په ټولنیزو چارو کې د ولایت مرستیالې په مشرۍ د شکایتونو اوریدو او غصب مخنیوي کمیسون له لورې د مشتریانو په نوم د ځآنګړې ورځې په ترڅ کې د ولس ستونزې واوریدل شوې.
په ټولنیزو چارو کې د ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ په مشرۍ د شکایتونو اوریدو او غصب د مخنیوي کمیسون له غرو،چې په کې د دې ولایت بېلابېلو مسؤلینو شتون درلود،د مشتریانو په نوم د ځآنګړې ورځې په ترڅ کې د خلکو ستونزې واوریدې .
یادې ستونزې چې د غويي په درېیمه ولایت مقام کې واوریدل شوې ،پر مهال یې د خلکو بېلابېلې ستونزې د اړونده مسؤلینو سره حل او یو شمیر نورو د تعقیب په موخه یې مسؤلینو ته سپارښتنې وشوې.
په ټولنیزو چارو کې د ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ وویل،د غصب د مخنیوي او شکایتونو اوریدو کمیسون کې د ټولو ریاستونو مسؤلینو او استازو شتون درلود،چې د خلکو ستونزې یې ځینې حل کړې،ځینې یې د حل په موخه تر تعقیب لاندې ونیولې او یو شمیر نورو حل په موخه یې مسؤلینو ته په شفاهي ډول لارښوونې وکړې .
د ولایت مرستیالې له لورې د جوی هفت په سیمه کې د دوو تنو ترمنځ د کور پرسر شخړه،د خوږیاڼو په زاوې سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ د درې جریبه ځمکې دعوې،د بټي کوټ په شلمه ویالې سیمه کې د یو شخص له لورې د جوړ شوو هټیو له امله د اوبو د بندیدو او ګڼ شمیر نور موضوع اړونده مسؤلینو ته د حل په موخه ولیږل شول .
د مشتریانو په دې ځانګړې ورځ د شکایتونو اوریدو او غصب د مخنیوي کمیسون په فعالیدو ګڼ شمیر مشتریانو خوښي وښوده او خپلې ستونزو د شریکولو ترڅنګ یې د تعقیب په برخه کې د همکارۍ غوښتنې وکړې .
د مومندرې ولسوالۍ مقام له خوا د سولې ولسي پسرلنۍ مشاعره تر سره شوه
ننګرهار ولایت مومندرې ولسوالۍ مقام له خوا د سولې ولسي پسرلنۍ مشاعره د ولسوالۍ په انګړ کې د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې ترسره شوه، چې د ولسوال محمد نسیم شینواري په ګډون سلګونو ځوانانو، شاعرانو، د مدني ټولنې غړو او قومي مخورو په کې ګډون کړی وو.
د مومندرې ولسوال محمد نسیم شنیواري د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل پیغام ګډونوالو ته وړاندې کړ او د سولې د راوستو یوازینۍ لاره يې د ولس او حکومت ترمنځ همکاري، همغږي او یوالی یاد کړل.
د سولې ولسي مشاعرې په ترڅ کې شاعرانو خپل لیکلي شعرونه سولې ته ځانګړي کړي وو او د جنګ له ټولو ښکیلو غاړو يې د شعر په ژبه وغوښتل چې نور د هیواد ۴۰ کلن ناورین ته د پای ټکی کیږدي او ټول مسائل د خبرو له لارې حل کړي.
د مشاعرې په یوه برخه کې د ننګرهار تیاتر د تکړه ممثیلینو له خوا د سولې او ښې حکومتولۍ په اړه یوه تمثیلي پارچه نندارې ته وړاندې شوه چې د ګډونواله د تود هرکلي سره مخ شوه.
ګوشته کې د غیري ثبت شوو سیم کارټونو د را ټولیدو کمپاین پیل شو.
ننګرهار ولایت ګوشتې ولسوالۍ کې د غیر قانوني مخابراتي فعالیتونو د مخنیوي ګډ کمیسیون د بېلا بېلو بازارونو څخه لسګونه پۀ غیر قانوني توګه پلورل کېدونکي د بېلابېلو شبکو سیم کارتونه راټول کړل.
د مخابراتو مدیریت، ملي امنیت او امنیه قومندانۍ له لوري به د ګوشتې ولسوالۍ د بازارونو په ټولو برخو کې دا ‌‌‌‌‌‌ډول عملیات په دوامدار ‌‌‌‌‌‌شکل ترسره شي،چې د مخابراتي فعالیتونو د طرزالعمل په اساس هېڅ مخابراتي شرکت نشي کولی، چې له پلور وړاندې سیم کارت فعال کړي.
د ننګرهار يو شمېر ديني عالمانو د يوې غونډې پرمهال د طالبانو د الفتح په نوم پيل شوي عمليات وغندل او دغه راز يې پر دغې وسله والې ډلې له افغان حکومت سره د سولې کولو غږ وکړ.
دغه لسګونه ديني عالمان او يو شمېر قومي مشران د غويي په ۳مه د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې سره راټول شوي وو او د اسلام له نظره يې د مسلمان پر خلاف د جګړې پر حراموالي هم بحثونه وکړل.
د ديني عالمانو له ډلې مولوي حبيب الله جلال ابادي وويل، دغه نږدې اوويا تنه ديني عالمان په دې خاطر راټول شوي چې د جګړې پر زيانونو بحث وکړي او له طالبانو د سولې غوښتنه وکړي.
نوموړي دا يادونه هم وکړه چې د حکومت له لوري د پيل شويو خالد او د طالبانو له لوري د الفتح په نوم پيل شوي عمليات د خلکو په زيان دي او بايد دواړه لوري يې بېرته لغوه اعلان کړي.هغه د طالبانو الفتح عمليات وغندل چې په خبره يې د بې ګناه افغانانو د وژلو لپاره يې زمينه برابره کړې ده.غونډې ته د وينا پرمهال يو بل ديني عالم مولوي شېراز خان عظيمي وويل، افغانان تر بل هر څه لومړی سولې ته اړتيا لري، ځکه د امن نه شتوالي افغانان له زده کړو، پرمختګ او نورو ډېرو کارونو وروسته پاتى کړې دي.
دی زياتوي، حکومت او طالبان دواړه بايد خپل پيل کړي عمليات د افغان بې ګناه وګړو د ژغورنې او سولې خبرو اترو د پيل په موخه بېرته ودروي.
هغه پر طالبانو غږ وکړ: ((ای طالبانو بس دی! دا ملک نور مه ورانوئ، د پرديو په لاسونو او دغه بربادي نوره مه راوړئ، دغه کړېدلى ولس مو نور له دې بدبختيو وژغورئ.))
دغه راز غونډه کې ګډونوالو قومي مشرانو هم له طالبانو وغوښتل چې د پرديو له لمسون لاس په سر شي او له حکومت سره دې سوله وکړي.
د دوی له ډلې ملک نعمت الله حليمي وويل، نړيوال دې هم د افغان سولې پروسې د مخته بيولو او کاميابۍ لپاره رښتيني ګامونه واخلي
کامې او دوربابا ولسوالیو کې د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښ�� دوه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
ننګرهار ولایت کامې ولسوالۍ کې د څه باندې دوه میلیونه افغانیو او دوربابا ولسوالۍ کې د نږدې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت دوه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د کلیو پراختیا ریاست اړوند د ولسي تړون ملي پروګرام له لورې د کامې په خالصه شوراکې د دوه میلیونه یو سلو درویشت زره درې سوه درې دیرش افغانیو په مالي لګښت یو پلچک د څه باندې یوې میاشتې په موده کې تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو،چې ۶ متره سور، ۴ متره اوږدوالی او ۳ متره لوړوالی لري .
د یو بل خبر له مخې د دوربابا ولسوالۍ په تور لالا سیمه کې د دوه میلیونه اووه سوه پنځه څلوېښت زره یو سلو پنځه اویا افغانیو په مالي لګښت د پاکو اوبو رسولو یوه شبکه تر جوړیدو وروسته ګټه اخیستنې ته وسپارل شوه،چې په یو وخت کې ۲ سوه کورنۍ ورڅخه ګټه اخلي .
په همدې حال کې د سره رود په میرزایانو کلي کې هم د څه باندې سل زره افغانیو په مالي لګښت د څښاک د پاکو یوه بله شبکه هم جوړه شوه او د سل کورنیو لپاره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه .
په ننګرهار کې د نارنج ګل د فرهنګي ارزښت ترڅنګ کاروباري بڼه غوره کړې او ګڼ شمیر بڼوال ترې ګټه لاسته راوړي.
د ننګرهار ولایت په مرکز او ګڼ شمیر ولسوالیو کې په شاوخوا لس زره جریبه ځمکه کې د نارنجو باغونه کرل شوي،چې هره جریب باغ یې په کال کې شاوخوا ۴ سوه کیلو ګرامه ګلونه تولیدوي،چې هر کیلو د نارنجو ګل یې په یو سلو پنځوس افغانۍ پلورل کیږي.
د نارنج ګلونه چې په کال کې یو ځل غوړیږي،په وروستیو کې د زیاتو باغونو د فعالیدو له امله د ګلونو را ټولیدو په موخه سلګونو کسانو ته کاري فرصتونه برابر شوي او همدا راز له یادو ګلونو څخه د درملو او عطرو جوړولو له امله باغدارانو ته ښه بازار موندنې زمینه هم برابره شوې ده .
په ننګرهار ولایت کې د اورځلا په نوم د عطرو جوړولو په فابریکه کې هر کال شاوخوا ۲۵ ټنه د نارنجو ګلونه پروسس کیږي،چې ترې تولید شوې عطر اروپایي هېوادونو ته د ښه بازار د شتون له امله صادریږي .
د ننګرهار د نارنج ګل چې دوه اونۍ موسم لري، د دې ولایت په موسم کې ځآنګړی بدلون رامنځته کوي،چې د هېواد په کچه یې شاعران په خپلو لیکلو شاعرونو کې ستاینه کوي .
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو نويو ټاکل شويو استازو ته د ښه راغلاست، مبارکۍ او همغږۍ غونډه جوړه شوه
نوموړې غونډه، چې د ننګرهار پوهنتون په نوښت جوړه شوې وه، مسؤلينو يې د ولسي جرګې وکيلان يووالي او د هېواد او ولس واقعي خدمت ته راوبلل.
غونډې ته د پرانيستې وينا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم وکيلانو ته د بريا مبارکي وويله او هغوى يې خپلو مسؤليتونو ته ځير کړل.
نوموړي وويل: د ننګرهار ولسونو په سختو شرايطو کې تاسې ته رايه درکړه او پر تاسې يې باور وکړ، اوس ستاسې دنده او مسؤليت دى، چې ددې زورېدلو ولسونو په واقعي استازيتوب، حق غوښتنه او خدمت د نوموړي باور ساتنه وکړئ.
ښاغلي فهيم د ننګرهار استازو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او زياته يې کړه، چې د ننګرهار پوهنتون استادان، محصلين او ټول منسوبين ستاسو د مثبتو برنامو ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر ډول مرستې ته تيار دي.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د منتخبو وکيلانو په استازيتوب امير خان يار او عبدالرؤف شپون خبرې وکړې او د ننګرهار له ولسونو يې مننه وکړه، چې په دوى يې باور وکړ.
نوموړو وکالت منصب نه، بلکې ستر مسؤليت ياد کړ، چې په ترسراوي کې يې له ولس نه د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه.
د غونډې په پاى د ننګرهار پوهنتون مشرتابه راغلو وکيلانو ته د اعزاز پګړۍ پر سر کړې او په يو شمېر معنوي ډاليو يې ونازول.
په مومندرې ولسوالۍ کې ١٢٠ تنه د ژورنالیزم ٤ میاشتنیو زده کړو ورسته فارغ او د خدمت په موخه وړاندې شول
د ننګرهار ژورنالېستانو شورا د مومندرې څانګې د سهار ژورنالېزم مرکز څخه په لومړۍ دوره کې ١٢٠ تنه د ژونالیزم د زده کړو فارغ او د یوې غونډې په ترڅ کې ورته فراغت لیکونه ورکړل شول .
د مومندرې ولسوال محمد نسیم شینواري د ژورنالیزم پر مسلک او اهمیت خبرې وکړې او له فارغینو یې وغوښتل تچې ملي ګټو ته ژمنې دندې ترسره کړي .
په ننګرهار کې د ژورنالیستانو شورا مشر شفيق الله ممله وال د سهار ژورنالېزم مرکز د مشر او استادانو څخه مننه او ستاينه وکړه چې په لرې پرته ولسوالۍ کې هم د ژورنالیزم لومړنۍ زده کړې ځوانانو ته ورکړې .
د مومندرې ولسوالۍ د ننګرهار په ختيځ کې لرې پرته ولسوالي ده چې په کې فرهنګي چارې تر بل هر وخته ډېر شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *