افغان ملت ګوند سلاکار وزیر او ننګرهار والي ته په ټولو قانوني چارو کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

د افغان ملت ګوند رئیس،رهبري شورا غړو، ولایتي استازو او یو شمېر نورو سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سره د لیدنې پر مهال په قانوني چارو کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

دغه لیدنه چې نن د لړم په دویمه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه،په ترڅ کې د افغان ملت ګوند عمومي رئیس ستانه ګل شیرزاد د یاد ګوند په استازۍ ننګرهار نوي والي ته د دندې مبارکې ورکړه .

نوموړي زیاته کړه، په ننګرهار ولایت کې په بېلابېلو برخو کې ستونزې شتون لري،خو د ښه مدیریت شتون کولای شي،په هر ډول ننګونو کې ستونزو ته د حل قانوني او لازمې لارې ومومي.

د ولسي جرګې پخواني غړي ډاکټرفاروق میړني خوښي څرګنده کړه،چې د ننګرهار نوی والي په سیاسي او ولایتي برخه کې د مدیریت اوږد مهاله تجربه لري .

هغه نیوکه وکړه،چې د افغان ملت ګوند غړي د هېواد سربېره په ولایتي کچه هم محروم پاتي شوي دي او هیله یې څرګنده کړه،چې په قانوني برخو کې ورته ځای ورکړل شي او له پام څخه ونه غورځول شي .

د ننګرهار پوهنتون استاد عبدالطیف مل شینواري د فساد پر ضد مبارزې او د امنیت د تامین په برخه کې د ننګرهار نوي والي څخه د ځآنګړو اقداماتو غوښتنه وکړه .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د افغان ملت ګوند مشر او غړو څخه مننه وکړه،چې له نوموړي څخه یې خپل حمایت اعلان کړ.

هغه زیاته کړه، افغان ملت ګوند یواځینی ګوند دی،چې له هر ډول فساد او هغه ناخوالو څخه چې اوس ورڅخه ولسونه سر ټکوي پاک دی .

ښاغلي منګل ډاډ ورکړ،چې په ټول توان سره به د ننګرهار ولایت ستونزو ته د قانون په چوکاټ کې د مسؤلینو،مدني فعالانو او سیاسي حزبونو په همکارۍ د حل لارې چارې پیدا کړي.

په ټولو خلکو به يو شان قانون پلی کوي.

دغه څرګندونې سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د اداري مجلس په غونډه کې وکړې.

د ولايت اداري مجلس غونډه د لړم په دويمه د ولايت مقام د غونډو په تالار کې تر سره شوه، چې پکې د ولايتي شورا رئيس، ولايت مرستيال او د دې ولايت اړونده ادارو رئيسانو او استازو برخه لرله.

د ننګرهار والي او د ولسمشر سلاکار محمد ګلاب منګل وويل، چې دغه فوق العاده مجلس يې پدې موخه نيولی، چې د ادارو مسولينو پيژندنه په اداراتو کې د کارونو چټکتيا، د مراجعينو کارونه پرته له ځنډه خلاصول، په اداراتو کې د نيمګړتياو سمونه، مامورين په وخت سره په دندو کې حاضريدل او په ولايت کې د شته ستونزو د حل لپاره لارې لټول او په ټولو يو شان قانون پلي کول دي.

ګلاب منګل د ادارو مسولينو ته وويل: ((خپله مې هوډ کړی، چې خلکو ته ښه خدمت وکړم او له تاسو هم د قانون په رڼا کې د کارونو په ښه توګه تر سره کولو غواړم.))

ښاغلي منګل وويل، چې د ټولو اداراتو د مسولينو کارونه به جدي تر نظارت او مديريت لاندې نيسي.

نوموړي مسولينو ته سپارښتنه وکړه، چې د خپل صلاحيت مطابق د مسوليت لرلو سره د خلکو کارونه په شفاف او پرته له ځنډه ژر تر ژره اجراء کړي.

ده وويل، چې هره اداره د خپلو کاري لايحو او اصولو له مخې مستقله ده؛ خو ټولې چارې د ولايت مقام د نظارت او څېړنې لاندې تر سره کيږي، چې د ټولو موخه د هېواد پرمختګ دی.

هغه مسولينو ته لارښوونه وکړه، چې په اداراتو کې د فساد مخنيوي لپاره لومړی په خپل اداراتو کې کار پيل کړي او په خپلو اداراتو کې د ښه مديريت او دسپلين له مخې اجرات تر سره کړي.

ننګرهار والي پر ټولو رئيسانو غږ وکړ، چې په همغږۍ سره د دې ولايت پرمختګ لپاره کار وکړي او شته غير قانوني کړنو مخه په جدي ډول ونيسي.

ننګرهار والي وويل: که کوم دولتی مسول د دندې پر مهال د خلکو کارونه وځنډوي، فساد لپاره زمينه برابره کړي او خلکو سره نا سم چلند کوي ده ته د منلو وړ ندي او ور سره به قانوني چلند وکړي.

ده وويل، چې هر هغه مامور او مسول چې په دغه ډول کړنو کې دخيل وي که د CBRاو اداري اصلاحاتو له لارې مقرر شوی هم وي د قانون په رڼا کې به ور سره چلند کيږي.

د ننګرهار والي د ادارو رئيسانو ته ډاډ ورکړ، چې د کارونو په ګړنديتوب او د مرکزي ادارو څخه د بوديجې په ترلاسه کولو کې به ور سره لازمه همکاري تر سره کړي.

‎ څلور تنو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله واوښته

تېره ورځ د مومندرې ولسوالۍ اته ويشتمې ويالې په سيمه کې د پوليسو او وسله والو مخالفينو ترمنځ نښته رامنځته شوې، چې په ترڅ کې يې يو تن وسله وال مخالف وژل شوی، درې ټپيان شوي او د مخالفينو څخه يو ميل راکټ انداز پولیسو ترلاسه کړی دی.

په دغه نښته کې پوليسو او ملکي وګړو ته کوم زيان ندی اوښتی.

د تورخم ښاروال له دندې ګوښه شو.

د لوړپوړو مسؤلینو د امر له مخې د تورخم ښاروال حمیدالله په منفي موضوعاتو کې د ښکیلتیا له امله له دندې ګوښه او عدلیي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شو.

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د خپلې پېژند غونډې پر لومړۍ ورځ د وینا پر مهال د فساد پر ضد مبارزه د خپلو کارونو د لومړیتوبونو څخه یاد کړل .

په پچیراګام ولسوالۍ کې د ګډو کورنیو ځواکونو له لورې چاڼیز عملیات پیل شول .

ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د ګډو کورنیو ځواکونو له لورې د وسله والو مخالفینو د لمنځه وړلوو په موخه عملیات پيل شول .

دغه عملیات چې تېره شپه د ملي اردو ځواکونو په مشرۍ پیل شول، په کې ملي پولیس،عامه نظم، سیمه ییز پولیس او د سیمې پاڅون کوونکي ګډون لري.

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل امنیتي منسوبینو ته امر کړی،چې تر هغې په یاده ولسوالۍ کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي،ترڅو په بشپړ ډول وسله وال مخالفین وځپل شي .

سمونیار طاهر ظاهر د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې عمومي مدیر وټاکل شو.

ننګرهار امنیه قوماندان مل پاسوال سیدګل اقا روحاني وویل، د امنیه قوماندانۍ په وړاندیز او د کورنیو چارو وزارت په منظورۍ سمنوال طاهر ظاهر د ننګرهار ولایت امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې نوي مدیر په توګه وټاکل شو.

هغه نوي جنایي مدیر ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ د ګډو امنیتي او کشفي مؤظفینو د همغږي کولو او د امنیت په ټینګښت کې د هلو ځلو لارښوونه وکړه .

امنیه قوماندان د پخواني مدیر سمونوال قدرت الله عرب زي د ترسره کړو کړنو له امله هم ستاینه وکړه .

په همدې موخه د جوړو شوو مراسمو په پای کې د امنیه قوماندان له لورې سمونیار طاهر ظاهر د امنیه قوماندانۍ منسوبینو ته ور وپېژندل شو.

ډیرو درنو شریفو ولسونو !

د ننګرهار ولایت وروستي وضعیت ته په کتو اړتیا ده،چې خپل ټول رسمي وخت په رسمي چارو کې مصرف کړم، نو له تاسې ټولو درنو هیله لرم،چې موږ ته د ستړي مشې او هرکلي ویلو په موخه په رسمي وخت کې له راتګ څخه ډډه وکړئ .

دا چاره به مو زموږ او د ننګرهار ولایت د ولسونو سره مرسته او همکاري وي .

هغه دوستان چې زموږ پر یاده پرېکړه خوابدې شوي، ترې بخښنه غواړم او ډاډ ورکوم،چې هره ورځ به د رسمي وخت وروسته وکولای شو،چې سره لیده کاته او خبرې اترې وکړو .

درنښت

محمد ګلاب منګل

د ولسمشر سلاکار وزیر او ننګرهار والي

سلاکار وزیر او ننګرهار والي د پوهنې ادارې څخه د څارنې په ترڅ کې د مراجعینو ستونزې واوریدې

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د لړم په دویمه د دغه ولایت د پوهنې ریاست څخه د څارنې په ترڅ کې د بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه .

د دغه لیدنې پر مهال د پوهنې رئیس او یو شمېر څانګو مسؤلینو شتون نه درلود .

ښاغلي منګل د یاد ریاست بېلابېلو څانګو څخه د لیدنې پر مهال د حاضرو مسؤلینو څخه د دوی د فعالیتونو په اړه معلومات تر لاسه کړل .

هغه همدا راز په یاد ریاست کې د لسګونو مراجعینو ستونزې هم واوریدې او اړونده مسؤلینو ته یې ژر تر ژره د حل لارښوونه وکړه .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي ګلاب منګل د دغه ولایت ولسونو ته ډاډ ورکړ،چې په ټول توان سره به هڅه وکړم،چې د نورو ترڅنګ د پوهنې په اداره کې لازم اصلاحات رامنځته کړم،ترڅو په دغه اداره کې شته ستونزو ته د پای ټکی کېښودل شي.

سلاکار وزیر او ننګرهار والي د خان عبدالغفار خان په مزار د ګلونو ګېډۍ کېښوده .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د لړم په دویمه په جلال اباد ښار کې د فخري افغان خان عبدالغفار خان د مزار له چارو څخه د لیدنې ترڅنګ د ارواښاد په مزار د ګلونو کیډۍ کېښوده او د نوموړي روح ته یې د دعا لاسونه لپه کړل .

نوموړي وویل، خان عبدالغفار خان د لرو بر پښتنو مبارز مشر و، چې د لومړي ځل لپاره یې په کوزې پښتونخوا کې د پښتنو لپاره ښوونځی پرانسته .

ښاغلي منګل د یاد مزار څخه د لیدنې پر مهال خواشیني څرګنده کړه،چې له کلونو راهیسې د یاد مزار د جوړولو چارې پیل شوي خو لا هم نیمګړي دي .

هغه ډاډ ورکړ، چې د یاد مزار جوړونکو سره به د چارو د ګړندیتوب او د ولایت مقام د همکارۍ په موخه ژر ناسته ترسره کړي .

فخري افغان خان عبدالغفار خان په ۱۳۶۶ کال کې د ۹۰ کلونو په عمر له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې او د وصیت له مخې د جلال اباد ښار په شیشم باغ سیمه کې خاورو ته وسپارل شو.

روح دې ښاد وي .

خان عبدالغفار خان څخه یو شمیر بچیان پاتې دي چې پکې خان عبدالولي خان، خان عبدالعلي خان او غنی خان وتلې څیرې دي.

شاوخوا شپږ کاله وړاندې په جلال اباد ښار کې د فخر افغان خان عبدالغفارخان د مزار جوړولو چارې پیل شوي،خو لا هم نیمګړي دي .

څلور تنه داعش وسله وال ووژل شول.

د ننګرهار ولايت په پچير اګام ولسوالۍ کې تيره ورځ داعش وسله والو د سرحدي پوليسو پر يوې پوستې برید کړی، چې له امله یې جګړه رامنځته شوې .

د دغه نښته په ترڅ کې څلور داعش وسله وال وژل شوي،چې جسدونه يې د جګړې په ميدان کې پاتې دي .

د دغې جګړې پر مهال سرحدي پوليسو او ملکي وګړو ته کوم زيان ندی اوښتی.

دوه ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته .

ننګرهار ولایت د کوز کونړ ولسوالۍ په کاشکوټ سیمه کې پر یو کور د وسله والو طالبانو د توغول شوي توغندي د لګیدو له امله یوه ۱۲ کلنه نجلۍ په شهادت رسیدلې او د هغې دیارلس کلن ورور ټپي شوی دی .

یاده پېښه تېره شپه رامنځته شوې .

د شېرزادو خلکو د مخالفينو بريد پر وړاندې چمتووالی وښود.

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ قومي مشرانو، ځوانانو او جهادی قوماندانانو نن د لړم په دويمه په ياده ولسوالۍ کې را ټول شول او د وسله والو مخالفينو بريد پر وړاندې يې خپل چمتووالی وښود.

يادو خلکو وويل، چې دوی د دولت بشپړ ملاتړ کوي او چمتو دي، چې د خپل ځان او سيمو څخه د ساتنې په موخه د دولت هرې وسله والې ډلې سره وجنګيږي.

دوی له حکومت څخه وغوښتل، چې ولسونه تقويه کړي، ترڅو د مخالفينو د کړنو په مخنيوي کې لا پياوړي شي.

د مرستندويه ادارو مسولينو پچير اګام ولسوالۍ ته د مرستو لېږلو چمتووالی وښود.

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د لړم په دويمه جلال اباد شاهي ماڼۍ کې د يوناما دفتر په ګډون د بېلابېلو مرستندويه ادارو مسولينو سره د پچير اګام ولسوالۍ خلکو ته د مرستې جلبولو په موخه وکتل.

ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، چې له نننۍ غونډې يې موخه نړيوالو مرستندويه ادارو مسولينو سره پېژندنه او پدې ولايت کې د طبيعي پېښو او جګړه ځپلو خلکو ته د مرستو رسول دی.

ښاغلی منګل په د مرستندويه ادارو مسولينو څخه مننه وکړه، چې د دې ولايت جګړه ځپلو خلکو او بېرته راستنيدونکو کډوالو سره مرستې کوي.

نوموړي وویل، چې د پچير اګام ولسوالۍ يو شمېر اوسیدونکو کورونه د مخالفینو له لوري ويجاړ شوي او خلک یې د خپلو کورونوڅخه بې ځايه شوي دي.

ده د مرستندويه ادارو مسولينو څخه غوښتنه وکړه، چې د پچير اګام خلکو ته برابرې شوې مرستې ژر تر ژره ورسوي.

د مرستندويه ادارو مسولینو ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ، چې پچير اګام ولسوالۍ زيانمنو خلکو ته يې مرستې چمتو کړي او ډېر ژر به يې ور واستوي.

د اضطرار کمېټې مسولينو ډاډ څرګند کړ، چې د طبيعي پېښو او جګړه ځپلو خلکو لپاره کافي بوديجه لري اوسمهال يې په پچير اګام ولسوالۍ کې سروې پیل کړې، چې سروې ختميدو سره سم به ورته مرستې وليږل شي.

د اداء موسسې مسولینو وويل، چې پچير اګام ولسوالۍ ته يې روغتيايي کار کوونکي، امبولانسونه او درمل استولي او که اړتيا وليدل شي؛ نو نوره مرسته به هم وليږي.

د دغې ناستې پر مهال د UNHCR او IOM ادارو مسولينو اندېښه وښوده، چې په روان کال کې شاوخوا دوه سوه زره کډوال له پاکستان هېواد څخه راغلي، چې اتيا سلنه يې په ننګرهار کې پاتې شوي، چې د ژوند په بېلابېلو برخو کې يې ستونزې را ولاړې کړي دي.

دغه راز دوی غوښتنه وکړه، چې حکومت دې بېرته را ستنيدونکو کډوالو ته د سرپناه لپاره ځمکه په واک کې ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *