تاند، جمعه، د قوس ۱۵مه: د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل اعلان کړی چې هر چا د ډاکټر ناکامورا د قاتلینو په نیولو کې له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړه، له خپله جیبه به یو میلیون افغانۍ انعام او جایزه ورکړي.

د ننګرهار والي دا څرګندونې له تښتوونکو څخه د یو سوداګر او د یو هوټل د مالک د راخوشې کولو له عملیاتو وروسته کړې دي  او زیاته یې کړه امنیتي ادارو ته یې جدي سپارښتنه کړې ده چې د ناکامورا د وژنې عاملان ونیسي: ((هر امنیتي ارګان چې د ناکامورا عاملین پیدا او د قانون منګولو ته یې وسپاري، له شخصي امکاناتو څخه به ورته یو میلیون افغانۍ جایزه ورکړم.))

دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي میاخېل تېره ورځ د یو خبري کنفرانس په څنډه کې خبریالانو ته ویلي وو چې د ناکامورا د وژنې پلان له افغانستان څخه بهر جوړ شوی و.

ښاغلي میاخېل زیاته کړې وه، د کونړ د اوبو مدیریت ښاغلی ناکامورا وژلی دی او د دغې سیاسي وژنې استخباراتي معلومات به ډېر ژر له خلکو سره شریک کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ډاکټر تیتسو ناکامورا وژنه په ټول هېواد کې مظلومانه بلل شوې او د هغه د قاتلانو د تښتېدلو له کبله پر ولایتي اداره او امنیتي بنسټونو نیوکې زیاتې شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *