تاند، پنجشنبه، د سنبلې ۲۸مه: د ننګرهار د ولایتي شورا غړی اجمل عمر وايي، بهرنیو ځواکونو د خوږیاڼو ولسوالۍ د جلغوزې پر ځنګل هوايي برید کې ۳۰ جلغوزه ټولوونکي کارګر وژلي او ۴۰ نور ټپیان دي.
نوموړی وايي، دغو کسانو د وزیرو د غره جلغوزي راټولول چې ټول د پکتیا، خوږیاڼو، خوست او کونړ اوسېدونکي وو او د شپې دوه بجې برید پرې شوی دی: (( کارګرو راته ویلي چې ۱۵۰ کسانو څخه یې یوازې ۸ کسان ژوندي پاتې دي، حال دا چې دوی د هیڅ ډلې غړي نه وو.))
بلخوا د ننګرهار د والي ویاند تاند ته په ټلیفوني تماس کې برید تاییدوي خو د تلفاتو په اړه یې وايي چې ۹ تنه وژل شوي او ۵ ژوبل دي.
خوږیاڼی وايي تراوسه څرګنده نه ده چې وژل شوي او ټپیان ملکیان دي او که داعشیان. خو تحقیقات روان دي
خو دا ادعاوې په داسې حال کې شوي دي چې دا مهال د خوږیاڼو د وزیرو زیاتره ځنګلي سیمې د داعش ډلې تر ولکې لاندې دي چې بهرني او افغان ځواکونه پکې تل د دغې ډلې پر ضد عملیات کوي.
دغه راز د ننګرهار د ولایتي شورا مدعي غړی اجمل عمر هم هغه کس دی چې تر دې وړاندې پرې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل له مافیايي او تروریستي ډلو سره د همکارۍ تورونه لګولي وو.