راپور: ایمل مړوند – که له پلازمېنې کابل او یا د هیواد له نورو ولایتونو څوک جلال اباد ښار ته راځي نو بېرته د تلو په وخت کې به يې خامخا سترګې، د دې ښار مخابراتو څلور لارې د پینر په دوکانونو نښلي.
د دې ځای دوکانداران وايي، اکثره د نورو ولایتونو خلک ورنه د خپلو کورونو ، خپلوانو او دوستانو لپاره پینر اخلي.
ددې ولایت د زیاترو ولسوالیو څاروي لرونکي اوسیدونکۍ پنیر جوړوي، خو د خیوې او دره نور ولسوالیو پنیر بیا ځانګړی نوم لري او تر نورو سیمو، ددې ولسوالیو اوسیدونکي ډېر د پنیر جوړولو کارو بار کوي.
میوه ګل د خیوې ولسوالۍ د شګې کلي اوسیدونکی دی، دی وايي په کور کې څلور غواګانې لري چې، د غواګانو له شیدو نه پنیر جوړوي، بیا بازار ته راوړي او دلته يې په دوکاندارانو پلوري.
” کله چې ښځې غواګانې ولویشي، هغه شیدې بیا په اور ګرموي، بیا په کې تومنه اچوي او بیا يې په یوه ټوټيي کڅوړه کې اچوي، بیا يې لږ څه وخت پریږدي چې اوبه ترینه لاړي شي، کله چې ترینه اوبه لاړې شي نو یوازې پنېر يې پاتې شي.”
د دره نور ولسوالۍ یو تن اوسیدونکي محمد یو سف وايي، دوی هم په کور کې د غواګانو د شیدو نه پینر جوړوي او بیا هغه بازار ته راوړي او په دوکاندارانو يې پلوري.
” موږ په کور کې غواګانې لرو، چې هغه زنانه رالویشې، کله چې شیدې شي نو بیا يې ګرموي او په دې ډول ترینه پینر جوړوي.”
دی وايي، دوی په اوونۍ کې دوه درې ځله، په کور کې جوړ شوی پینر جلال اباد ښار ته راوړي، دلته يې له دوکاندارنو سره قراردادونه کړي دي، په هغوی يې خرڅوي او په لاس ته راغلو پیسو يې خپلې ورځينې چارې مخکې وړي.
الله محمد د جلال اباد ښار د مخابراتو په څلور لارې کې د خوراکي توکیو هټۍ لري، چې پنیر هم په کې پلوري، هغه سلام وطندار ته وویل، دوی ته هره ورځ د دره نور او خیوې ولسوالۍ پینر راوړل کیږي.
په وینا يې داسې ورځ هم راځي چې دهقانان دوی ته کابو تر لس منو پورې پنیر راوړي.
” ښه پنېر د دره نوراو خېوې ولسوالۍ دی، موږ خپله پنېر نه جوړو، خو موږ ګاک لرو د خيوې او دره نور دواړو نه چې هره ورځ موږ ته پنېر راوړي او موږ يې ځينې اخلو.”
د هغه په وینا نن سبا د یو من ښه پنیر چې دوی يې له دهقانانو اخلي کابو دوه زره افغانۍ پورې رسیږي.
په خبره يې، د ننګرهار خپل اوسیدونکي دومره ډېر پنېر نه اخلي خو د کابل خلک ورنه ډېر زیات پنېر اخلي.
د کرنې، مالدارې برخې کارپوه او په ننګرهار کې د کرنې او مالدارې انستیتویټ تدریسي مرستیال شکر الله مشکور وايي، پنیر د لبني محصولاتو په لیکه کې هغه خوراکي توکي دي چې په خپل جوړښت کې ډېر لوړ عذايي ارزښت لري.
مشکور وايي، سره ددې چې په ختیځ کې د لبنیاتو د پروسیس لویه فابریکه شته خو باید هڅه وشي چې د کروندګرو لخوا د شیدو د تولید پروسه میکانیزه شي.
هغه زیاتوي زموږ څاروي لرونکي اوس هم په هغه پخواني ډول په کورنو کې د شیدو تولید کوي.
” د دولت دنده داده چې فارمونه جوړ کړي او د دهقانونه لپاره داسې مارکیټ برابر کړي چې د هغوی محصولات په کې په ښه قیمت خرڅ شي.”
بل پلو په ننګرهار کې د کرنۍ او مالدارې ریاست ریس حمیدالله نظر وايي، دوی د خپلو همکارانو په مټ په ننګرهار کې دکروندګرو د شیدو د پروسیس لپاره د لبنیاتو فابریکه لري او همدارنګه يې د دره نور په ولسوالۍ کې د بزو د ویش پروژه هم روانه ده چې، کورنیو ته په وړیا ډول بزې ورکوي، چې هغوی ترینه د شیدو او پنیر په تولید کې کار واخلي.
” دغه فابریکه، په یو شفیټ یانې اته ساعتو کې د لس زره لیترو شیدو د فروسیس ظرفیت لري، بله پروژه موږ په دره نور کې لرو چې نثبت هلته پنېر ډېر جوړیږي، موږ هلته یو شمېر کورنیو ته په وړیا ډول بزې ورکوو.”
افغانستان یو کرنیز هیواد دی او کثره اوسیدونکي ېي په کرنه او مالدارې بوخت دي، شنونکي وايي که چېرته دولتي فارمونه جوړ شي، نو د ختیځې سیمې لبني تولیدات به روسره نور هم لوړ شي او په دې چارې سره به د کروندو کورنۍ اقتصاد هم پیاوړی شي.