ارشیف

تاند، جمعه، عقرب ۳مه: د جلال اباد ښار د نن ماښام ځانمرګي برید د ماشومانو په ګډون ۱۸ کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي تاند ته وویل، پېښه نن څلورمه ناحیه د بېز اکمالاتي ساحه کې د صفر دوه قطعې پر ځواکونو شوې ده.

نوموړی په پېښه کې د دوه ملکیانو او دریو سرتېرو د وژل کېدو او د ۱۳ نورو د ټپي کېدو او د ۶ ماشومانو په ګډون د ۱۳ نورو د ټپي کېدو خبره هم کوي.

بلخوا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې دا برید دوی کړی او د ملي امنیت د صفر ۲ قطعې ۱۱ سرتېري یې په کې وژلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *