د فاتحې خبرتیا

ټاکل شوې د شهید جنرال زړور زاهد فاتحه سبا دوشنبه،چې د وږې یا سنبلې د میاشتې له ۲۹مې نیټې سره سمون خوري،د ننګرهار ولایت مقام،امنیه قوماندانۍ او ولسونو له لورې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د سهار اته بجو څخه تر لس نیمو بجو پورې واخیستل شي.

دوستان او خپلوان دې خبر وي .

روح دې ښاد وي .

————-

د حصارک ولسونو ته د خوراکي او غېرې خوراکي توکو د مرستې لیږد لارښوونه وشوه .

ننګرهار والي سلیم خان کندوزي لارښوونه وکړه،چې ژر تر ژره دې حصارک ولسوالۍ ولسونو او منسوبینو ته د خوراکي او غېرې خوراکي توکو بېړنۍ مرسته ولیږل شي .

نوموړي دغه لارښوونه د نظامي شورا په هغه جوړه شوې غونډه کې چې د ولایت مرستیال محمدحنیف ګردیوال،ملي امنيت، امنې قوماندانۍ، عامه نظم، سرحدي لواء، ۲۰۱ سیلاب قول اردو څلورمې لواء، د همغږۍ او حصارک ولسوالۍ امنې او سيمه ييزو پوليسو قوماندانانو په کې برخه درلوده، وکړې .

ننګرهار والي سليم خان کندوزي په ننګرهار کې د مېشتو کورنيو ځواکونو قرباني او هڅې وستايلې، چې په دې ولايت کې يې مخالفين وځپل او پر وړاندې يې پرلپسې عمليات دوام لري.

هغه د امنيت امر ته لارښوونه وکړه، چې د حصارک ولسوالۍ امنيتي پرسونل د وسلو او مهماتو له پلوه لا تجهيز او نور تازه دمې ملي او سیمه ییز پوليس ژر تر ژره يادې ولسوالۍ ته ولیږدوي.

هغه ډاډ څرګند کړ،چې د حصارک ولسوالۍ ولسونو او منسوبینو لپاره یې د خوراکي او غېرې خوراکي توکو مرسته چمتو کړې او د ژر تر ژره استولو لارښوونه یې وکړه.

نوموړي امنيتي مسولينو ته لارښوونه وکړه، چې د لويو لارو امنيت خونديتوب ته ځانګړې پاملرنه او همدا راز یې د ولسواليو او جلال اباد ښار امنيت ټينګښت لپاره مجهز چيک پواينټونه او ګزمې لا زياتې کړي.

والي د ۲۰۱ سیلاب قول اردو مسولينو څخه وغوښتل، چې هوايي ځواک دې پروازونه لا زيات کړي.

په همدې حال کې د بېلابېلو ادارو مسولينو د خپلو لاسته راوړنو او په ځينو سيمو کې امنيتي ننګونې په ګوته کړې.

دوی ډاډ څرګند کړ، چې د ولسونو د امنيت تامين په موخه به وسله وال پوځ په همغږۍ سره د مخالفينو پر وړاندې عمليات جاري ساتي او د لويو لارو امنيت ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.

په همدې حال کې ننګرهار والي د همغږۍ قوماندان ته لارښوونه وکړه، چې د ننګرهار امنې شهيد شوي قوماندان پاسوال زړ ور زاهد فاتحې مراسمو د ښه ترسراوي په موخه لازم امنيتي پلان ترتيب کړي.

ټاکل شوې، چې د ننګرهار پخواني امنیه قوماندان شهيد زړور زاهد د فاتحې مراسم د دوشنبې په ورځ چې د وږې په ۲۹مې نیټې سره سمون خوري د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د سهار له اته بجو څخه تر لس نيمو بجورې د فاتحې واخیستل شي .

د یو بل خبر له مخې د شهيد جنرال زړور خان زاهد فاتحې تر سره کېدو په موخه د ننګرهار والي په مشرۍ د ادارو د مسؤلینو ترمنځ مشورتي غونډه ترسره شوه .

دغه مشورتي غونډه، چې د وږي په اته ويشتمه جلال اباد شاهي ماڼۍ کې تر سره شوه د ولايت مرستيال او د يو شمېر ادارو ريیسانو پکې برخه درلوده،چې بېلابېلو کمیټو ته د فاتحې مراسمو د ښه ترسره کیدو په موخه دندې ورکړل شوې .

ننګرهار والي له ټولو هغو کسانو څخه مننه وکړه چې د برېښنا ستونزې په حل کې یې هلې ځلې وکړې .

ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د یو شمیر هغه کسانو سره په لیدنه کې چې د برېښنا ستونزې په حل کې له ولایت مقام سره یو خای هلې ځلې وکړې، مننه وکړه .

دغه لیدنه چې د وږې په ۲۸مه ترسره شوه،په کې د ختيځ زون د علماوو شورا رئیس او يو شمېر علماؤ، ټوکر پلورونکو، معلولينو او کوچيانو اتحادې مسولينو ، يو شمېر مدني فعالانو او ځوانانو، د برېښنا رئیس او مرستيالانو برخه درلوده .

د علماوو شورا رئیس مولوی حميدالله او يو شمېر نورو علماوو د خپلو خبرو پر مهال وویل، له دوو اوونيو راهيسې په بادپښ کې د برېښنا ستونزه پيدا شوې وه،چې د ولايتي ادارې او برېښنا رياست سره یې په همغږۍ او د سیمې دمخورو په همکارۍ یې یاده ستونزه حل کړه .

دوی زیاته کړه،دیني عالمان او مخورو په بادپښ کې د جرګې له مخې پرېکړې ته ورسیدل،ترڅو د برېښنا عام المنفعه پروژه فعاله کړي .

د دغه ناستې پر مهال ډاډ څرګند شو،چې د بادپښ سیمې ولسونو ته به هم د برېښنا د ورکړې چارې پیل شي .

ننګرهار والي سلیم خان کندوزي بادپښ سیمې ته تللو قومي مشرانو، ديني عالمانو، مدني فعالانو او ځوانانو څخه مننه وکړه، چې د ولايتي ادارې سره یې د همکارۍ له مخې د برېښنا ستونزې په حل کې نه ستړي کېدونکې هڅې وکړې.

هغه زیاته کړه،د برېښنا د ستونزې د حل په موخه يې د برېښنا وزارت د برېښنا عمومي شرکت مسولینو سره لیدنه تر سره کړې او همدا راز يې اړونده مسولينو سره دغه ستونزه په مرکز کې شريکه کړېده.

د نوموړي په وینا د بادپښ خلکو سره چې مرکزي حکومت کومې ژمنې کړي د هغې د تعقيب په موخه به خپلې هڅې جاري وساتي او هغه امکانات چې د ننګرهار ولایت مقام په لاس کې وي عملي کار به پيل کړي.

ننګرهار والي وويل،د ننګرهار لپاره د وارداتي برېښنا انتقال او د ختيځ زون برېښنا ستونزې دايمي حل په موخه به د امنيت شورا، ننګرهار او لغمان ولایتونو استازو او نورو مخورو په ګډون ډیر ژر یوه لویه غونډه جوړه کړي .

پولیسو د ۵۷ کیلو ګرامه نشه یې توکو سره دوه کم عمر لرونکي ماشومان ونیول .

ننګرهار ولایت پولیسو د شیرزادو ولسوالۍ په مربوطاتو کې په یو کرولا ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي ۵۷ کیلو ګرامه نشه یې توکې تر لاسه او دوه تنه کم عمر لرونکي ماشومان یې د لیږد په تور ونیول .

د یو بل خبر له مخې پولیسو هغه غلا شوی سراچه موټر له غلو څخه تر لاسه او خپل مالک ته وسپارله .

دغه سراچه ډوله موټر د غلا په جرم یو تن نیول شوی،چې پخپلو جرمونو یې اعتراف هم کړی دی .

———–

نوی تعلیمي کال په ننګرهار کې د پوهنې د کیفیت د لوړتیا کال په نوم نومول شوی .

دغه څرګندونې د ننګرهار مرستیال والي محمد حنیف ګردیوال په دغه ولایت کې د ننګرهار عالي لیسې څخه د لیدنې پر مهال وکړې.

هغه له ټولو ښوونکو غوښتنه وکړه چې د نوي تعليمي کال په پيل سره زده کوونکو ته د سالمي روحيې په ورکړي درسي بهير پيل کړي.

د ولايت مرستيال د يادې ليسې زده کوونکو ته د کتابونو د ويش له بهير نه د ليدنې پرمهال سپارښتنه وکړه چې د کتابونو د توزيع سره سم درسي پروسه پيل کړي.

په ناسته کې د ننګرهار عالي ليسې مدير شيربهادر همت وويل د پوهنې د کيفيت دلوړتيا په موخه يې سږ کال لسانسه ښوونکي ثانوي دورې او نور ټيټې دورې ته ورکړي دي.

دده په وينا هڅه کوي چې د مسلکي ښوونکو پرمټ ياده ليسه د کيفيت له پلوه غښتلې کړي.

همت غوښتنه وکړه ، چې په خصوصي ليسو کې ددولتي ښوونځيو دښوونکودنده دې له قانوني پلوه وڅيړل شي.

دده په وينا دامهال زيات شمير مسلکي ښوونکي په خصوصي ليسو کې دنده اجرا کوي، چې له امله يې په دولتي ليسو کې ګڼې ستونزې راولاړې کړي دي .

——-

د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور سرپرست رئيس د يو پلاوي په مشرۍ په دې ولايت کې يوشمېر اف ام راډيو ګانو څخه ليدنه وکړه.

پلاوي د رسنيو مسولينو سره د ځينو خپرونو په اړه د خلکو اندېښنې شريکې کړې.

د باختر اژانس د خبر له مخې،د اطلاعاتو او کلتور سرپرست رئيس شيرشاه همدرد د هميشه بهار،پښتونستان او نن راډيو مسولينو ته سپارښتنې وکړې، چې د خپرونو پرمهال ملي او اسلامي ارزښتونه په پام کې ونيسئ او د هغه څه له خپرولو دډه وشي، چې په ټولنه کې د خلکو ديني او کلتوري احساسات ژوبلوي.

همدرد وويل:د رسنيو مسولين بايد د رسنيو قانون عملي کړي او د قانون د حکم له مخې غيرې مسلکي ،نالوستي او کم لوستي خلک په دندو ونه ګماري.

ياد پلاوي د نن او پښتونستان راډيو مسولينو ته سپارښتنه وکړه، چې نشراتي جوازونه واخلي او له جواز پرته د خپرونوکول قانوني منع دي.

——-

د خوګياڼو ولسوالۍ د خيربوني قوم مشرانو په خپله سيمه کې د يو لړ ستونزو د حل په موخه ګډه غونډه ترسره کړه .

راټولو شوو مشرانو په خوګياڼو ولسوالۍ کې ناامني بې کاري او د نورو ګڼو ستونزو لامل د ولسونو ترمنځ د يوالي نه شتون په ګوته کړ.

د خوګياڼو ولسوالۍ د خيربوني قومي شورا مشر حاجي ظهورخان وويل : د خپلې سيمې ګڼې ستونزې يې درک کړي او د حل په موخه يې شاوخوا دوه مياشتې وړاندې قومي شورا رامنځته کړه ، چې د کار په لومړتوبونو کې به يې د ولسونو ترمنځ يوالی ، په خپله سيمه کې د امنيت ټينګښت او د بيا رغونې کارونو ته زمينه برابرول دي .

نوموړي زياته کړه په تيرو پنځلس کلونو کې د نورو ولسواليو په پرتله خوګياڼو ولسوالۍ کې د بيارغونې پروژې ندي پلي شوي او تردې وروسته به دخپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره ترمرکزه د ولسونو غږ ورسوي .

ده دا هم وويل : د تاريخ په اوږدو کې د خوګياڼو ولسوالۍ ولسونو د نظام او خپلو سيمو د ساتلو په برخه کې ګڼې قربانۍ ورکړي ، نو له دولته يې غوښتنه وکړه ، چې د يادې ولسوالۍ ولسونو سره د امنيت په ټينګښت او د نورو ستونزو په حل کې همکاري وکړي .

دغونډې نورو وينا والو څارنوال شرين اغا، ډګروال مصطفی ، ملک حليم ، محمد ولي او معاون حيدر خان د خوږياڼو ولسونو پر يو والي ټينګار وکړ او هم يې د امنيت په ټينګښت خبرې وکړې.

——

اولس داعش وسله وال ووژل شول .

ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په مامند درې سیمه کې د کورنیو ځواکونو د هوایي برید له امله ۱۷ داعش وسله وال ووژل شول .

د معلوماتو له مخې وژل شوي داعش ټول بهرنیان دي .

په دغه برید کې ملکي وګړو او امنیتي منسوبینو ته کوم زیان نه دی اوښتی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *