۶/۳/۱۳۹۸
ننګرهار ولايت د سره رود، روداتو، هسکې مېنې او نازيانو ولسوالانو مسئولینو او مخورو سره د امنيت، پرمختګ او قانون حاکميت په موخه ناستې وکړې.
ننګرهار ولايت سره رود ولسوال قاري هجرت الله رحماني د ملکانو شورا په ناسته کې د مخکيني امنيه قوماندان د کارونو ستاينه وکړه او نوی امنيه قوماندان حميدالله سباوون يې قومي مخورو او د ادارو مسئولینو ته ور وپيژنده، نوموړي له مسئولينو او مخورو غوښتنه وکړه، ترڅو نوي امنيه قوماندان سره د امنيت په ټينګښت کې همکاري وکړي.
په ورته وخت کې روداتو ولسوال سيد علي اکبر سادات د دې ولسوال مسئولينو سره د ناستې په ترڅ کې د قانون پر حاکميت ټينګار وکړ او مسئولينو ته يې سپارښتنه وکړه، چې د قانون په تطبيق کې جدي اجرات تر سره کړي.
بل لور ته د نازيانو ولسوال د کليو او پراختيا ادارې مسئولینو سره د ناستې په ترڅ کې د دې ولسوالۍ بېلابېلو سيمو کې پاکو اوبو ته د لاسرسي په موخه د سروې تر سره کولو او د پروژو عملي چارو پيلولو په برخه کې سپارښتنې وکړې.
دغه راز د هسکې مېنې ولسوال رضوان الله بشرمل د دې ولسوالۍ امنيتي مسئولينو سره د ناستې په ترڅ کې د امنيت ټينګښت او تخريبي کړنو په مخنيوي کې مسئولينو ته د لا جدي اقداماتو او فعاليت سپارښتنې وکړې، چې مسئولينو له لوري ورته په ټولو برخو کې د جدي اجراتو ډاډ ورکړل شو.
۶/۳/۱۳۹۸
د هېواد لوي درستيز په ختيځ کې د ملي اردو، عامه نظم او سرحدي ځواکونو څخه ليدنه او څارنه وکړه
د هېواد لوي درستيز ډګر جنرال بسم الله وزيري، د ۲۰۱ سيلاب قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمد زمان وزيری په ملتيا د ملي اردو، عامه نظم او سرحدي ځواکونو څخه د ليدنې په ترڅ کې د هغوی ستاينه وکړه او د جګړه ييز چمتووالي څخه يې ليدنه او څآرنه وکړه.
د ملي دفاع وزارت لوي درستیز ډګر جنرال بسم الله وزیري او په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمد زمان وزیري په مشرۍ راغلي پلاوي د عامه نظم ځواکونه وستایل.
راغلي پلاوي د عامه نظم لاسته راوړنو مننه وکړه، يو شمېر بريدملان په نغدي مکافاتو وستايل او لارښوونه وکړه چې د دښمن پر وړاندې کلک وجنګیږي.
په ورته وخت کې د وسله وال پوځ لوي درستیزاو د ۲۰۱ سیلاب قول اردوی قوماندان د د څلورمې پلې لواء څخه هم ليدنه وکړه او د یادې لواء جګړه ییز چمتووالی يې ښه و ارزوه.
۶/۳/۱۳۹۸
ننګرهار ولايت مرستياله حبيبه کاکړ د شهید مولوي سميع الله ريحان کور ته ولاړه او د شهيد کورنۍ غړو ته يې فاتحه وکړه.
ننګرهار ولایت ټولنيزو چارو مرستياله حبيبه کاکړ د غبرګولي په ۶مه د هېواد جيد عالم او مفتي شهید مولوي سميع الله ريحان کور ته ولاړه او د شهید کورنۍ غړو ته يې د فاتحه وکړه او ورته يې د تسليت مراتب وړاندې کړل.
د ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ وويل، چې شهيد مولوي سميع الله ريحان يو رښتينی عالم، ښه لارښوود او د هېواد، خاورې او نواميسو پالوونکی او مدافع و.
نوموړې وويل، چې د هېواد دښمنانو هيڅکله دا نشوی زغملی، چې زمونږ يو ديني عالم دې د خپل پوځ او خاورې سره مينه څرګنده کړي او خلکو ته دې د همدې ارزښتونو په هکله عامه پوهاوی وکړي؛ نو ځکه يې هغه په بزدلانه بريد کې شهيد کړ.
هغې وويل، چې شهيد مولوي سميع الله ريحان د ټولو هېوادوالو په زړونو کې ځای لري او د هېواد د دغه رښتيني عالم، مدافع او حامي یاد به تل لپاره ځلانده وي.
د ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ د شهيد کورنۍ غړو ته د ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړل او ډاډ يې ورکړ، چې د شهيد کورنۍ غړو حقونو ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.
۶/۳/۱۳۹۸
تېرو دوو مېاشتو کې ننګرهار ګمرک درې ميليارده افغانۍ عوايد راټول کړي
د ننګرهار والي شاه محمود مياخيل په هڅو په تورخم کې د لاريو د تګ راتګ او نورو ګمرکي چارو منظم کيدو له امله د ګمرک رياست په عوايدو کې شله سلنه زياتوالی راغلی او په تېرو دوو مياشتو کې درې ميليارده او څلور شپيته ميليونه افغانۍ عوايد راټول شوي دي.
د ننګرهار ګمرک رياست چارواکي وايي، دغې ادارې په تېرو دوو مياشتو کې درې ميليارده او ۶۴ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي دي.
دوی وايي د عوايدو په همدې ډيرېدو سره ننګرهار ګمرک د هېواد په کچه د ملي عوایدو په لوړاوي کې لومړی مقام خپل کړی دی.
د ننګرهار ګمرک رئیس محمد عمر مومند د غبرګولي په ۶مه وويل، دغې ادارې د نورو ګڼو لاسته راوړنو تر څنګ دا لومړی ځل دی، چې د روان ۱۳۹۸ کال په لومړیو دوو میاشتو کې خورا لوړ عواید تر لاسه کړل او پدې توګه د هېواد په کچه يې لومړی مقام خپل کړ.
د مومند د معلوماتو له مخې د هېواد د ګمرکونو په کچه د ننګرهار ګمرک له ګڼو ننګونو او ستونزو سره – سره په دې وتوانيد، چې تېرو دوو مياشتو کې درې ميليارده او ۶۴ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي.
دی زياتوي ((د وري میاشت کې یو ميلیارد، پنځه سوه نهه پنځوس میليونه او د غويي مياشت کې یو ميلیارد، شپږ سوه څوارلس میليونه افغانۍ عوايد د ننګرهار له ګمرک څخه تر لاسه او ملي بوديجې ته لېږل شوې دي.))
دی وايي، د تېر کال په پرتله د سږکال په لومړيو دوو مياشتو کې د ننګرهار ګمرک عوايد ۲۰ سلنه لوړ شوي دي.
نوموړی وايي، په ۱۳۹۳ کال کې د تورخم له لارې پاکستان سره سوداګري يو سل او ۵۶زره لارۍ وه چې اوس دا کچه په کال کې يوازې ۹۵زره ته راټيټه شوې ده.
نوموړي زیاته کړه سره له دې، چې پدې وروستیو وختونو کې ګاونډي هېواد پاکستان سره د تیر کال په پرتله سوداګري کمه شوې؛ خو بیا هم پدې توانېدلي، چې د هېواد په کچه لوړ عواید تر لاسه کړي.
د ګمرک رييس وايي، د عوايدو د لوړېدو علتونه د فساد مخنيوي، د جنسونو د تغير موضوع ختمول او د غير قانوني لارو څخه د ګمرکي اموالو د راتګ مخه ډپ کول دي.
د ننګرهار ګمرک رييس وايي په دغه برخه کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخيل هڅې هم د پام وړ دي چې د جلال اباد – تورخم لويې لارې په اوږدو کې يې نظم رامنځته کړی او هېڅ بار وړونکې لارۍ د ګمرک له ماليې ورکړې تېښته نه شي کولی.
۶/۳/۱۳۹۸
ننګرهار والي د شينوارو قومي مخورو ته د امنيت او بیا رغونې په برخه کې د اجراتو ډاډ ورکړ
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل سره د غبرګولي په شپږمه ولایت مقام کې د ولايتي شورا مرستيال عبيدالله شينواري په مشرۍ د اچين، دوربابا او شينوارو ولسواليو قومي مخورو د امنيت لا ښه والي او بيا رغونې په موخه ناسته وکړه.
د شينوارو قومي مخورو په استازۍ حاجي عثمان او حاجي عبدالصمد له ننګرهار والي شاه محمود مياخيل مننه او ستاينه وکړه، چې په شينوارو ولسواليو کې يې بشپړ امنيت رامنځته کړی او د يادو ولسواليو پرمختګ کې هڅې زياتې شوي دي.
دوی له ننګرهار والي څخه د شينوارو ولسواليو امنيت لا ښه والي، بیا رغونې پروژو پلې کولو کې د لا نورې پاملرنې غوښتنه وکړه او همدا راز ولسي تړون ملي پروګرام د فعاليتونو څخه يې نا خوښي څرګنده کړه، چې په وينا يې فعاليتونو يې کمرنګه دي.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د شينوارو ولسونو د قربانيو ستاينه وکړه، چې امنيتي ځواکونو سره يې د همکارۍ په ترڅ کې له خپلې سيمو څخه وسله وال مخالفين وويستل.
نوموړي وويل، چې د غصب مخنيوي، په ادارو کې په غير قانوني ډول د ګمارنو، جنايي او سياسي فعالیتونو، رشوت، باج، بډو او سهم اخيستنې او نورو ناوړه کړنو په مخنيوي کې يې اقدامات تر سره کړي دي او په ياده برخه کې به لا جدي هڅې وکړي، ترڅو ولسونو ته خپل حقوق ورسيږي.
هغه په دې ولايت کې د شاوخوا شپږ سوه لويو او وړو پروژو او په سږني کال کې د نويو منظور شويو پرمختيايي برنامو په هکله مخورو ته معلومات ورکړل او ډاډ یې ورکړ، چې د نورو ولسواليو په ګډون به د شينوارو ولسواليو امنيت او رغونې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
ننګرهار والي همدا راز مخورو ته ډاډ ورکړ، چې ډېر ژر به د شينوارو ولسواليو ته سکتوري رئیسان واستوي ترڅو اړتياوې معلومې او د متوازن انکشاف په نظر کې نيولو سره د بيا رغونې په برخه کې اجرات تر سره کړي.
۱۳۹۸/۳/۶
ننګرهار والي وايي د بشري او فزيکي امنيت تامين او فساد په مخنيوي کې يې جدي هڅې پيل کړي
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د غبرګولي په شپږمه ولايت مقام کې په داسې حال کې، چې د بشر حقونو رئيسې صبرينا حميدي او د بشر حقونو د مرکزي ادارې د څيړنې څانګې غړو هم شتون درلود وويل، چې په دې ولايت کې يې د بشري او فزيکي امنيت تامين او فساد په مخنيوي کې جدي هڅې پيل کړي دي.
په ختیځ زون کې د بشر حقونو رئيسې صبرينا حميدي وويل، چې د دغې ادارې د څيړنې څانګې غړي غواړي، چې په شیرزادو ولسوالۍ کې د وروستۍ پېښې څيړنه وکړي؛ ترڅو حقايق راټول او مرکزي ادارې سره يې د وروستيو اجراتو په موخه شريک کړي.
