ننګرهار والي په غني خیلو ولسوالۍ کې د وروستیو پېښو شهیدانو کورنیو ته د فاتحې مراسم ترسره کړل .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د چنګاښ په ۱۱مه د دې ولایت د غني خیلو ولسوالۍ په مرکزي جومات کې په یاده ولسوالۍ کې د وروستیو پېښو شهیدانو کورنیو ته د فاتحې او تسلیت مراتب ترسره کړل.
نوموړي سره د فاتحې مراسمو ترسره کولو پر مهال د سرحدي پولیسو د لومړۍ لوا قوماندان سمنوال محمد ایوب حسین خیل،د غني خیلو ولسوال عبدالوهاب مومند،د روداتو ولسوال حضرت خان خاکسار،د ملي اردو څلورم کنډک قوماندان ساپي او ګڼ شمیر نورو مسؤلینو او د یادې ولسوالۍ یو شمیر دیني عالمانو او مخورو ګډون کړی وو.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل،د روژې په مبارکه میاشت کې د غني خیلو ولسوالۍ په شیرګړ او سیاب چوب سیمه کې د رامنځته شوو پېښو له امله خواشینی دی او له همدې امله یې غني خیلو ولسوالۍ ته د فاتحې او تسلیت مراتبو د وړاندې کولو په موخه سفر وکړ.
هغه د یادو پېښو د شهیدانو روح ته د فردوس جنت او کورنۍ غړو ته یې د جمیل صبر هیله وکړه او همدا راز یې د غني خیلو ولسوال په مشرۍ د دې ولسوالۍ د ټولو مخورو او ولسونو څخه مننه وکړه،چې د پېښو د رامنځته کیدو پر مهال یې له پوره زغم او صبر څخه کار واخیست .
د غني خیلو ولسوالۍ د پرمختیایي شورا مشر د یادې ولسوالۍ د ولسونو او شهیدانو د کورنیو په استازیتوب د سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په مشرۍ د ټولو مسؤلینو څخه مننه وکړه،چې د شهیدانو فاتحه یې ورته په ولسوالۍ کې ترسره کړه .
نوموړي هیله وښوده،چې په راتلوونکې کې په یاده ولسوالۍ کې د عملیاتو او نورو پېښو پر مهال د ملکي وګړو ژوند ته لا زیاته پاملرنه وشي .
ننګرهار والي وایي مرستندویه ادارې دې په دې ولایت کې بې ځایه شوو او له کډوالۍ را ستنوو شوو کورنیو سره مرستې وکړي.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په افغانستان کې د یونیسیار ادارې مشرې فاطمې عبدالله په لیدنه کې چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د چنګاښ په لسمه ترسره شوه، له ملي او نړیوالو مرستندویه ادارو غوښتنه وکړه، ترڅو په دې ولایت کې له داخلي بې ځآیه شوو او له کډوالۍ را ستنوو شوو کورنیو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي.
په افغانستان کې د یونیسیار ادارې مشرې فاطمې عبدالله وویل، چې په دې ولایت کې د داخلي بې ځآیه شوو او له کډوالۍ را ستنوو شوو کورنیو سره یې بېلابېلې لیدنې ترسره کړي .
نوموړې زیاته کړه، د دې لیدنو پر مهال ورسره د اخلي بې ځآیه شوو او له کډوالۍ را ستنوو شوو کورنیو د سرپناه،روغتیا او پوهنې په برخه کې د دوی ستونزې د حل په موخه شریکي کړي .
هغې وویل، په مرکز کې د کډوالو ستونزو د حل په موخه جوړې شوې کمیټې کې غړیتوب لري او هڅه به وکړي، چې درې مرستندویه ادارې په یادو برخو کې مرستو ترسره کولو ته را جلب کړي.
په افغانستان کې د یونیسیار ادارې مشرې ننګرهار والي څخه د دوی ادارې سره د همغږۍ او همکارۍ څخه مننه وکړه .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د یونیسیار ادارې د ترسره شوو مرستو څخه مننه وکړه،خو د ملي او نړیوالو مرستندویه ادارو څخه یې غوښتنه وکړه،ترڅو په دې ولایت کې له داخلي بې ځآیه شوو او له کډوالۍ را ستنوو شوو کورنیو سره مرستې وکړي.
نوموړي له یادو کورنیو سره د مرستو ترسره کولو پر مهال د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه .
د دې لیدنې پر مهال د کډوالو چارو رئیس غلام حیدر فقیرزي او یو شمیر نورو مسؤلینو هم شتون درلود.
ننګرهار والي په جلال اباد ښار کې د زرګرانو اتحادیې ستونزې د حل په موخه واوریدې .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د چنګاښ په لسمه د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښآر کې د زرګرانو اتحادیې غړو سره د لیدنې پر مهال د دوی امنیتي ستونزې د حل په موخه واوریدې .
یاده ناسته چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه،د جلال اباد ښار زرګرانو اتحادیې غړو سربېره،ملي امنیت رئیس برید جنرال عبدالصبور ثابت،د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر او یو شمیر نورو مسؤلینو هم شتون درلود.
د زرګرانو اتحادیې غړو د نورو ستونزو ترڅنګ د دوی پر وړاندې امنیتي ننګونې شریکې او د حل په برخه کې د ولایت مقام په مشرۍ د امنیتي منسوبینو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل امنیتي منسوبینو ته لارښوونه وکړه،چې د زرګرانو اتحادیې د غړو په همکارۍ د دوی د خوندي امنیت ساتلو په برخه کې جدي اقدامات ترسره کړي.
د ملي امنیت رئيس او امنیه قوماندانۍ امنیت امر ننګرهار والي او زرګرانو ته ډاډ ورکړ،چې د دوی د امنیت په ساتلو کې به جدي هلي ځلي وکړي .
ننګرهار والي وايي هيچا ته به اجازه ور نه کړي، چې د کانکور په ازموينه کې مداخله وکړي.
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ننګرهار پوهنتون مسئولينوسره په جوړه شوې ناسته کې ډاډ ورکړ، چې هيچا ته به اجازه ور نه کړي، چې د کانکور په ازموينه کې مداخله وکړي.
دغه ليدنه، چې د چنګاښ په لسمه جلال اباد شاهي ماڼۍ کې تر سره شوه د ننګرهار پوهنتون مسئولينو، ملي امنيت رئیس، امنيت آمر او د ولايتي شورا منشي ګډون کړی و.
د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهندوی ببرک مياخيل وويل، چې سږکال د ۹۵ او ۹۶ کالونو د دولسم ټولګي اتلس زره فارغانو څخه د کانکور ازموينه اخیستل کيږي.
مياخيل وويل، چې د کانکور د ازموينې د کارت اخيستلو په موخه يې د جلال اباد ښار په شپږو حوزو کې سهولتونه برابر کړي.
نوموړي زياته کړه، چې الایی لېسه يواځې د انجونو لپاره ځانګړې شوې ده ټولې فارغې انجونې د کارتونو اخیستلو لپاره الایې لیسې ته ورتلای شي او تر کارتونو اخیستو وروسته به د بيومتريک لپاره ننګرهار پوهنتون ته ورځي.
ده وويل، چې د هغو فارغانو نومونه چې په (( ا ـ ب ـ ت ـ ټ ـ ث)) تورو پیل کیږی میاعمر لېسې ته به د کارت اخیستلو لپاره ورځي.
هغه زياته کړه، چې د هغه فارغانو نومونه چې په (( ج ـ چ ـ ځ ـ ح ـ خ ـ د ـ ذ ـ ر ـ ز ـ ژ)) تورو پیلیږي چکنوریو عالي لېسې ته به د کارت اخیستو په موخه ورځي
ببرک مياخيل وويل، هغه نومونه چې په ((س ـ ش ـ ښ ـ ص ـ ض)) تورو پیلیږي د عربانو د څلورلاري لېسه (سواد حیاتي) ته به د کارتونو اخيستلو لپاره ورځي.
مياخيل وايي، چې د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي ته چې د جلال اباد ښار تجربوي لیسې ترڅنګ موقعیت لري هغه فارغان چې نومونه یې په : ((ط ـ ظ ـ ع ـ غ ـ ف ـ ق ـ ک ـ ګ)) تورو پیلیږي د تلو لارښوونه کيږي.
ننګرهار پوهنتون رئیس دغه راز وويل، چې کمپیوتر ساینس پوهنځی چې د جلال اباد په ښار کې د ولایتي شورا ترڅنګ موقعیت لري هغه فارغان چې نومونه یې په (( ل ـ م ـ ن ـ هه ـ و – ی)) تورو پیلیږي هیله ده چې هلته د ثبت نام لپاره ورشي.
ده وويل، چې ټول کارت اخيستونکي دې د ننګرهار پوهنتون ټاکل شوو پوهنځیو ته ورشي؛ ترڅو د بيومتريک پروسه تر سره کړي.
نوموړي وويل، چې د روانې اوونۍ دوشنبه او سه شنبې ورځې د کارتونو او بيومتريک لپاره ځانګړې شوي، چې له کارت اخيستلو وروسته به د ازموينې ګډونوال د بيومتريک په موخه په ورته وخت کې ننګرهار پوهنتون ټاکل شويو پوهنځيو ته ورځي.
ده وويل، چې له دغه کسانو څخه به په څلورو ورځو کې چهارشنبه، پنجشبنه، جمعه او شنبه ازموينه اخيستل کيږي.
په دغه ناسته کې پريکړه وشوه، چې که څوک له ځان سره مبايل ولري د پوهنتون په دروازه کې ورته په ازموينه کې د ګډون اجازه نه ورکول کيږي.
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، چې د کانکور ازموينه يوه ملي پروسه ده او د شفاف او امنيتي فضاء کې تر سره کولو په موخه يې به يې هيچا ته اجازه ور نه کړي، چې د کانکور ازموينې پر مهال لاسوهنه وکړي.
د ملي امنيت رئیس او د امنيت امر ډاډ څرګند کړ، چې د شپږو حوزو او ننګرهار پوهنتون امنيت ته په ځانګړې پاملرنه وکړي او غير مسئول اشخاصو ته به اجازه ور نه کړي، چې د کانکور په ازموينه کې مداخله وکړي.
د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري وويل، چې د ولايتي شورا په استازۍ يو تن استازی به د پوهنتون کمېټې سره يو ځای کار کوي.
ده ډاډ څرګند کړ، چې ولايتي شورا به هيچا ته اجازه ور نه کړي، چې د کانکور په ازموينه کې لاسوهنه وکړي.
ننګرهار والي په قاسم اباد ښارګوټي کې د نومرو د ويش لارښوونه وکړه
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د چنګاښ په ۱۰ مه ولايت مقام کې د قاسم اباد ښارګوټي اويز لرونکو سره د يوې ناستې پر مهال د ولايت مقام سکتوري رئیس او جلال اباد سرپرست ښاروال ته د نومرو ويش لارښوونه وکړه.
ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل هر هغه چا چې په قانوني ډول افغانستان بانک ته د نومرو اخیستو په موخه پیسې تحويل کړې وي هغوی د يوې – يوې نومرې اخیستو مستحق دي.

نوموړي وويل، چې د غصب مخنيوي په موخه يې کميسون جوړ کړی، چې د قاسم اباد د غاصبينو پر وړاندې به جدي اقدامات تر سره کړي.
ننګرهار والي د ولايت مقام د سکتوري خدمتونو رئیس احمد شاه سادات او د جلال اباد سرپرست ښاروال انجينر حکيم الدين ته لارښوونه وکړه، چې ژر تر ژره تخنيکي ټيم برابر او قاسم اباد ښارګوټي کې اويز لرونکو ته نومرې په واک کې ورکړي.
نوموړي دغه راز لارښوونه وکړه، چې د قاسم اباد ښارګوټی د نقشې د تطبيق پر وړاندې خنډ پيدا کوونکو کسانو سره قانوني چلند تر سره کړي.

د قاسم اباد ښارګوټي اويز لرونکو په استازۍ امير دين احمد او قومندان خليل او ډګروال فضل حق وويل، چې دوی دولس کاله وړاندې په قانوني ډول افغانستان بانک ته د يوې – يوې نومرې ځمکې پیسې تحويل کړي؛ خو د وخت مسئولينو او جلال اباد ښاروالۍ د نه پاملرنې له امله دوی ته تر دې دمه نومورې په واک کې ندي ورکړل شوي، چې دوی يې د سرپناه ستونزو سره مخ دي.

نوموړو وويل، چې د قاسم اباد په ښارګوټي کې يو شمېر زورواکي او غاصبين دي، چې د دغه ښارګوټي ځمکې پلوري ولايتي اداره دې د غاصبينو مخه په کلکه ونيسي.
دوی دغه راز غوښتنه وکړه، چې اويز لرونکو ته دې نومرې ژر تر ژره په واک کې ورکړل شي

ننګرهار والي د کليو پراختيا او بیارغونې رياست له چارو څخه ليدنه او څارنه وکړه
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د کليو پراختيا او بیارغونې رياست له چارو څخه ليدنه او څارنه وکړه،همدا راز یې د کليو پراختيا رياست مسئولينو ته لارښوونه وکړه، چې په خپل وخت دندې ته حاضر شي او چارې په ښه ډول پر مخ يوسي.
نوموړي سره،چې د بشري سرچینو رئیس عبدالرؤف مومند او یو شمیر نورو یې هم ملتیا کوله،د بېلابېلو څانګو څخه د لیدنې پر مهال ورته د کلیو پراختیا او بیارغونې رئیس له لورې معلومات ورکړل شول .
د کليو او پراختيا او بیارغونې رئیس رئیس انجینر صفت الله شرفمل وويل، چې ياد رياست د پنځو لويو برنامو له مخې خپلې چارې پر مخ وړي، چې د روغتيا، کليوالي صنعت پراختيا او يو شمېر نورې برخې په کې شاملې دي.
نوموړي وويل، چې په سره رود، بهسود او ښیوې ولسواليو کې يې د روغتيا په برخه کې د عامه پوهاوي پروګرامونه عملاً پيل کړي او په وینا یې د ولسي تړون د پيل په موخه یې پنځه شوراګانې د انتخاباتو له لارې جوړې کړي،چې له مخې به په جلال اباد ښار کې د ۲۲ ميليونه ډالرو په لګښت پروژې پيل شي.
ده زياته کړه، چې په شپږو ولسواليو کې به د ياد پروګرام له مخې پروژې پيل کړي چې د دغه پروژو په تطبيق سره به ډيری ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي.
ننګرهار والي د ولسي تړون برنامه د ولسونو لپاره ګټوره وبلله، چې خپله په کې ونډه اخلي او پروژې يې د ولسونو په خوښه د شوراګانو لخوا انتخابيږي.
ښاغلي منګل همدا راز د دې څارنې او لیدنې پر مهال د کلیو پراختیا او بیارغونې ادارې د بېلابېلو څانګو څخه لیدنه هم وکړه او د حاضرۍ په کتاب کې یې غیر حاضر مامورین په نښه او په راتلوونکې کې مسؤلین ته د حاضرۍ ور کولو او ولسونو ته د لازم خدمت ترسره کولو لارښوونه او سپارښتنه وکړه .
ننګرهار والي د کانونو ریاست څخه څارنه او لیدنه ترسره کړه .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د چنګاښ په لسمه د دې ولایت د کانونو ریاست څخه څارنه او لیدنه ترسره او همدا راز یې په بېلابېلو برخو کې مسؤلینو ته د چارو د ښه والې په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.
د یادې څارنې او لیدنې پر مهال له نوموړي سره د ولایت مقام د بشري سرچینو رئیس عبدالرؤف مومند او یو شمیر نورو مسؤلینو هم ملتیا کوله .
ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د کانونو رياست د بېلاېلو مديريتونو او د موزيم څخه ليدنه تر سره کړه، همدا راز يې د ياد رياست مامورينو حاضري هم وڅارله.
په ياد رياست کې د بېلابېلو څانګو څخه د ليدنې پر مهال د کانونو رئيس سيد صالح شينواري د خپلې ادارې د فعاليتونو او همدا راز په دې ولايت کې د قيمتي ډبرو او کانونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
ننګرهار والي د کانونو رياست مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې د قيمتي ډبرو د کانونو تر لاسه کيدونکي عوايد په شفاف ډول افغانستان بانک ته تحويل او د ټولو قيمتي ډبرو د قاچاق مخه په کلکه ونيسي.
نوموړي د ياد ریاست مسئولينو ته لارښوونه وکړه، چې مامورين دې په خپلو دندو کې د مراجعينو کارونه په وخت ترسره او په ټاکلې وخت دې حاضري ترسره او له غير حاضرۍ څخه دې ډډه وکړي.
د ياد ریاست د عوايدو مدير وويل، چې دوی د شوکاڼي في ټن څخه ۶۷۴ افغانۍ او له کروميټ قيمتي ډبرې في ټن څخه ۴۰۰ افغانۍ اخلي او د شوکاڼي استخراج نه وړاندې افغانستان بانک ته تحيويليږي، چې په ۱۳۹۵ کال کې ۱۸۲ ميليونه او روان مالي کال کې تر دې دمه ۱۹۲ میلیونه او اتيا زره افغانۍ افغانستان بانک ته تحويل کړي دي.
نوموړو وويل، چې دوی پیسې د مستوفيت له لارې بانک ته تحويلوي؛ خو د پسيو تحويلئ په اړه معلومات نه ورکول کيږي.
د کانونو رئیس سيد صالح وويل، چې ننګرهار ولايت د سپين غره په لمونو، کامې او ګوشتې ولسواليو کې د قيمتي ډبرو کانونه شتون لري، چې دوی يې په منظم ډول د ترازو له لارې وزن کوي او د پروسس فابريکو ته يې سپاري چې له هغې وروسته د يو مکتوب سره ګمرک ته سپارل کيږي.
نوموړي وويل، چې سږکال د قيمتي ډبرو صادرات د ګاونډي هېواد پاکستان سربيره د چا بهار بندر له لارې هم صادارت پيل شوي، چې د دوی په عوايدو کې د پخوا په پرتله زياتوالی راغلی.
نوموړي د يادې ادارې د تشکيل په زیاتیدو کې ننګرهار والي څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه .
ننګرهار والي په نازیانو ولسوالۍ کې هغه سرتېرې وستایل،چې د اختر په شپو ورځو کې یې د سرحدونو څخه په مېړانې ساتنه کړې وه .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د چنګاښ په ۱۱مه د سرحدي پولیسو د لومړۍ لوا قوماندان محمد ایوب حسین خیل او د نازیانو ولسوال قاري محمد طارق په ملتیا د نازیانو ولسوالۍ اړوند هغه سرتېرې په ډالیو او ستاینلیکونو ونازول،چې د نیکمرغه کوچني اختر شپې ورځې یې د سرحدونو ساتنې په موخه سنګرونو کې تېرې کړې وې .
ننګرهار والي د نازیانو ولسوالۍ په ژۍ سیمه کې د سرحدي پولیسو د اووم کنډک منسوبینو برابرې شوې قطعې څخه د لیدنې پر مهال منسوبینو سره د تېر شوي نیکمرغه کوچني اختر د مبارکۍ مراسم ترسره کړل .
نوموړي سرتېرو ته د وینا پر مهال وویل، تاسې مېړنو سرتېرو د خپلو کورونو پر ځای د نیکمرغه کوچني اختر شپې ورځې په خپلو سنګرونو کې تېرې کړې او د خپلو سرحدونو او سیمو په ساتلو سره مو د خپلو کورنیو ترڅنګ ټولو هېوادوالو ته د خوښۍ شیبو نمانځلو زمینې برابرې کړې .

هغه زیاته کړه، په همدې موخه یې نن د نازیانو ولسوالۍ په ژۍ او نورو سیمو کې میشتو سرتېرو څخه د لیدنې په موخه یادې ولسوالۍ ته سفر وکړ،ترڅو د دوی د کورنیو په استازیتوب خپلو اتلو سرتېرو ته د نیکمرغه کوچني اختر د مبارکۍ ترڅنګ د دوی د ترسره شوې دندې څخه مننه او ستاینه وکړي .
د سرحدي پولیسو د لومړۍ لوا د اووم کنډک درستیزوال سمونمل محمد اکبر ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ،چې په هر ډول سختو شرایطو او ورځو کې به د خپلو سرحدونو او نورو سیمو څخه په مېړانه ساتنه وکړي .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د نورو مسؤلینو په ملتیا د سرحدي پولیسو یو شمیر نورو سنګرونو کې هم له سرتېرو سره د نیکمرغه کوچني اختر د مبارکۍ مراسمو ترسره کولو ترڅنګ د دوی ستاینه او ورڅخه یې مننه وکړه .
نوموړي همدا راز د نازیانو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د داعش پر ضد پاڅوون کوونکو پوستو څخه هم لیدنه وکړه او د دوی د ترسره شوې دندې څخه یې ستاینه وکړه .
هغه خوښي وښوده،چې پنځه پنځوس کلن مشر ټوپک په غاړه د خپلې سیمې د ساتنې په موخه په سنګر کې دنده ترسره کوي او له همدې امله یې په نغدي ډالیو هم ونازوه .
د یادونې وړده،چې ننګرهار والي د نیکمرغه کوچني اختر په لومړیو ورځو کې د عامه نظم په اوومې لوا او همدا راز یو شمیر سنګرونو کې د سرتېرو سره د اختر مبارکۍ مراسم ترسره کړې وو او همدا راز یې د یو شهید سرتېرې کور ته په ورتګ سره د مرحوم له کورنۍ سره د اختر مبارکۍ مراسم ترسره او کورنۍ ته یې ډاډګیرنه ورکړل شوې وه .

په ننګرهار کې د خوږياڼو درې ولسواليو قومي مشرانو او ولسونو په يادو ولسواليو کې د داعش ډلې په ګډون دټولو وسله والو مخالفينو دځپلو په موخه د دولت د روانو عملياتو ملاتړ وکړ او له دولت سره يې دهر راز همکارۍ ژمنه وکړه .
په همدې موخه د ننګرهار قومونواو قبايلو چارو رياست کې غونډه جوړه شوې وه ، چې پکې دخوږياڼو درې ولسواليو کږې، شېرزادو او پچيراګام قومي مشرانو ترڅنګ دحصارک، مومندو او يو شمېر نور ولسواليو مخورو ګډون کړی وو.
په جوړه شوې غونډه کې د اجرائيه رياست سلاکار او قومونو يووالي شورا مشر محمدامان خيري په خپلو خبرو کې په قومونو غږ وکړ، چې د ملي يووالي لپاره کار وکړي او له خپل دولت سره په هرډول شرايطو کې اوږه په اوږه ودريږي .
امان خيري وويل، چې اوس مهال دخوږياڼو ټول قومونه او خلک د داعش او ټولو وسله والو مخالفينو پروړاندې هرراز مقاومت ته چمتوالي لري خو له دولت څخه غواړي، چې دوسلو او تجهيزاتو له پلوه يې ملاتړ وکړي.
خيري دغه راز ډاډ څرګند کړ، چې که چيرې دولت ولسونه تجهيز او اکمال کړي هېڅ وسله وال مخالف د دې توان نه لري ، چې په يادو سيمو کې امنيتي ستونزې پیدا کړي.
په غونډه کې دغه راز قومي مشرانو ملک شاه اغا، شفيق الله، الله نظر، ملک ميرام جان او څو تنو نورو ويناوالو په خپلو خبروکې د دولت او امنيتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او له دولت څخه يې غوښتنه وکړه، چې دخوږياڼو ولسواليو کې دې ورته دبيارغونې پروژې پلې کړي ، ځوانانو ته دې د کار او تعليم زمينه برابره کړي څو دولسونو ستونزې حل شي .
دننګرهار ولايتي شورا غړي جاويد زمان غمشريک غونډې ته له ورغلو مشرانو او خلکو مننه وکړه ، چې د دولت څخه يې ملاتړ وکړ .
نوموړي په دولتي چارواکو غږ وکړ ، چې دخوږياڼو ولسونو ته دې په ټولو برخو کې خپل حقوق ورکړي او له هغه کورنيو سره ، چې دجګړې له امله زيانمن شوي دسرپناه تر څنګ دې نورو ستونزو حل ته رسيدګي وکړي.
په غونډه کې د ولايت سرپرست مرستيال سرڅېړونکي ډاکټر محمدعالم اسحاقزي قومي مشرانو او دغونډې ګډون والو ته ډاډ ورکړ ، چې دولت به په ټولو برخو کې ديادو ولسواليو خلکو سره مرستې وکړي.
اسحاقزي وويل دولت به دخوږياڼو خلک يوازې پرينږدې او داعش او نورو وسله والو ډلو په ځپلو کې به اوږه په اوږه له ولس سره وي.
دغونډې په پای کې دغونډې دګډون والو له لوري يو پرېکړه ليک صادر شو، چې پکې راغلي و دخوږياڼو خلک به په هره برخه کې خپله پرېکړه کوي او چاته به د دې اجازه ور نکړي، چې د دوی په کارونو کې مداخله وکړي او که هر څوک دخوږياڼو دخلکو پروړاندې پرېکړه کوي بايد دخوږياڼو له خلکو سره مشوره وکړي .
ننګرهار کې ۱۰۴ وسله وال مخالفين وژل شوي او د جرمونو په تور ۹۹ تنه نيول شوي
چارواکي وایي د ننګرهار ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د ترسره شوو عملیاتو پر مهال ۱۰۴ وسله مخالفین وژل شوي،۴۱ ټپيان شوي او همدا راز د بېلابېلو جرمونو او تر شک لاندې نږدې ۲ سوه تنه ژوندي نیول شوي دي .
د دې ولایت امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي د چنګاښ په ۱۱مه د يو خبري کنفرانس پر مهال رسنيو ته وويل،چې د تېرې یوې میاشتې په موده کې یې د انسان تښتوونې،قتل،غلا او یو شمیر نورو جرمونو په تور یې ۹۹ تنه نیولي او همدا راز سل تنه نور شکمن کسان هم نیول شوي،چې له نیول شوو کسانو څېړنې جریان لري .
نوموړي زیاته کړه،په یاده موده کې ۱۲ تنه وسله وال مخالفین او ۱۵ تنه پاکستاني اتباع چې قانوني اسناد یې له ځآن سره نه درلودل،هم نیولي دي او همدا راز په لس عرادو بېلابېل ډوله وسایطو کې ۵ سوه کیلو ګرامه بېلابېل ډوله نشه یې توکې،۲۷۱ کیلو ګرامه امونیم نایتریت،۳ سوه متره ثانیه سوز فلتي او یو شمیر نور چاودیدنکې او نشه یې توکې نیول شوي دي .
د امنیه قوماندان په وینا د تېرې میاشتې په ترڅ کې ۵ د هیروینو فابریکې، په فابریکو کې شپاړس عرادې وسایط،یو شمیر وسلې او سلګونه کیلوګرامه نشه یې توکې د عملیاتو پر مهال لمنځه وړل شوي دي .
د هغه په وینا په یاده موده کې زرګونه فیره بېلابېل ډوله مرمۍ،اته عرادې وسایط،نظامي تجهیزات او چاودیدونکې توکې د عملیاتو پر مهال کشف او لمنځه وړل شوي دي .
د معلوماتو له مخې د پولیسو د هلو ځلو په ترڅ کې څلور تنه وسله والو مخالفينو له جګړې لاس واخیست او د سولې بهیر سره یو ځای شوي دي .
د اختر په لومړيو پنځو ورځو کې د ترافيکو مديريت سره پنځه ترافيکې پېښې ثبت شوي.
د ننګرهار ترافيکو مدير سمونوال حميدالله سادات وايي، چې دغه پېښې دوه په سره رود، يوه په کامې، يوه په روداتو او بله په کوز کونړ ولسوالۍ کې د بېلابېلو وسایطو جنګيدو له امله رامنځته شوي، چې په کې ديارلس تنه ټپيان شوي دي.

نوموړی وايي، چې يادې ترافيکي پېښې له دوی سره په رسمي ډول ثبت شوي او د پېښې رامنځته کيدو لامل څرنګوالي په موخه تر څيړنو لاندې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د عامې روغتيا اداره په لويو لارو کې د ترافيکي پېښو له امله د ۱۶۱ ټپيانو د درملنې خبر ورکوي.
نهه تنه د بېلابېلو جرمونو په تور ونيول شول
د جلال اباد ښار او بسهودو ولسوالۍ مربوطاتو کې نهه تنه د قتل، غلا، وسلو ګرځولو او وسله والو مخالفينو سره د اړيکو په تور ونيول شول.

د معلوماتو له مخې د ننګرهار ولايت بهسودو ولسوالۍ د بيز اکمالاتي سيمه کې پولیسو څلور تنه د قتل په تور نيولي دي.
په ورته وخت کې پولیسو د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحيه کې د يوې مېرمنې په ګډون تر شک لاندې درې تنه نيولي.

دغه راز د جلال اباد ښار شپږمې ناحيې اړوند مولوي خالص فاميليو سيمه کې يو تن د يو ميل تومانچې او په څلورمه ناحيه کې يو تن د غلا په تور نيول شوي دي، چې نيول شوي ټول کسان په امنې قومندانۍ کې تر څيړنو لاندې دي.
په ننګرهار کې سږنی کوچنی اختر په خوښيو او د امنيت په فضا کې ونمانځل شو.
دغه څرګندونې يو شمېر جلا ل اباد ښاريانو ننګرهار ملي را‌ډيو ټلويزيون سره د خبرو پر مهال وکړې.
جلا ل اباد ښاريان وايي، چې په سږني کوچني اختر کې په زرګونو ځوانانو جلا ل اباد ښار او له خپلو سيمو نورو ولسواليو ته د تفريح په موخه په ډاډمنه امنيتي فضا کې سفرونه وکړل.
د سږني کوچني اختر توپير د تيرو کلونو له اخترونو سره دا و، چې د هېواد په ټولو ولايتونو، ولسواليو، کليو او بانډو کې پرته له کومې امنيتي ستونزې رامنځته کېدو په خوښيو او ډاډمنه فضا کې ونمانځل شو.
يو شمير خلکو، چې کلونه – کلونه يې په لرو پرتو سيمو کې خپل دوستان او خپلوان نه و ليدلي سږنی کوچنی اختر يې له هغوئ سره په ګډه ونمانځه .
جلا ل اباد ښاريان وايي، چې د سږني کوچني اختر د ښه نمانځلو يو لامل هم د ولسونو ترمنځ يووالی او د امنيت په ټينګښت کې د امنيتي ځواکونو هلې ځلې دي.
دوی هيله ښکاره کړه ،چې تيری شوی کوچنی اختر به د هېواد د ابادۍ او پرمختګ سبب وګرځي.
ښاريانو دغه راز له ولسونو غوښتنه وکړه، چې د خپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
د وسله والو طالبانوتش په نوم ولسوال په ګډون د وسله والو طالبانو شپږ غړي ووژل شول
د خوږياڼو ولسوالۍ مقام د معلوماتو له مخې:
د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ هاشم خيلو سيمه کې تيره شپه شاوخوا اته نيمې بجې په هوايي بريد کې د شيرزادو ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو تش په نوم پخواني ولسوال په ګډون شپږ وسله وال طالبان ووژل شول.

همدا راز له دغه بريد وروسته د يادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې تيره شپه شاوخوا دولس نيمې بجې ځانګړو کمانډو ځواکونو عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې څلور تنه وژل شوي او پنځه تنه يې له ځان سره ژوندي بيولي.

د دغه عملياتو پر مهال د وژل شوو او وړل شوو کسانو د هويت په اړه به وروسته معلومات خپاره شي.
يولس داعشيان ووژل شول .
د ننګرهار ولايت په پچير اګام او اچين ولسواليو کې تيره شپه د هوايي بريدونو په ترڅ کې يولس داعش وسله وال ووژل شول او د دوی يو شمېر سپکې او درنې وسلې لمنځه يوړل شوې.
د ننګرهار ولايت پچير اګام ولسوالۍ د تورې بوړې او الف خيلو سيمه کې تيره شپه د هوايي برید په ترڅ کې شپږ داعش وسله وال ووژل شول او د دوی يو شمېر سپکې او درنې وسلې لمنځه يوړل شوې.

دغه راز تيره شپه د دې ولايت اچين ولسوالۍ د پېښې په تنګي سيمه کې هم د هوايي بريد په ترڅ کې پنځه داعش وسله وال ووژل شول.
په دغه هوايي بريدونو کې ملکي وګړو ته کوم زيان ندی اوښتی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *