۵/۳/۱۳۹۸
د ننګرهار څلورو ولسواليو ولسوالانو د امنيت تامين، پرمختګ او ستونزو حل په موخه د ادارو مسئولينو او مخورو سره په جلا توګه ناستې وکړې.
ننګرهار ولايت چپرهار ولسوال محمد صدیق دولتزي د دې ولسوالۍ د امنيتي ادارو مسئولينو سره په ناسته کې په ګډې همغږۍ، امنيت لا تامين او قانون حاکميت په برخو کې سپارښتنې وکړې او مسئولينو ته يې دنده ورکړه، ترڅو د سيمې ثبات په موخه خپل فعاليتونه منظم او زيات کړي.
سره رود ولسوال قاري هجرت الله رحماني سره د سره رود او حصارک ولسوالۍ قومي مخورو د يوې غونډې په ترڅ کې د دواړو ولسواليو شریکې ستونزې واورولې ، چې ولسوال له لوري ورته د ستونزو حل ډاډ ورکړل شو.
په ورته وخت کې د کوز کونړ ولسوال ډاکتر اسماعيل شينواري د غذايي خونديتوب او طبعي سرچينو مدیريت له مسئولينو سره د ناستې په ترڅ کې سپارښتنه وکړه، چې په دې ولسوالۍ کې خپلې ټولې چارې په شفافيت سره پرمخ يوسي.
دغه راز نازیانو ولسوال قاضي صاحبزاده ګل طارق د دې ولسوالۍ د ادارو مسئولينو سره د ناستې په ترڅ کې هغوی ته سپارښتنه وکړه، ترڅو د خلکو کارونه پر وخت خلاص کړي او ټولې چارې د قانون له مخې تر سره کړي، نوموړي مسئولينو ته د پوليو واکسين په تطبيق کې د همکارۍ او يو شمېر نورو برخو کې د خپلو مسئوليتونو په تر سره کولو کې سپارښتنې وکړې.
۱۳۹۸/۳/۶
د داعش نظامي مسؤل په ګډون د دوی ۹ غړي ووژل شول .
ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ په اغزو او داودزي سیمو کې تېره شپه د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ لپاره د داعش نظامي مسؤل او یو قوماندان په ګډون د دوی نهه غړي وژل شوي دي .
په وژل شوو کسانو کې د چپرهار لپاره د داعش نظامي مسؤل ډاکټر بلال،مهم قوماندان قاري نجیب مشهور په ابوبکر او د دوی ۷ نور غړي شامل دي،همدا راز د داعشیانو یو مرکز چې په کې د شپې دوربین،۹ میله کلاشینکوف،۵۰ شاجورونه، ۱۱ پرتلې،لاسي بمونه،مخابرې،د داعش مهم اسناد،چاودیدونکې او نور توکې وو،هم لمنځه وړل شوی دی .
د وژل شوو داعشیانو جسدونه په سیمه کې پاتي دي .
د چپرهار ولسوال محمد صدیق دولتزی وایي، د ترسره شوو عملیاتو پر مهال ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی .
۵/۳/۱۳۹۸
دوه تنه د کانال ونو پريکولو او لیږدونې په جرم ونيول شول
ننګرهار وادې کرنيز شرکت مسئولينو د جلال اباد – تورخم په لويه لاره د درېيم فارم په سيمه کې دوه تنه د شيشم ډوله ونو د پرې کولو او ليږدولو په جرم ونيول.
د معلوماتو له مخې يادو کسانو دغه ونې له پرې کولو وروسته په هينو ډوله موټر کې له درېيم فارم څخه ليږدول، چې د محافظ ټولي موظفينو په همکارۍ ونيول شول.
نيول شويو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی او په امنې قوماندانۍ کې تر څېړنو او پوښتنو لاندې دي.
د ننګرهار وادې کرنيز شرکت مسئولين وايي، چې په دې وروستيو کې يې په بېلابېلو سيمو کې د ونو وهلو مخنيوی کړی او په يادو جرمونو ککړ کسان يې د قانون منګولو ته سپارلي دي.
۵/۳/۱۳۹۸
شينوارو کې يو قاچاق کوونکي سره شپږ کيلو ګرامه هيرويين ونيول شول
ننګرهار ولايت شينوارو ولسوالۍ مربوطاتو کې د نشه يي توکو پرضد مبارزې پوليسو عمليات تر سره کړي، چې په ترڅ کې يې د نشه يي توکو يو قاچاق کوونکی د شپږ کيلو ګرامه هيرويين سره يو ځای نيولی دی.
دغه نشه يي توکي، چې په کرولا ډوله موټر کې په ډېر مهارت سره ځای پر ځای شوي و د دې ولايت يوې بلې ولسوالۍ ته د قاچاق پر مهال ونيول شول.
قاچاق کوونکي په خپل جرم اعتراف کړی دی او په امنې قوماندانۍ کې د نورو پوښتنو لاندې دی.
پوډر یا هیرویین هغه سپین رنګه ماده ده چې په نشه روږدي کسان یې په بېلابېلو ډولونو کاروي او په هېواد کې زرګونه ځوانان په دې سپينو زهرو روږدي دي.
۵/۳/۱۳۹۸
ځانمرګي بريد ته چمتو شوي دوه واسکټونه او نور چاوديدونکي توکي ونيول شول
ننګرهار ولايت بېلابېلو سيمو کې پولیسو له لوري ځانمرګو بريدونو ته چمتو شوي له چاوديدونکو توکو ډک دوه واسکټونه، لاسي او ريموټ کنټرول بمونه، د هاوان مرمۍ او نور ۴۱ بېلابېل ډوله چاوديدونکي توکي کشف او ترلاسه شول.
د معلوماتو له مخې دغه چاوديدونکي توکي په بېلابېلو سيمو کې وسله والو مخالفينو د ځانمرګو بريدونو او نورو تخريبي کړنو په موخه ځای پر ځای کړي و.
د دغو چاوديدونکو توکو په ترلاسه کېدو سره د ګڼو تخريبي کړنو او مرګ ژوبلې مخه ونيول شوه.
۵/۳/۱۳۹۸
جلال اباد ښار کې دوه تنه باج اخيستونکي ونيول شول
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار مربوطاتو کې د جنايي جرمونو پر وړاندې مبارزې مديريت پولیسو هغه دوه ځوانان ونيول، چې له سوداګرو څخه يې د داعش وسله والې ډلې په نوم باج اخیسته.
د معلوماتو له مخې نيول شويو باج اخیستونکو به په تيليفون سوداګر په مرګ ګواښل او ورڅخه به يې د داعش وسله والې ډلې په نوم د نغدو پیسو غوښتنه کوله.
يادو کسانو څو ورځې وړاندې له يو سوداګر څخه اویا زره پاکستانۍ کلدارې اخيستې وې، چې ور څخه يادې پیسې هم ترلاسه شوي دي او بېرته به سوداګر ته وسپارل شي.
نيول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی او په امنې قوماندانۍ کې د نورو څېړنو لاندې دي، چې ډېر ژر به د قانوني چلند په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
۱۳۹۸/۳/۵
ننګرهار کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې د دوو پاکستانیانو په ګډون درې داعش ووژل شول .
ننګرهار ولایت هسکې مینې او اچین ولسوالیو کې د بېلابېلو هوایي بریدونو په ترڅ کې چې تېره ورځ ترسره شوي،د دوو پاکستانیانو په ګډون ۳ داعشیان وژل شوي او د دوی وسلې او مهمات هم لمنځه تللي دي .
د بې پیلوټه الوتکې په دې بریدونو کې د هسکې مینې په اوغز درې سیمه کې یو داعش او د اچین ولسوالۍ په عبدالخیلو سیمه کې دوه داعشیان وژل شوي دي .
۱۳۹۸/۳/۵
د ننګرهار والي په ځآنګړي ملاتړ د دې ولایت د مستوفیت په عوایدو کې ۱۰ سلنه لوړ والی راغلی .
د ننګرهار مستوفیت اداره د غوره خدماتو وړاندې کولو او نورو ګڼو لاسته راوړنو تر څنګ په ۱۳۹۸ لمریز کال په لومړیو پېنځو میاشتو کې د تېر کال د پېنځو میاشتو په پرتله ۱۰٪ سلنه لوړوالی راغلی دی.
د ننګرهار ولایت مستوفي ګل افضل نادري وایي، چې د کارمندانو د ظرفیت لوړاوي، په چارو کې له عصري تکنالوژۍ او سیستمونو، د شفافیت اصل په تطبیق ، کار اهل ته د سپارلو او همدارنګه د مراجعینو لپاره په کارونو کې د اسانتیاوو او سهولتونو رامنځته کولو په پایله کې د دې اداري عواید لوړ شوي دي.
نادري د ولایتي ادارې او په ځانګړې توګه د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل له همکاریو او ملاتړ مننه وکړه چې تل یې د دې ادارې د ستونزو په حل او د عوایدو راټولولو په برخه کې له دوی سره مرسته کړې