۱۳۹۸/۵/۲۹
د ننګرهار والي په مشرۍ د نظامي شورا غړو د دې ولایت له خلکو مننه وکړه،چې د خپلواکۍ سلمه کالیزه یې په بې سارې ډول ونمانځله .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل په مشرۍ د نظامي شورا غړو د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال د دې ولایت له خلکو مننه وکړه چې په پرلپسې ډول یې د اخترونو،ملي بېرغ او په ځآنګړي ډول د خپلواکۍ سلمه کالیزه په شاندارې ډول ونمانځله،همدا راز یې د اسد په ۲۸مه نیټه د شویو تروریستي بریدونو عاملین د پردیو مزدوران او تروریستان په ګوته کړل .
د دې ولایت والي شاه محمود میاخیل،ملي امنیت رئیس تورنجنرال نظرعلي واحدي،امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرقیب مبارز او د څلورمې پلې لوا قوماندان برید جنرال محمد کریم نیازي یادې څرګندونې د زمري په ۲۹مه رسنیو دفتر کې د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وکړې .
ښاغلي میاخیل د امنیتي ځواکونو څخه مننه وکړه چې د تېرو سل ورځو راهیسې د پلان شوو سلګونو پروګرامونو جدي امنیتي تدابیر یې ونیول او زیاته یې کړه، د خپلواکۍ په شپه سلګونه زره ننګرهار میشتې د ولسوالیو ترڅنګ د ښار بېلابېلو سیمو کې په راوتلو سره یاده ورځ ونمانځله،چې د دې ګڼې ګوڼې څخه په ګټې ځینو تروریستانو او پردې پالو د اوبو په بوتلو،ګلدانونو،برېښنا پایو او یو شمیر نورو ځآیونو کې چاودیدونکې توکې ځآی پر ځای کړل او په چاودنو سره یې د خلکو په منځ کې د ویرې خپرولو هڅه وکړه،خو بیا هم زرګونه ننګرهار میشتو د ویرې پرته د خپل وطن خپلواکي په ښه ډول ونمانځل .
هغه وایي،د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په مناسبت یې په ۱۳ ولسوالیو کې ځآنګړي پکیجونه اعلان کړل،لسګونه پروژې او ګڼ شمیر نور پروګرامونه یې په دغه ورځو کې په ښه ډول ترسره کړل،همدا راز د خپلواکۍ د سلمې کالیزې د ښې نمانځنې په موخه اویا سلنه بودیجه خلکو پخپله او پاتې په حکومتي کچه مصرف شوې ده .

ننګرهار امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرقیب مبارز وویل، پولیسو یې د خپلواکۍ سلمې کالیزې د ښې نمانځنې په موخه ځآنګړي امنیتي تدابیر نیولي وو،چې د تېرې یوې میاشتې په موده کې یې نیول شوي ۴۰ تنه څآرنوالۍ ته ور پېژندلي .
هغه زیات کړه، په یادو کسانو کې یې د یو تن ځآنمرګي بریدګر،د داعش یو قوماندان،د داعش اړوند روزل شوی ۱۲ کلن هدفي وژونکی،د داعش د جلب او جذب مسؤل په ګډون ۱۶ تنه وسله وال مخالفین او ۲۲ تنه نور انسان تښتوونکي،قاتلین او په نورو جنایي پېښو کې ښکیل دي .
امنیه قوماندان وایي،په جلال اباد ښار کې د نظم او جنایي پېښو د مخنیوي په موخه په ټولو ریکشاوو پلیټونه نصب کړي،د بې پلیټه موټرو او غیرې مسؤله وسله والو د ګرځیدو مخنیوی کړی او د جلال اباد ښار لپاره په امنیتي برخه کې ګڼ نور پلانونه تر کار لاندې لري .

د ننګرهار ملي امنیت رئیس تورنجنرال نظرعلي واحدي وویل، د ننګرهار والي او ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان په همکارۍ د امنیتي ځّواکونو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شوې او ډیر ژر به د دې ولایت په اړه په امنیتي برخه کې مهم او ښه خبرونه ولرو .

هغه زیاته کړه، د ملي امنیت ریاست منسوبینو وروستیو کې ۱۳۷ تنه نیولي،چې په کې ۱۰۴ تنه وسله وال مخالفین،۲۰ تنه انسان تښتوونکي او ۱۳ تنه قاچاق او نورو غیري قانوني کړنو ترسره کوونکي شامل دي،همدا راز ۴۹ تنه وسله وال طالبان سولې بهیر سره یو ځای شوي او ۸ تنه داعش ورته تسلیم شوي،چې دواړو ډلو ۵۱ میله درنې او سپکې وسلې هم دوی ته سپارلي دي.

د ښاغلي واحدي په وینا د درې موټر بمو او ۱۴۸ حلقې ماینونو په خنثی کولو او د ځآنمرګو بریدګرو لپاره چمتو شوو نهه واسکټونو په نیولو سره یې د سلګونو وطنوالو ژوند خوندي وژغوره،هغه په یاده موده کې د وسله والو مخالفینو د ۲۱ پټنځآیونو د لمنځه وړلو او ګڼ شمیر وسلو او مهماتو د نیولو خبر هم ورکړ.

د څلورمې پلې لوا قوماندان برید جنرال محمد کریم نیازي بیا په یاده موده کې په ولسوالیو کې د ترسره شوو عملیاتو څخه یادونه وکړه او زیاته یې کړه،د لسګونو ماینونو په خنثی کولو او د مخالفینو په لمنځه وړلو سره یې امنیتي ساحه پراخه او د خلکو ژوند ژغورلی دی .
هغه د ټولو امنیتي ځواکونو د همغږۍ او د خلکو د همکارۍ څخه قدرداني او ستاینه هم وکړه .۲۹/۵/۱۳۹۸
ننګرهار والي د عامې روغتیا وزارت چارواکو څخه په دې ولایت کې د روغتیایي ستونزو د حل غوښتنه وکړه
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د خپل کار په دفتر کې د عامې روغتیا وزارت اداري او مالي معینې ماموسۍ زیور سره د لیدنې پر مهال په دې ولایت کې د یو شمیر روغتیایي ستونزو د حل غوښتنه وکړه .

هغه د عامې روغتیا وزارت معینې څخه وغوښتل،چې په دې ولایت کې د ادا تطبیق کوونکي ادارې له لورې د درملو پاتې ستونزې هم حل کړي،همدا راز یې د دې ولایت عامې روغتیا رئیس ته لارښوونه وکړه،چې په مرکز او ولسوالیو کې د روغتیایي ادارو او مرکزونو څخه هر مهال بشپړ مالومات ولري .
د عامې روغتیا وزارت اداري او مالي معینې ډاکټر ماموسۍ زیور ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ،چې د دې ولایت روغتیایي برخو د درملو او نورو ستونزو ته به په مرکز کې لا حل لارې ومومي .
د دې لیدنې پر مهال پر یو شمیر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې اترې وشوې .

۲۹/۵/۱۳۹۸
ننګرهار کې د سرحدي ځواکونو په لومړۍ لوا کې د خپلواکۍ سلمه کالیزه په ځآنګړو مراسمو سره ونمانځل شوه .
د ختیځ زون لپاره په ننګرهار کې د سرحدي ځواکونو لومړۍ په قرارګاه کې د ازادۍ بېرته اخیستلو سلمه کالیزه د ځآنګړو مراسمو په ترڅ کې تېره شپه ونمانځل شوه،چې په کې د سرحدي ځواکونو قوماندان برید جنرال محمد ایوب حسین خیل، ګڼ شمیر نظامی مسؤلینو، دینی عالمانو ، قومی مشرانو ،مخورو، ځوانانو ، مدنی فعالانو،لوبغاړو او ګڼ نورو برخه اخیستی وه .

په یادو مراسمو کې د سرحدي ځواکونو قوماندان برید جنرال محمد ایوب حسین خیل د شهیدانو په څلي د ګلونو ګیډۍ کېښوده او مراسمو ته د ویناوو وروسته د تیاتر ډلې او د بېلابېلو لوبو لوبغاړو ځآنګړې نندارې وړاندې کړې .
په یادو مراسمو کې ځآنګړې موسیقۍ،تفریحي پروګرامونو او د ځوانانو ناڅآه ګانو د خپلواکۍ سلمې کالیزې نمانځنې ته لا زیاته ښکلا ورکړه .

۲۹/۵/۱۳۹۸
ننګرهار کې امنیتي ځواکونو دوه تنه د نشه یې توکو د قاچاق په تور ونیول .
د ننګرهار ولایت د پچیراګام ولسوالۍ په لندا خیلو سیمه کې سرحدي ځواکونو د هجرت الله په نوم یو کس د ۱۵ کلچې تاریاکو سره یو ځای نیولی،همدا راز د ملي اردو ځواکونو د مسعود په نوم یو تن د جلال اباد ښار د اوومې ناحیې په درونټې سیمه کې د ۳۷ پلتو چرسو سره یو ځای نیولی دی .

له نیول شوو کسانو څېړنې جریان لري .
۲۹/۵/۱۳۹۸
پچير اګام ولسوالۍ کې د داعش دوه پاکستاني غړي ووژل شول
ننګرهار ولايت پچير اګام ولسوالۍ د موسی سر په تنګي سيمه کې نن شاوخوا لس بجې او څلويښت دقيقې د جيټ الوتکې په بريد کې د داعش وسله والې ډلې دوه پاکستاني غړي ووژل شول.
د معلوماتو له مخې په دغه بريد کې د داعش وسله والو پټنځای، يو ميل دهشکه او يو ميل کلاشنکوف هم لمنځه وړل شوي.
په همدې حال کې نن سهار شاوخوا لس بجې د ملي امنيت موظفينو د چپرهار ولسوالۍ ډاګو کلي کې د وسله والو طالبانو له يو پټنځای څخه دوه کړۍ ماينونه ترلاسه کړل،چې ورسره د چاودنې پلته او يو اندازه چاوديدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.

په تورخم ښارګوټې کې د خپلواکۍ څلی تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د ننګرهار ولایت په تورخم ښارګوټې کې د ښاروالۍ له لورې د خپلواکۍ څلی تر جوړیدو وروسته تېره ورځ د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت په رسمي ډول د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د تورخم ښاروال انجینر راحت ګل زیارمل وویل،د خپلواکۍ څلی یې د شاوخوا یوې میاشتې په موده کې د تورخم ښاروالۍ په مالي لګښت د کاشي د وړو ټوټو څخه په ختیځ کې د ایراني هنر د نمونې په شکل جوړ کړی دی .
هغه زیاته کړه، په یاد څلي کې دوه په درې متره اوږد والي سره د ستر غازي شاه امان الله خان او فخر افغان پاچا خان انځورونه په ډیر هنري انداز سره جوړ شوي او د یو شمیر نورو تاریخي،ملي او هنري چارو په ترسره کولو سره غواړي،له تورخم څخه کوزې پښتونخوا او نورو سیمو ته تلوونکو خلکو سره یو ځآنګړی فکر ولیږدوي .
د ولسي جرګي غړي عبدالرؤف شپون چې د یاد څلي د ګټې اخیستنې په مراسمو کې یې ګډون کړی وو،د تورخم ښاروالۍ د یاد نوښت څخه ستاینه وکړه او زیاته یې کړه،تورخم یو سوداګریز ښارګوټی دی،په دې ښارګوټې کې هر ډول هنري او خدماتي چارې په ټول هېواد مثبت تاثیر لري .
د یادونې وړده چې سږ کال په تورخم ښارګوټې کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه په ځآنګړو مراسمو سره ونمانځل شوه چې زرګونو خلکو په کې ګډون کړی وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *