تاند، دوشنبه، د قوس ۱۸مه: په ننګرهار کې یو شمېر مدني فعالانو مېرمنو نن د ناامنۍ په اعتراض د دغه ولایت د امنیت تابوت او نمایشي جنازه ایستلې ده.
دغو مېرمنو شکایت کړی چې د ښار امنیتي وضعیت د ډاډ وړ نه دی او خلک له کوره تر راوتلو وروسته ځان خوندي نه احساسوي.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند فرید خان بیا مني چې یو شمېر مېرمنو د ناامنۍ له کبله اعتراض کړی دی خو په وینا یې پولیس شپه او ورځ هڅې کوي چې د خپلو ښاریانو امنیت خوندي کړي.
دا اعتراض په داسې حال کې شوی دی چې تازه د تېرې چهار شنبې په ورځ وسله والو د ننګرهار ولایت مقام په څو مترۍ کې د جاپانۍ موسسې مشر ډاکټر تیتسو ناکاموراو ورسره ساتونکي یې په ډزو ووژل او په تېښته بریالي شول.
که څه هم نن پولیسو ادعا کړې چې د ناکامورا د وژنې په تور یې دوه کسان نیولي دي، خو د ننګرهار خلک شکایت کوي چې په دغه ولایت کې هدفي وژنې زیاتې شوې دي او خلک ځان خوندي نه احساسوي.
فاتحې او جنازې مه اخلئ . پولیس او ټول امنیتي ځواکونه زمونږ او ستاسو ورونه او اولادونه دي . له هغوی سره مرسته وکړئ . د جاسوسانو ، قاتلانو ، قانون ماتوونکو ، مفسیدونو په کشف او نیولو کې دولت او امنیتي ځواکونه د ولس مرستې ته اړتیا لري.
په ټوله نړۍ کې ولس له خپل دولت سره همکاري کوي . دوی نه پرېږدي چې یو څو خایین او د پردیو مزدوران د ملت په سرنوشت لوبې وکړي.