نوموړې همدا راز وويل، چې بشر حقونو اداره په پام کې لري؛ ترڅو د دې ولايت په يو شمېر ولسواليو کې شوراګانې جوړې کړي، چې د بشر حقونو په برخه کې به فعاليت کوي او په ياده برخه کې يې له ننګرهار والي څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د بشر حقونو مرکزي ادارې د څيړنو څانګې پلاوي مشرې شاهدې برمل وويل، چې ننګرهار ته يې له سفر څخه موخه داده ترڅو د شیرزادو پېښې په اړه څيړنه وکړي او معلومات يې د وروستيو اجراتو په موخه ولسمشر او امنيت شورا سره شريک کړي.
نوموړي وويل، چې د دې سفر په ترڅ کې به د يادې پېښې قربانيانو، عيني شاهدانو، ولايتي شورا، عامې روغتيا او يو شمېر نورو ادارو مسئولينو او استازو سره وګوري او د پېښې ټولې خواوې به وڅيړي.
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د ملکي تلفاتو په رامنځته کېدو خواشيني وښوده او زياته يې کړه، چې امنيتي مسئولين تل هڅه کوي، چې د عملياتو پرمهال د ملکي وګړو ژوند ته ځآنګړې پاملرنه وکړي؛ خو ځیني وختونه مخالفين له عامه ځايونو څخه د سنګر او ځان ساتنې په توګه کار اخلي، چې له امله يې ملکي تلفات رامنځته کيږي.
نوموړي وويل، چې د فزيکي امنيت ترڅنګ بشري امنيت ته جدي اړتيا ده او په همدې موخه يې د پوځي عملياتو يو طرز العمل له مرکز سره شريک کړی، چې په منظوريدو سره به يې د ملکي تلفاتو په مخنيوي کې موثره ګام پورته شي.
هغه همدا راز په دې ولايت کې د ګمارنو، عوايدو، امنيت، جنايي پېښو او يو شمېر نورو برخو کې معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه، چې په يادو برخو کې يې تر ډېره د فساد مخه نيولې او د لا نورو اصلاحاتو هڅې روانې دي.
ننګرهار والي دغه راز په ولسواليو کې د بشر حقونو له لوري د څيړنو په موخه د شوراګانو په رامنځته کېدو خوښي وښوده او ورته يې په ټولو قانوني چارو کې يې د همکارۍ ډآډ څرګند کړ.
۱۳۹۸/۳/۶
د ننګرهار والي په مشرۍ د دې ولایت اونیزه اداري غونډه ترسره شوه .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل په مشرۍ د دې ولایت اونیزه اداري غونډه د غبرګولي په ۶مه ولایت مقام کې ترسره شوه،چې په کې ولایت مرستیالانو،رئیسانو،امرینو او ادارو استازو ګډون کړی وو.
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د تېرې اونۍ په ترڅ کې د ولایت په کچه په امنیتي،سیاسي او ټولنیز وضعیت مالومات ورکړل،همدا راز یې مسؤلینو ته د تېرې اونۍ په ترڅ کې د ورکړل شوو دندو په اړه مالومات تر لاسه کړل .
نوموړي لارښوونه وکړه،چې د برېښنا د فعاله ساتلو کمیسون دې خپلې چارې په رسمي ډول پيل کړي،په ادارو کې دې ښځینه مشتریانو او کارکوونکو ته سهولتونه زیات کړي او د غصب د مخنیوي په موخه دې د مکتوبونو ترڅنګ د تعقیب چارې ګړندۍ شي .
هغه وویل، په بحراباد کې شهیدانو کورنیو ته د استوګنې په موخه د نمرو د ویش لړۍ جریان لري او ژر به په سرخ دیوال کې ۲ زرو په شاوخوا کې د ورته نورو نمرو د ویش لړۍ پیل کړي،چې په دې چارې سره به ګڼ شمیر مستحق کسان له خپلو حقوقو څخه برخمن شي.
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل خوښي وښوده،چې د ننګرهار ګمرک او مستوفیت عواید د تېر په توپیر لوړ شوي او ټینګار یې وکړ،چې د قاچاقو د مخنیوي او شفافیت په رامنځته کېدو سره به په دې برخه کې لا زیاتې لاسته راوړنې ولري .
هغه د کانونو رئیس ته د نورو مسؤلینو سره په همغږۍ د خپلسرو کانونو د لیږد،عامې روغتیا رئیس ته د ادا مؤسسې له لورې ټولو ولسوالیو ته د درملو د لیږد او کانال رئیس ته د بشپړو اسنادو سره قوماندانۍ ته د غاصبینو د ور پېژندلو لارښوونې وکړې.
په دې غونډه کې د سره رود ولسوال هجرت الله رحماني،د دره نور ولسوال هجرت ګردیوال او د چپرهار اجرایه مدیر پخپلو ولسوالیو کې د ولایت مقام،پوهنې،روغتیا،کلیو پراختیا،ټولګټو چارو او یو شمیر نورو ادارو اړوند خپلې ستونزې شریکې کړې،چې د اړونده مسؤلینو له لورې ورته د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
غونډه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسون پلاوي د ټولو ملکي مامورینو د ګوتو د نښانونو او ځآنګړې فورمې د ډکولو په اړه مالومات ورکړل،چې عملاٌ د ټولو ادارو له لورې وسره همکاري پیل شوه .
په دې غونډه کې همدا راز د دولتي ادارو د تدارکاتي پلانونو او مالوماتو،د خپلواکۍ سلمې کلیزې د نمانځنې په موخه د څلې جوړولو په موخه د ځآی په نښه کولو او یو شمیر نورو موضوعاتو په اړه هم بحثونه او پرېکړې وشوې .
۱۳۹۸/۳/۶
د هېواد لوی درستیز او ننګرهار والي په دې ولایت کې د تروریستانو د ځپلو په موخه په عملیاتو او د دوی په مالي سرچینو تړلو ټینګار وکړ.
د هېواد لوی درستیز ډګرجنرال بسم الله وزيري،چې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو، په ختیخ کې د سرحدي ځواکونو قوماندانانو او یو شمیر نورو یې ملتیا کوله،د غبرګولې په ۶مه یې ننګرهار والي شاه محمود میاخیل سره د هغه په کار ځای کې د لیدنې پر مهال په دې ولایت کې د تروریستانو د ځپلو په موخه د عملیاتو ترڅنګ پر دوی د مالي سرچینو په تړلو ټینګار وکړ.
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د لوی درستیز په مشرۍ د پلاوي څخه مننه وکړه،چې دې ولایت ته یې د امنیتي ستونزو د حل په موخه د ارزونې لپاره سفر کړی،همدا راز یې د ترسره شوو عملیاتو او لاسته راړونو په اړه مالومات ورکړل او په امنیتي برخه کې یو شمیر وړاندیزونه هم وکړل .
نوموړي همدا راز زیاته کړه،په لعلپورې او یو شمیر نورو سیمو کې د عملیاتو پر مهال د مخالفینو د ځپلو ترڅنګ د دوی مالي سرچینې هم تړل شوي او په دې برخه لا هم کار روان دی .
هغه وایي : (( دلته پخوا جنایي،مافیایي کړۍ او تروریستي ډلو ډیر عایدات لرل،د جلال اباد ـ تورخم په اوږدو کې وسله والو طالبانو د دوه نیم میلیارده افغانیو په کچه د لویې لارې او فارمونو څخه عواید تر لاسه کول،چې اوس پرې دا سرچینې تړل شوي دي . ))
ښاغلي میاخیل وایي، د کانونو، ځنګلونو او نشه یې توکو قاچاق، یو شمیر عایداتي ادارو او نورو سرچینو څخه د مافیایي کړیو ترڅنګ تروریستانو خپل مالي امکانات تر لاسه کول،چې دا مهاله پرې دا سرچینې نهایي کمې شوي دي .
ننګرهار والي وایي، په فزیکي ډول د تروریستانو د لمنځه وړلو په موخه عملیات ترسره کوي او د دوی د مالي توانمندۍ د لمنځه وړلو په موخه به یې د عایداتي سرچینو د تړلو چارې ګړندۍ کړي .
د هېواد لوی درستیز ډګرجنرال بسم الله وزيري وویل، د افغانستان د دښمنانو له لورې د ختیخ په اړه وروستیو کې منفي تبلیغات ترسره شول،چې دوی ولس ته ډاډګیرنې او مسؤلینو سره د لیدنو پر مهال د امنیتي ارزونې په موخه دې ولایت ته سفر وکړ.
هغه خوښي وښوده،چې په ننګرهار ولایت کې امنیت تامین دی،د ولایت مقام په رهبرۍ ملکي او نظامي برخو کې ښه همغږي جریان لري،هر اړخیز تدابیر نیول شوي او هیله یې وښوده،هغه امنیتي پلان چې په ولایتي کچه جوړ شوی،عملي شي،امنیتي ساحو کې به لا زیات پراخوالی راشي.
لوی درستیز ډاډ ورکړ،چې د ننګرهار نظامي شورا د پرېکړو د عملي کېدو په موخه هر ډول همکارۍ ته ژمن دي او ژمنه یې وکړه،چې شریکې شوې ستونزو ته به یې رسیدګي هم وکړي.
۶/۳/۱۳۹۸
په اچين او هسکې مېنې ولسواليو کې د پاکستانيو په ګډون څلور داعش وسله وال ووژل شول.
ننګرهار ولايت اچين او هسکې مېنې ولسواليو کې د بې پيلوټه او جيټ الوتکو په بريدونو کې د درې پاکستانيو په ګډون د داعش وسله والې ډلې څلور غړي ووژل شول.
د معلوماتو له مخې تېره ورځ د هسکې مېنې ولسوالۍ اُغز سيمه کې بې پيلوټه الوتکې د داعش وسله والو په يوه مرکز بريد کړی، چې په ترڅ کې يې يو داعش وسله وال وژل شوی او ياد مرکز لمنځه وړل شوی دی.
همدا راز تېره ورځ د اچين ولسوالۍ عبدالخېلو سيمه کې د جيټ الوتکې په بريد کې د داعش وسله والې ډلې دوه پاکستاني غړي وژل شوي دي.
په ورته وخت کې د بې پيلوټه الوتکې په بل يو بريد کې، چې د يادې ولسوالۍ شنډۍ سيمه کې تر سره شوی هم د داعش وسله والو دوه پاکستاني غړي وژل شوي.
په دغه بريدونو کې د داعش وسله والې ډلې يو شمېر درنې او سپکې وسلې هم لمنځه وړل شوي دي.
۱۳۹۸/۳/۶
د داعش نظامي مسؤل په ګډون د دوی ۹ غړي ووژل شول .
ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ په اغزو او داودزي سیمو کې تېره شپه د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ لپاره د داعش نظامي مسؤل او یو قوماندان په ګډون د دوی نهه غړي وژل شوي دي .
په وژل شوو کسانو کې د چپرهار لپاره د داعش نظامي مسؤل ډاکټر بلال،مهم قوماندان قاري نجیب مشهور په ابوبکر او د دوی ۷ نور غړي شامل دي،همدا راز د داعشیانو یو مرکز چې په کې د شپې دوربین،۹ میله کلاشینکوف،۵۰ شاجورونه، ۱۱ پرتلې،لاسي بمونه،مخابرې،د داعش مهم اسناد،چاودیدونکې او نور توکې وو،هم لمنځه وړل شوی دی .
د وژل شوو داعشیانو جسدونه په سیمه کې پاتي دي .
د چپرهار ولسوال محمد صدیق دولتزی وایي، د ترسره شوو عملیاتو پر مهال ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی .