تاند، جمعه، د عقرب ۱۷مه: د ننگرهار د پوهنې ریاست وايي، د دې ولایت د ۹۰۵ ښوونځیو له جملې څخه یې ۴۵۰ ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي یې تر شین اسمان لاندې درسونه وايي.

د ننګرهار د پوهنې رئیس حسیب شینواری وايي، په دې ۹۰۵ ښوونځیو کې ۸ لکه او ۵۰ زره زده کوونکي درس وايي، چې سږ کال به یې د ښوونځیو دودانۍ نشتوالي ستونزې د رفع کولو لپاره په ننګرهار ولایت کې ۲۰۸ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر له لوري په ټول هېواد کې د ۵ زره ښوونځیو د جوړولو پروګرام پیل شوی چې دغې پروګرام ته ۱۶۰ میلیونه ډالر وقف شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *