۱۶/۵/۱۳۹۸
ننګرهار کې د شاه غازي امان الله خان پر فکر او تر سره کړيو خدمتونو د يوې غونډې په ترڅ کې مقالې ولوستل شوې.
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار بي بي حوا لېسه کې پوهنې رياست له لوري د شاه غازي امان الله خان پر ژوند، فکر او پوهنې برخه کې په تر سره کړيو خدمتونو د يوې غونډې په ترڅ کې مقالې ولوستل شوې.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل خوښي وښوده، چې د خپلواکۍ سلمې کليزې په مناسبت زده کوونکو له لوري د ازادۍ اتل غازي امان الله خان پر ژوند او فکر د مقالو لوستلو په موخه غونډه جوړه شوې ده.
نوموړي وويل، چې ټول افغانان بايد د خپلواکۍ سلمې کليزې په نمانځنه کې برخه واخلي او ملي بيرغ او ټولو ملي نوامیسو ساتنه او درناوی وکړي.
هغه زياته کړه، څومره چې خپلواکۍ ورځ او نور ملی مسايل په شاندارو مراسمو سره نمانځو په همدې کچه مو ازادۍ او استقلاليت حس پياوړی کيږي.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل وويل، چې کوچنيانو ته بايد په هېوادنۍ مينه روزنه ورکړو او سوله ييز فرهنګ ورته زده کړو، ترڅو د جنګي فرهنګ لمنځه يوړل شي.
پوهنې رئيس حسيب الله شينواري وويل، چې د شاه غازي امان الله خان په دوره کې ۳۲۲ لومړني ښوونځي رامنځته شول او پر ټولو هېوادوالو يې لومړنۍ زده کړې اجباري کړلې.
هغه زياته کړه، چې امان الله خان رسمي ښوونيز مراکز رامنځته کړل، چې په کې زرګونه کسان مسلکي وروزل شول.
ده وویل، چې د لومړي ځل لپاره امان الله خان له ولسونو څخه يوه نيمه افغانۍ راټولولې، ترڅو معارف پرې تقويه کړي.
پوهنې رئيس همدا راز وويل، چې د پوهنې مسئولينو او د ښوونځيو زده کوونکو د خپلواکۍ سلمې کليزې په وياړ خپل ښوونځيو په ښکلي کولو کې برخه اخیستې او په بشپړې لېوالتیا به د اسد په ۲۸مه د خپلواکۍ سلمې کليزې به جشن کې ګډون وکړي.
په دغه غونډه کې د ښوونځيو استادانو او زده کوونکو د شاه غازي امان الله خان پر ژوند، فکر، بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول پوهنې برخه کې د تر سره کړيو خدمتونو په اړه مقالې ولوستلې.
۱۶/۵/۱۳۹۸
ننګرهار کې د ختيځ زون په کچه د خپلواکۍ سلمې کليزې په مناسبت د لاسي صنايعو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار شیرزي لوبغالي کې د ختيځ زون په کچه د زمري په ۱۶مه کليو پراختيا ادارې له لوري د خپلواکۍ سلمې کليزې په مناسبت د لاسي صنايعو درې ورځنی نندارتون پرانيستل شو.
د دغه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ننګرهار والي شاه محمود مياخيل، د ادارو رئیسانو، مېرمنو، ځوانانو او ګڼ شمېر نورو ګډون کړی و.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل وويل، چې دغه درې ورځنی نندارتون د هېواد خپلواکۍ سلمې کليزې په مناسبت او د ختيځ زون کليواليو مېرمنو د اقتصادي پياوړتيا په موخه جوړ شوی، چې په کې مېرمنو له لوري په لاس جوړ شوي توکي نندارې ته ايښودل شوي دي.
نوموړي د کليو پراختيا رياست له مسئولينو مننه وکړه، چې په دې ولايت کې يې د کليوالو مېرمنو اقتصادي پرمختګ په موخه نندارتون جوړ کړ او وطني توليداتو پلور او ترويج ته يې زمينه برابره کړه.
ده پر ټولو ننګرهار مېشتو غږ وکړ، چې وطني توليدات وپيري، ترڅو وطني توليدات زيات توليد او اقتصادي پرمختګ رامنځته شي.
په دغه نندارتون کې د مېرمنو په لاس جوړ شوي خوراکي او غير خوراکي توکي غالۍ، ښځينه جامې، بوټان، پټو، اچار، مربا او نور توکي ايښودل شوي، چې په ښه کيفيت سره جوړ شوي او په مناسبه بيه پلورل کيږي.
په نندارتون کې د بېلابېلو ولايتونو لسګونو کسانو ګډون کړی و او د وطني توليداتو څخه يې ليدنې ترڅنګ د خپلې خوښې توکي وپيرل.
دغه نندارتون تر درې ورځو پورې دوام لري او هېوادوال کولی شي، چې د ليدنې ترڅنګ په کې د خپلې خوښې توکي وپيري.
۱۶/۵/۱۳۹۸
ننګرهار کې د ختيځ زون په کچه د ولسواليو اداري طرز العمل جوړيدو په موخه ولسوالانو ته دوه ورځنی ورکشاپ ورکړل شو.
ننګرهار کې د ختیځ زون ولسوالانو او د ولسواليو اداري کار کوونکو ته د ولسواليو اداري طرز العمل جوړيدو په موخه دوه ورځنی ورکشاپ تر سره شو، چې په کې د سيمه ييزې حکومتولۍ په اړه ملي خبرې او بحثونه وشول او له نظرياتو څخه به يې د ولسواليو طرزالعمل جوړيدو کې ګټه واخیستل شي.
دغه ورکشاپ، چې د اسلا ادارې په همکارۍ جلال اباد ښار سپينې ماڼۍ هوټل کې جوړ شوی و په کې ننګرهار والي شاه محمود مياخيل، د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پلان او پالیسۍ رئیس حامد کريمي، د ننګرهار، کونړ او لغمان ولايتونو ولسوالانو اداري کار کوونکو او نورو ګډون کړی و.
د دغه ورکشاپ پر مهال ننګرهار والي وويل، چې نظام په ښه حکومتولۍ جوړيږي او ښې حکومتولۍ سره سوله، ثبات او انکشاف هم رامنځته کيږي.
نوموړي وويل، چې د ښې حکومتولۍ په رامنځته کولو کې بايد دولتي او غير دولتي ادارې او ولسونه برخه واخلي؛ ترڅو شته ستونزې حل او د پرمختګ لپاره ګامونه واخیستل شي.
هغه وايي مسئولين بايد د حکومتولۍ اصلونو پروسې، مشارکت، احتساب او تصميم نيونې برخې ته پاملرنه وکړي او په ولسواليو کې سيمه ييزه حکومتولي پياوړي کړي.
ده زياته کړه: (( که په ولسواليو کې حکومتولي پياوړې شي ور سره ولايت ښه کيږي او کله چې ولايت ښه شو نو ور سره ټول هېواد جوړيږي؛ نو بايد ولسواليو ته په ټولو برخو کې پاملرنه وشي…))
ننګرهار والي ولسوالانو ته د ولسوالیو طرز العمل په جوړويدو کې د ازاد بحث او نظرونو تبادلې سپارښتنه وکړه، ترڅو يو له بل سره نظريات شريک کړي او په همغږۍ سره يو ښه طرز العمل رامنځته شي.
د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پلان او پالیسۍ رئيس حامد کريمي ولسوالانو ته په خپلو خبرو کې وويل، چې ولسونو سره د دحکومت په استازيتوب لومړنۍ اړیکه تاسو نيسئ؛ نو بايد د ولس او حکومت ترمنځ ښې اړيکې رامنځته کړئ.
نوموړي وويل، چې د هېواد په کچه د ولسواليو شورا جوړيږي، چې له مخې به يې ولسواليو ته لازمه پاملرنه وشي.
په دغه ورکشاپ کې ولسوالانو او د ولسواليو اداري کار کوونکو د ولسواليو اداري طرز العمل جوړيدو په موخه ازاد بحثونه وکړل، چې له نظرياتو څخه به يې سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره د ولسواليو په نوي طرزالعمل جوړيدو کې ګټه پورته کړي.
۱۶/۵/۱۳۹۸
ننګرهار والي د خپلواکۍ سلمې کليزې په مناسبت د ملي بيرغونو او بيجونو وېش کمپاين پرانيسته وکړه
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د زمري په ۱۶مه د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند پښتونستان واټ کې د اقتصاد رياست او غير دولتي موسساتو له لوري د خپلواکۍ سلمې کليزې په مناسبت ولسي خلکو ته د ملي بيرغونو او بيجونو د وېش کمپاين پرانیسته وکړه.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د دغه کمپاين په پرانیسته کې وويل، د خوښۍ ځای دی، چې ولسونو کې مو هېواد سره د مينې احساس ژوندی دی او خپلوکۍ سلمې کليزې نمانځنې ته يې چمتووالی نيولی.
نوموړي وويل، چې په دې وروستيو کې يې د ننګرهار بېلابېلو ولسواليو ته سفرونه وکړل، چې په لرو پرتو سيمو کې هم خلکو ملي بيرغونه رپانده کړي او د سلمې کليزې نمانځنې په پار چمتووالی نيسي.
هغه د اقتصاد رئيس غلام الله افغانيار غير دولتي موسساتو مسئولينو او مدني فعالانو څخه مننه وکړه، چې ولسي خلکو ته يې د ملي بيرغونو او بجيونو وېش پيل کړ.
د اقتصاد رئیس غلام الله افغانيار وويل، چې د بيرغونو او بيجونو وېش يې په دې موخه پيل کړی، ترڅو ځوانانو کې هېواد سره د مينې حس پياوړی شي او سلمې کليزې نمانځنه کې په پراخه کچه ګډون وکړي.
په پای کې ننګرهار والي په لاس يو شمېر ځوانانو ته د ملي بيرغونو او بجيونو په ورکړې سره ياد کمپاين پيل شو، چې په ښار او ولسواليو کې به ولسي خلکو بيرغونه، بيجونه او د خپلواکۍ نمانځلو اړوند نور توکي وويشل شي.
د دغه کمپاين پر مهال د مدني ټولنو استازو صابرالله ممله وال اسد الله ښالز او نورو هم شتون درلود او ځوانانو ته يې د ملي بيرغونو او بيجونو وېش تر سره کړ.
۱۶/۵/۱۳۹۸
د جلال اباد او مزار ښارونو ترمنځ د همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو
د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار او د بلخ ولايت مرکز مزار شريف ښارونو ترمنځ د همکاريو هوکړه ليک د دواړو ښارونو ښاروالانو له لوري په داسې حال کې لاسليک شو، چې د ننګرهار ولايت مرستيال، د بلخ والي او ګڼ شمېر نورو لوړ پوړو مسئولينو ګډون درلود.
د بلخ والي محمد اسحاق رهگذر وويل، چې د جلال اباد او مزار ښآرونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه ليک لویه لاسته راوړونه ده ځکه جلال اباد د تورخم او مزار د حيراتانو په څېر بندرونه لري.
نوموړي وويل، چې ياد بندرونه افغانستان اسيايي هېوادونو سره نښلوي او ډېرې اقتصادي ګټې لري.
هغه دغه هوکړه ليک د دواړو ولايتونو په ټولنيز او اقتصادي پرمختګ کې مهم ياد کړ او د دواړو ښارونو پر مسئولينو يې د همکارۍ غښتلتيا او اوږدمهاله دوستۍ ټينګار وکړ.
ننګرهار ولايت مرستيال تميم عارف مومند وويل، چې بلخ زمونږ تاريخي وياړ دی، چې دغه ښار د سيمې او نړۍ په کچه په مادي او معنوي لحاظ د هېواد شمله هسکې ساتلې ده.
نوموړي د جلال اباد او مزار پر هوکړه ليک خوښي وښوده او زياته يې کړه، چې په دې سره به د دواړو ښارونو په اقتصادي، ټولنيز او فرهنګي برخو کې لازم پرمختګونه رامنځته شي.
هغه وويل، چې دواړه ښارونه د هېواد ختيځ او شمال سوداګريزې دروازې دي، چې افغانستان اسيايي هېوادونو سره نښلوي او د ورېښمو لويې لارې درلود وياړ هم لري.
د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ښاروالي معين عبدالباقي پوپل د جلال اباد او بلخ ښارونو په تاريخچه رڼا واچوله او زياته يې کړه، چې د دغه هوکړه ليک له مخې به د دواړو ښارونو مسئولينو ترمنځ بېلابېلو برخو کې همغږي او همکاري رامنځته شي.
د جلال اباد ښاروال روح الامين حسن د خبرو پر مهال خوښي وښوده، چې دواړه ښارونه سره وصل شول او همدا راز د مزار ښاريانو څخه يې وغوښتل، چې جلال اباد ته سفر وکړي، ترڅو د دې ښار سیاسي، ټولنيز او فرهنګي وضعيت سره بلدتيا پيدا کړي او اړيکې لا پراخه شي.
د مراسمو په پای کې ټولنيزو، فرهنګي، سیاسي، ټولنيزو او نورو برخو کې د جلال اباد او بلخ ښاروالانو له لوري د مسئولينو په شتون کې د خپلمنځي همکارۍ او همغږۍ تړون لاسليک کړ.
دغه سفر، چې د ننګرهار مرستيال والي تميم عارف مومند په مشرۍ تر سره شو پر مهال يې د ولايتي شورا غړي استاد اسرار الله مراد، ښځو چارو،د صنعت او سوداګرۍ، اطلاعاتو فرهنګ، عامې روغتيا، ښار جوړونې سوداګرۍ او صنعت خونو رئيسانو ، اهل هنودو، جلال اباد او تورخم ښاروالانو ، ښاروالۍ شورا غړو او نورو مسئولينو ګډون کړی و.
۱۶/۵/۱۳۹۸
د ولايت مرستيالې په مشرۍ ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي مخنيوي کميسون غړو غونډه وکړه
ننګرهار ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ په مشرۍ د زمري په ۱۶مه ولايت مقام کې ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی مخنيوي کميسون غړو مياشتنۍ غونډه وکړه، چې په کې د ښځو اړوند يو شمېر قضيې وڅېړل شوې.
د ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ د تېر مجلس پريکړو او سپارل شويو دندو په اړه راپور واوريد او له مسئولينو يې مننه وکړه، چې ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي مخنيوي کې هلې ځلې کوي.
د دې ناستې په ترڅ کې د ښځو اړوند پر يو شمېر قضیو بحثونه وشول، چې مسئولينو ته د ستونزو حل او قضيو په تعقیب کې لارښوونې وشوې.
همدا راز د ښځو اړوند په يو شمېر نورو موضوعاتو هم خبرې اترې او پريکړې تر سره شوې.
مسئولينو ډاډ څرګند کړ، چې د ښځو اړوند قضيې پر وخت څيړي او په حل کې يې اړونده ادارو سره موضوعات تعقيبوي چې ښې پايلې لري.
۱۶/۵/۱۳۹۸
ننګرهار کې د پولیسو په ليکو کې د ۶۱ شهيدو سرتيرو کورنيو غړو سره د دولس ميليونه او دوه سوه زره افغانيو نغدي مرسته وشوه.
ننګرهار ولايت کې د پولیسو په ليکو کې د شهيدو سرتيرو ۶۱ کورنيو غړو سره د سرپناه جوړولو په موخه د دولس ميليونه او دوه سوه زره افغانيو نغدي مرسته وشوه.
ياده مرسته په امنې قوماندانۍ کې د امنیه قوماندان پاسوال عبدالرقيب مبارز، شهيدانو او معلولينو امر عاشق الله وزيري او نورو مسئولینو له لوري د شهيدانو کورنيو غړو ته ورکړل شوه.
ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال عبدالرقيب مبارز وويل، چې د پولیسو په ليکو کې ۱۷۱ شهيد سرتيرو سره د دوه – دوه سوه زره افغانيو مرسته شوې، چې له جملې يې نن ۶۱ کورنيو ته دغه مرسته ورکړله.
نوموړي وويل، چې د شهيدانو کورنيو غړو ته وړاندې نومرې ورکړل شوې وې او اوس دغه نغدي مرسته د سرپناه جوړولوپه موخه ورکړل شوه.
هغه وويل، چې حکومت د شهيدانو کورنيو غړو حقونو ته درناوی لري او ټولو کورنيو ته به ياده مرسته په شفاف ډول وویشي.
۱۶/۵/۱۳۹۸
ننګرهار والي د نازیانو او اچين ولسوالیو بيا مېشته شويو کورنيو لپاره ۱۳۰ ميتريک ټُنه خوراکي غنم اعلان کړل.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل تېره ورځ د نظامي شورا غړو او سکتوري ادارو مسئولينو په ملتيا اچين او نازيانو ولسواليو ته د سفر په ترڅ کې له جګړو له امله بې ځايه شوې کورنۍ، چې اوسمهال بېرته خپلو اصلي ځايونو ته ستانه شوي د ۱۳۰ ميتريک ټنه مرسته شويو خوراکي غنمو وېش اعلان وکړ.
نوموړي وويل، چې نازيانو ولسوالۍ ته پنځوس ټنه غنم رسيدلي، چې د دې ولسوالۍ بېرته مېشته شويو کورنيو باندې به په شفاف ډول وويشل شي.
هغه همدا راز اچين کې ولسي غونډې ته په وينا کې د يادې ولسوالۍ بيا مېشته شويو کورنيو لپاره د اتيا ټنه خوراکي غنمو ورکړې اعلان وکړ، چې ډېر ژر به ورته ولېږل شي.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل وويل اوسمهال په اچين او نازيانو ولسواليو کې بشپړ امنيت رامنځته شوی او دغه غنم به په هغو کورنيو وويشل شي، چې د جګړو له امله بې ځايه شوې وې او اوس بېرته خپلو اصلي سيمو ته ستانه شوي دي.
۱۶/۵/۱۳۹۸
ننګرهار ولايت مرستيالې په مشرۍ د خوړو خونديتوب کمېټې غړو مياشتنۍ ناسته وکړه
ننګرهار ولايت مرستيالې حيبې کاکړ په مشرۍ د زمري په ۱۶مه ولايت مقام کې د خوړو خونديتوب کمېټې غړو مياشتنۍ ناسته وکړه، چې په کې د خوړو خونديتوب، تغذيې او د خوراک اړوند يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وشوې.
د ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ د خوراک خونديتوب برخه کې د تر سره شويو فعاليتونو په اړه د کمېټې غړو راپور واوريد او مسئولینو ته يې په بېلابېلو برخو کې د اجراتو سپارښتنې وکړې.
نوموړې د کمېټې غړو ته لارښوونه وکړه، هغه هټۍ او سرايونه، چې د غذايي موادو په قضيو کې تړل کيږي د بېرته خلاصيدو پر مهال بايد ولايت مقام په جريان کې شي.
د ولايت مرستيالې همدا راز مسئولينو ته لارښوونه وکړه، چې د هټيو او سرايونو مالکانو ته د لوحو جوړولو سپارښتنه وکړي او د خوراک خونديتوب په برخ کې لازم اجرات تر سره کړي.
په دې ناسته کې د يونيسف ادارې له لوري د مور په شېدو د ماشوم تغذيه کولو تر سرليک لاندې پريزينټيشن هم وړاندې شو.
۱۶/۵/۱۳۹۸
ننګرهار کې د يو شمېر ادارو د عامه اړيکو مسئولينو ته د اړيکو او مهارتونو په برخه کې دوه ورځنی ورکشاپ ورکړل شو
ننګرهار ولايت رسنيو دفتر له لوري د اسلا ادارې په همکارۍ د دې ولايت د بېلابېلو ادارو د اړيکو او ارتباطاتو ۲۳ کار کوونکو ته د اړيکو او مهارتونو په اړه دوه ورځنی ورکشاپ ورکړل شو.
ننګرهار ولايت مقام بشري سرچينو رئيس احمد ضياء عبدالزي د ورکشاپ ګډونوالو ته وويل، چې د اړيکو او ارتباطاتو مهارتونو زده کړه هرې ادارې کار کوونکو لپاره اړينه ده او بايد په دغه برخه کې لازم معلومات ترلاسه کړي.
نوموړي د ورکشاپ ګډونوالو ته په عامه اړيکو، راپور ليکنې، د معلوماتو خپرولو په پار د ټولنيزو رسنيو کارونې، ناستو او غونډو تنظيم، خلکو ته د حساب ورکونې او يو شمېر نورو برخو کې معلومات ورکړل او ورته يې سپارښتنه وکړه، چې له زده کړو معلوماتو څخه عملاً ګټه پورته کړي.
ننګرهار ولايت مقام لپاره د اسلا ادارې د عامه اړيکو سلاکار امید کیهان وویل، چې د دې ورکشاپ موخه د دولتي ادارو او مدني ټولنو ترمنځ د همغږۍ پیاوړي کول او معلوماتو ته د خلکو لاسرسی دی .
د ورکشاپ ګډونوالو بحث شوي موضوعات اړين وبلل او په راتلونکې کې يې د دا ډول نورو ورکشاپونو جوړيدو غوښتنه وکړه.