تاند، چهارشنبه، د حمل ۲۰مه: د ننګرهار والي وايي، په نازیان ولسوالۍ کې د دوه قومونو تر منځ د ځمکې پر سر نښته کې ۶ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ژوبل دي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل چې نن یې پر خپله فیسبوک پاڼه د کورونا د مدیریت په تړاو بشپړ راپور نشر کړی په یوه څنډه کې یې راغلي دي چې په نازیان او دوربابا ولسوالیو کې د دوه قومونو تر منځ د دولتي ځمکې د غصب په لانجه کې شپږ تنه وژل شوي او ۱۶ نور ژوبل شوي دي.

والي میاخېل ویلي، ولایتي اداره په دغه لانجه کې دمصروفیت له امله د کورونا پر ضد مبارزه کې صدمه لیدلې خو هڅه کوي لانجه ژر تر ژره هواره کړي.

نوموړی وايي، نښته پرون سه شنبه رامنځته شوې ده او د ځمکو د غصب د مافیا یوه برخه دغسې مسایلو ته لمن وهي تر څو ولایتي اداره مصروفه وساتي خو خبرداری ورکړ چې د غصب پر وړاندې به جدي مبارزه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *