نیټه ۱۸ /  ۷/ ۱۳۹۵

د ننګرهار مرستيال والي امنيتي منسوبينو ته د غاصبينو د نيولو، جلال اباد ښار او ولسواليو کې د امنيتي وضيعت د ښه والي لارښوونه وکړه.
۱۳۹۵/۷/۱۸

د ننګرهار ولايت نظامي شورا غونډه، چې د ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال په مشرۍ په جلال اباد شاهي ماڼۍ کې د تلې په اتلسمه جوړه شوې پکې د نوموړي سربيره د ملي امنيت رييس، امنې قوماندانۍ امنيت امر، څلورمې پلې لېوا رييس، سرحدي پوليسو قوماندان، د همغږۍ او عامه نظم منسوبينو او يو شمېر نورو ګډون کړی و.

د دغې غونډې په ترڅ کې د ملي امنيت رييس بريد جنرال داد محمد حريفي د وروستيو فعاليتونو په اړه مسولينو سره معلومات شريک کړل.

هغه همدا راز د وسله والو مخالفينو د وروستيو تحرکاتو او د امنيتي منسوبينو د تدابيرو په اړه معلومات شريک کړل.

د ننګرهار ولايت مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال امنيتي ادارو مسولينو ته لارښوونه وکړه، چې په ښار او ولسواليو کې د غصب مخنيوی وکړي او غاصبين د قانون منګولو ته وسپاري.

ګرديوال دغه راز امنيتي مسولينو ته وويل، چې د جلال اباد ښار، ولسواليو او لويو لارو امنيتي وضيعت ته پاملرنه وکړي او د مخالفينو پلانونه شنډ کړي.

د امنيتي ادارو مسولينو مرستيال والي ته ډاډ ورکړ، چې د امنيت ټينګښت په موخه يې ځانګړې تدابير نيولي او پر يو شمېر پلانونو يې کار کړی دی، چې په تطبيق سره به يې امنيت لا پياوړی شي.

څلور دیرش داعش وسله وال ووژل شول .
۱۳۹۵/۷/۱۸

ننګرهار ولایت په هسکه مینه او نازیانو ولسوالیو کې تېره شپه د بهرنیو ځواکونو بې پيلوټه الوتکو د بېلابېلو بریدونو په ترڅ کې ۳۴ داعش وسله وال ووژل شول .

د شفق سیلاب په نوم د دغه پیل شوو عملیاتو په ترڅ کې تېره شپه د هسکې مینې ولسوالۍ په هارون بابا سیمه کې ۳۱ او درې نور د نازیانو ولسوالۍ په باره خیلو سیمه کې ووژل شول .

د شفق سیلاب عملیات له تېرو درې ورځو راهیسې د ننګرهار په اچین، هسکه مینه،نازیان او کوټ ولسوالیو کې د داعش ځپلو په موخه پیل شوي .

په نړيوال معيار د کيمياوي ادويه جاتو ډيپو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
۱۳۹۵/۷/۱۸

د ننګرهار ولايت د کرنې او مالدارۍ ادارې له لوري تر يو نيم ميليون افغانيو مالي لګښت په ياد رياست کې د کيمياوي ادويه جاتو ډيپو د بنسټ ډبره نن د تلې په اتلسمه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه.

په دغو مراسمو کې د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال د کرنې او مالدارۍ رييس او يو شمېرو نورو ګډون کړی و.

د کرنې او مالدارۍ رييس رفيع الله رحيمزي وويل، چې دغه ډيپو د کرنې او مالدارۍ وزارت د پرمختيايي بوديجې څخه د يو نيم ميليون افغانيو په لګښت د څلور مياشتو موده کې په اساسي او معياري ډول جوړيږي.

نوموړي زياته کړه، چې ياده ډيپو په دولس متره اوږدوالي او شپږ متره پراخوالي جوړيږي، چې د دوه سوه پنځوس ټنه کيمياوي موادو د ساتلو ظرفيت به ولري.

د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال د يادې ډيپو پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه او د شرکت مسولينو ته يې لارښوونه وکړه چې د چارو تر سره کېدو پر مهال له شفافيت اود قرارداد له مخې کړنې تر سره کړي.

ښاغلي ګرديوال هيله څرګنده کړه، چې د کرنې او مالدارۍ نوي رييس په راتګ سره به د دکرنې په برخه کې نوې پروژې پیل او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

نوموړي د کرنې او مالدارۍ رييس ته په ټولو چارو کې د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.

ننګرهار عامې روغتیا اداره لس ټنه ضروري درمل کندوز ولایت ته د مرستې په توګه لیږي .
۱۳۹۵/۷/۱۸

د ننګرهار مرستیال والي محمد حنیف ګردیوال په مشرۍ د کندوز ولایت د وروستیو پېښو ټپيانو د درملنې په موخه بېړنۍ غونډه جوړه شوې وه،چې په کې د عامې روغتیا رئیس،د کرکټ بورډ سپین غر زون مشر، د چاپیریال ساتنې رئیس، د ځوانانو امر او ګڼ شمېر نورو ګډون کړی و.

د دغه ولایت مرستیال والي محمد حنیف ګردیوال وویل، د وروستیو پېښو له امله د کندوز ولایت ولسونه د نورو مرستو ترڅنګ ضروري درملو ته اړتیا لري .

هغه د عامې روغتیا رئیس ته لارښوونه وکړه،چې په یاده برخه کې د درمل پلورونکو او نورو همکارانو سره خبرې اترې وکړي،ترڅو درمل را ټول او کندوز ولایت ته یې ولیږدوي .

د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کاموال وویل، په دغه ولایت کې د درملو شپيته شرکتونه او اته پنځوس عمده پلورونکي شتون لري،چې ټول هر ډول مرستو ته ژمن دي .

نوموړي زیاته کړه، ژر به د بېړنیو درملو لیست د درمل پلورونکو اتحادیې مسؤلینو ته وسپاري او ضروري درملو را ټولیدو وروسته به د سې شنبې په ورځ کندوز ولایت ته لس ټنه درمل ولیږي .

د طبيعي پېښو شهيدانو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه
۱۳۹۵/۷/۱۸

د ننګرهار ولايت طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې د طبيعي پېښو د نهو شهيدانو وارثينو سره د ۴۵۰ زره افغانيو نغدي مرسته وکړه، چې د هر شهيد کورنۍ ته پنځوس – پنځوس زره افغانۍ ورکړل شوې.

دغه مرسته د تلې په اتلسمه ولايت مقام کې د ننګرهار مرستيال والي او پېښو پر وړاندې چمتووالي ادارې رييس له لور پر يادو کورنيو وويشل شوه.

د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال د طبيعي پېښو شهيدانو کورنيو ته د تسليت مراتب وړاندې کړل.

ښاغلي ګرديوال وويل، هڅه به وکړو، ترڅو په راتلونکې کې د طبيعي پېښو مخنيوي سربيره د پېښو قربانيانو سره تر دې ډيره مرسته وکړو.

نوموړي د طبيعي پېښو پر وړاندې چمتووالي ادارې رييس ته لارښوونه وکړه، چې هڅه وکړي ترڅو په راتلونکې کې د طبيعي پېښو د زيانونو مخنيوي کې د نورو ادارو په همکارۍ ځآنګړي تدابير ونيسي.

د پېښو پر وړاندې چمتووالې ادارې رييس عبدالبصير سباوون وويل، چې دغه مرسته يې د هغو کورنيو لپاره چمتو کړې، چې د طبيعي پېښو پرمهال يې د کورنۍ غړی شهيدان شوي.

نوموړي وويل، چې اوسمهال لپاره يې نهو کورنۍ ته پنځوس – پنځوس زره افغانيو مرسته ورکړه او په راتلونکې به د پاتې نورو کورنيو سره هم دا ډول مرستې تر سره کړي.

ده پر دولتي اداور، ولسونو او مرستندويه بنسټونو غږ وکړ، چې د طبيعي پېښو پر مهال د خلکو ژوند ژغورنې ترڅنګ له هغوی سره په بېلابېلو برخو کې مرستې تر سره کړي.

په ننګرهار کې د ولتي چارواکو او ګڼ شمېر ولسونو دېوې غونډې په ترڅ کې په بروکسل کنفرانس کې د افغان حکومت له لاسته راوړنو ملاتړ اعلان کړ.
‎۱۳۹۵/۷/۱۸

د ننګرهار ولايت پر يو شمېر مسوولينو سربېره د ولسونو استازو او مدني فعالانو د يوې غونډې په ترڅ کې په بروکسل کنفرانس کې د افغان حکومت له لاسته راوړنو ملاتړ اعلان کړ.

د ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال وويل، چې ددې ولايت ولسونه له ولسمشر محمد اشرف غني او د حکومت له نورو مشرانو مننه کوي، چې په وينا يې دوی په بروکسل کنفرانس کې دا وړتيا وښوده، څو نړيوالې ټولنې څخه د پنځلس عشاريه دوه ميليارده ډالرو د مرستې ژمنه ترلاسه کړي.

ګرديوال له نړيوالې ټولنې څخه د مننې ترڅنګ جرمني، جاپان او اروپايي ټولنې څخه ځانګړې مننه وکړه ،چې په خبره يې په ياده مرسته کې يې ډيره ونډه اخيستې ده.

نوموړي دغه راز له حکومت څخه غوښته وکړه ، چې ياده مرسته په مناسبو لارو په مصرف ورسوي.

په جوړه شوې غونډه کې د ولايتي شورا غړي اسرار الله مراد، د ښځو چارو رئيسې انيسې عمران ، د اطلاعات او فرهنګ رياست اړوند د ځوانانو چارو امر مطيع الله احمدزي او د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد مل شينواري په بروکسل کنفرانس کې له افغان حکومت سره په ياده اندازه د مرستې په اعلان خوښي ښکاره کړه .

وينا والو له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې دغه اعلان شوې مرسته په شفافه توګه په مصرف ورسوي.

دوی هيله وښوده، که چيرې د فساد مخه ونيول شي او ښې حکومتوالۍ ته لاره هواره شي شونې ده ،چې دغه پيسې په ښه توګه په مصرف ورسيږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *