیاتو پر لاسته راوړنو او پر بېلابېلو ستونزو باندې بحث وشو.

د مسؤلینو د معلوماتو له مخې شاوخوا ۱۶ ورځې وړاندې د پچیراګام، هسکې مینې، کوټ ،اچین او نازیانو په ولسوالیو کې د قهر سیلاب په نوم عملیات پیل شول .

د دغه عملیاتو له پیل څخه تر نن ورځې پورې ۴ سوو څخه زیات وسله وال مخالفین چې اکثریت یې داعش دي،وژل شوي،یوسلو یوولس ټپيان شوی او ۳۱ نور ژوندي نیول شوي دي .

همدا راز د دغه عملیاتو پر مهال لسګونه میله درنې او سپکې وسلې د امنیتي منسوبینو لاسته ورغلي او ګڼ شمېر نور یې تخریب شوي دي .

د مسؤلینو د معلوماتو له مخې د کوټ او هسکې مینې په ولسوالیو کې د داعش مهم پټنځایونه،مرکزونه او نورې سیمې لمنځه وړي او د مګړۍ په اچین ولسوالۍ کې عملیات دوام لري.

په دغه مهمه امنیتي غونډه کې پر یادو ولسوالیو کې د سیمه ییزو پولیسو د تشکیل پر زیاتیدو هم ټینګار وشو.

د ولسونو ملاتړ تر لاسه کوله او د امنیتي ځواکونو سره یو ځای د پاکو شوو سیمو ساتل په دغه غونډه کې د سرحدونو او قبایلو چارو د وزیر محمد ګلاب منګل مهمه ژمنه وه .

شینوارو ولسونو د داعش ځپلو په موخه د پیل شوو عملیاتو ملاتړ وکړ.

ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالیو ولسونو د داعش ځپلو په موخه له پیل شوو عملیاتو څخه ملاتړ وکړ او ژمنه یې وکړه،چې له دې وروسته به خپلو سیمو کې د ملي امنیتي قواو سربېره هیڅ وسله والې ډلې ته د میشت کېدو اجازه ورنکړي .

دغه مشرانو نن جمعه د زمري پر ۱۵مه ننګرهار والي سلیم خان کندوزي سره د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د یوې غونډې په ترڅ کې یادې څرګندونې وکړې .

د شینوارو ولسوالۍ دیني عالم مولوی بصیر وویل: ولسونه یې په بشپړ ډول د داعش ځپلو په موخه د پیل شوو عملیاتو څخه ملاتړ کوي او د اړتیا پر مهال به د خبلو سرتېرو سره یو ځای جګړې ته هم چمتو شي .

نوموړي همدا راز د شینوارو په سپین غر او اچین ولسوالیو په امنیتي مسؤلینو کې د اصلاحاتو غوښتنه غوښتنه وکړه .

قومي مشر ملک عثمان وویل: داعش وسله والو د دوی پر ولسونه هر ډول ظلمونه وکړل .

نوموړي زیاته کړه: « داعشیانو د جهاد پر مهال د شهیدانو قبرونه وسپړل، مخور سپین ږیرې ، ماشومان ، دیني عالمان او نور یې شهیدان کړل، هر ډول ظلمونه یې زموږ په ولسونو وکړل ، بیا ورته پخپلو سیمو کې په هیڅ صورت ځای نه ورکو. »

دغه قومي مشر ژمنه وکړه،چې د ملي امینتی قواو څخه پرته به هیڅ وسله وال ته نور پخپلو سیمو کې ځآی ورنکړي .

هغه همدا راز ټینګار وکړ،چې د دوی ولسوالیو ته دې په بېلابېلو برخو کې پاملرنه وشي او همدا راز دې له دوی سره مرستې شوې توکې په شفاف ډول ورته وسپارل شي.

ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د شینوارو دیني عالمانو،قومي مشرانو او ټولو څخه مننه وکړه،چې د پیل شوو شفق عملیاتو څخه یې ملاتړ وکړ.

هغه وویل: « لومړی ځل دی،چې ننګرهار ته د مرکزي ادارې له لورې په پراخه کچه پاملرنه کیږي،زموږ دنده ده،چې د دغه پاملرنې څخه په ښه توګه ګټه واخلو او باید په دغه برخه کې ولسونه همکار ووسي . »

نوموړي زیاته کړه، په ننګرهار کې د جمهور رئیس په ځآنګړې امر عملیات پیل شوي او د لومړي ځل لپاره د داعش ځپلو په موخه قوي ځواک او تجهیزاتو څخه ګټه اخیستل کیږي.

ننګرهار والي وویل: « د ثبات په موخه یې د ولسونو له منځه باصلاحیته شورا جوړه کړې، بشري مرستو رسولو لړۍ پیل کړې او ژر به په ولسوالیو کې د پرمختیایي چارو لړۍ هم پیل شي . »

هغه د ولسونو څخه وغوښتل چې پر یو غږ د خپلو قواو څخه لا هم ملاتړ ته دوام ورکړي او پخپلو سیمو کې هر ډول مخالفې ډلې ته ځآی ورنکړي .

د دغه ناستې په څنډه کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې استازي ښاغلي رحیمي ډاډ ورکړ،چې ډير ژر به سپین غر ولسوالۍ رسمي شي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *