تاند – د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په یوه اعلامیه کې چې نن یې په خپل فیسبوک خپره کړې ده په دغه ولایت کې د دوه زورواکو او جنایتکارانو نومونه افشا کړي دي.
داسې ښکاري چې د ننګرهار په روانو نا امنیو او په تېره بیا په بې ګناه ښاریانو په شویو وروستیو بمي بریدونو کې د دغو مافیایي کړیو مشران لاس لري.
ښاغلي میاخېل په خپله فیسبوک پاڼه د ننګرهار د یوه نامتو جنګسالارحضرت علي د زوی احمدعلي حضرت او د شېرزادو ولسوالۍ د یوه مخور جنګسالار اجمل عمر نومونه یاد کړي دي.
میاخېل لیکلي، احمدعلي حضرت چې د ولایتي شورا رییس دی، په تېرو دریو میاشتو کې له کله چې ده د ننګرهار د والي په توګه کار پیل کړی دی، هېڅکله هېڅ مهمه غونډه کې چې د ننګرهار د ټولنیزو چارو د تنظیمولو لپاره ترسره شوې وي برخه نه ده اخیستې بلکې کله په کابل، دوبۍ او کله په ایران کې وي.
د ننګرهار والي د احمدعلي حضرت د یو شمېرهغو تخریبي کارونو یادونه هم کړې چې په ننګرهار کې یې د ترسره کولو هڅه کړې ده. والي لیکلي چې ښاغلي حضرت هڅې وکړې چې د مشورتي لویې جرګې لپاره شوي انتخابات ګډوډ کړي، د شینوارو د ولسونو تر منځ بې اتفاقي رامنځته کړي او د خپلو یو شمېر مستعارو فیسبوکیانو له لارې ولایتي ادارې پسې ناوړه تبلیغات وکړي.
شاه محمود میاخېل د ننګرهار د اقتصادي زبېښاکګرو له ډلې څخه د اجمل عمر په نامه د یوه بل زورواکي د کړنو یادونه هم کړې ده.
ویل کیږي چې اجمل عمر د شېرزادو ولسوالۍ د شوکاڼي د ناقانونه استخراج په هڅولو او د بېلابېلو شرکتونو خاوندانو سره د جوړجاړي له لارې په ننګرهار کې د اقتصادي مافیا د یوې غټې پښې په توګه کار کاوه چې د نوي والي په راتګ سره یې ګټې له خطر سره مخامخ شوي دي.
د ننګرهار والي د اجمل عمر له خوا په شېرزاد ولسوالۍ کې د محلي اردو د جوړونې د مخنیوي او د هڅو د ګډوډۍ یادونه هم کړې او په دې یې زور راوړی چې په سیمه کې د محلي اردو په لیکو کې د هغه ناقانونه ملېشې ونیول شي چې ښایي غواړي په دې توګه یې ناقانونه ګتې خوندي شي.
په اعلامیه کې راغلي چې د سره رود د ولسوالۍ د لوړپوړو چارواکو په بدلونې سره چې د اقتصادي مافیا د دغه مشر ګټې په خطر کې شوي دي هغه راپارېدلی دی.
شاه محمود میاخېل یاده کړې ده چې ننګرهار ته د والي په توګه له معرفي کېدلو راهیسې یې د لالپورې ولسوالۍ کنټرول ترلاسه کړی، د تورخم د لاریو مسئله چې د اقتصادي مافیا یوه لویه جاله وه حل کړې چې سوداګر پرې خوشحال او د ننګرهار د ګمرک عواید پرې زیات شوي او په ورته وخت کې د جنایتکارانو د غیرقانوني عوایدو سرچینې وچې شوي، او په شېرزادو ولسوالۍ کې حکومتي ځواکونو د سیمو کنټرول په لاس کې اخیستی دی.
د ننګرهار د والي له خپرې کړې اعلامیې څخه داسې ښکاري چې احمد علي حضرت او اجمل عمر غواړي چې د دغه ولایت په نظامي شورا کې برخه واخلي په داسې حال کې چې که په هغوی لګېدلي تورونه ریښتیا وي ښایي چې هغوی د خپلو ملېشو تر څنګ د حکومت له مخالفینو سره هم لاس ولري او په ښار کې یې د عملیاتو لپاره د اسانتیا په برابرولو کې مرسته وکړي.
hazrat ali is one cancer for nangarhar province.have connection with iran&isi intillegent service.
peoples must help governer &police.thank you
داسی مضری حشری په دی وطن کښی ډیری دی ولی تحصیل کرده او په وطن مین خلک باید دولت حمایه کړی تر څو دا وطن فروشان او خاینن د قانون منګلو ته وسپاری او د خدای په خاطر که په خلکو او وطن مین وی ددی خلکو په ګرفتاری سړکونو ته مه راوزی دا ډیر خاین او د پیسو لپاره یی خپل ایمان خرڅ کړی دی.
ولس ته د خاینینو معرفي کول نیمه بریا ده ، اوس د ولسونو او دولت دنده ده چې د هغوي د هرغړي فعالیت تر نظارت لاندې ونیول شي او که بل ځل یې جرم او جنایت وکړ باید جلال آباد ښار په مرکزي چوک کې علني په دار وځړول شي.
دغه دوه جنابتکاران چه تیره هفته د روژی مبارکی میاست کی یی پرله پسی بمي چاودنی وکړل او ګڼ شمیر هیوادوالو ته یی مرګ ژوبله واړوله باید عدلې او قضایي ارګانونو ته معرفی شي. او د دولت څخه خواست کوو چه دغه دوه جنایتکاران باید زر تر ژره د څرخي پله زندان ته د تورو تنبو شاته ګزار کړي چه تر څو د ننګرهار ولس تری ارامه شي.
د والی صاحب میاخیل ملاتړ هم په دولت او هم په ولس کی پکار دی چه د ولایت مافیه کړۍ له منځه ولاړی شي.
کندهار د کرزیانو مافیایې لنډغرو له ژونده وایست، ننګر هار ته هم ورته پلان سته چي د عبدالحق او نورو د لنډغرو په واسطه دومره و وځپل سي چي هیڅکله د سر پورته کولو توان پیدا نکړي. که کندهاري او او ننګرهاري ځوانان په ګډه د نظام ملاتړ ته ودانګي او د لنډغرو د ملاتړ څه
لاس واخلي نو فکر کوم چي بیابه غله او زورواکي د دې توان پیدا نکړي چي چاته کاږه وګوري
وای د افغانستان او د ننگرهار د خلکو په حال چی د داسی فاسدو او وطن پلورونکو په لای کی ولیدلی. وایی له سپی به سپی پیدا کیزی. تاسو د حضرت علی او له اولاده یی بله توقع مه کوی.
وای د افغانستان او د ننگرهار د خلکو په حال چی د داسی فاسدو او وطن پلورونکو په لاس کی ولیدلی. وایی له سپی به سپی پیدا کیزی. تاسو د حضرت علی او له اولاده یی بله توقع مه کوی.