فریدالله افغان

 د شیرزادو ولسوالی د ننګرهار ولایت د 23 ولسوالیو څخه یوه ولسوالی ده چې د دې ولایت له مرکز جلال اباد څخه 60 کیلومتره لري لویدیځ ته پرته ده. د احصایي د اټکل له مخې د نفوسو شمېر یې (49949) تنه ښودل شوی دی چې (۹۰٪) نوی فیصده خلک یې په کرنیزو او مالدارۍ چارو بوخت دی. د شیرزادو ولسوالی د تیرو اتو کلونو را پدیخوا د دولت د وسلوالو مخالفینو ( طالبانو) په ولکه کې ده، د حکومت حاکمیت د ولسوالۍ تر تعمیر محدود دی او د ولسوالۍ اړوند اکثریت اداري یې یا غیری فعاله او یا هم په مرکز جلال اباد کې فعالیت کوی. پدې لیکنه کې مې هڅه کړی چې د یادې ولسوالۍ امنیتی، پوهنې، صحت او بیا رغونې اوسنې حقیقی حالت له ویونکو سره شریک کړم. امنیتی حالت: د افغانستان د اساسی قانون د (5) مادې په اساس دولت مکلف دی چې د خپلو اوسیدونکو د مال او ځان ستاتنه وکړی او خلکو ته د آرام او هوسا ژوند کولو زمینه برابره کړی.

د یادې ولسوالۍ خلک د تېرو اتو کلونو را هیسې د حکومت د وسلوالو مخالفینو (طالبانو) تر حاکمیت لاندې په ډیر بد حالت کې د ډار او غربت شپي سبا کوی، ځان او مال یې خوندې نه دی حکومت یې د طالب او طالب یې د حکومت په نامه په شهادت رسوی. کابو 6 میاشتي مخکې د ملک راز محمد په نامه یو قومی مشر پداسې حال کې د طالب وسلوالو لخوا په شهادت ورسیدو چې د یوې رسمی غونډې وروسته د مرکز جلال اباد څخه د خپل کور په طرف روان وو همدارنګه د تیرو دری میاشتو په جریان کې د 02 قیطی لخوا په بیلا بیلو شپینیو عملیاتو کې تر 80 ډیر ملکي وګړي په شهادت رسیدلې. بدبختانه، حکومت په تیرو اتو کلونو کې د یادې ولسوالۍ امنیتی حالت ته هیڅ پاملرنه ونکړه، د مور او میرې چلند ورسره کوی ګواکې چې د شیرزادو اوسیدونکي د افغانستان په نفوس او جعرافیه کې نه شمیرل کیږی.

پوهنه:

د هیواد د اساسی قانون په اساس زده کړه د افغانستان د ټولو اتباعو حق دی چې د لیسانس تر درجې پورې وړيا د دولت له خوا تأمینیږي. په شیرزادو په ولسوالۍ کې د پوهنې بهیر د سختو ستونزو سره مخ دی چې لاملونه یې په لاندې دول دی.

1. خراب امنیتی حالت، خلک د احتمالی جګړي له ویری خپل اولادونه ښوونځی ته نه استوی؛

2. د مسلکی او با تجربه ښوونکو نشتون؛

3. د ښوونځیو کموالی او د ښوونځی او کور تر منځ د زیات واټن شتون؛

4. د طالب وسلوالو له لورې د ښوونکو د ناچیز معاش څخه 50 افغانۍ د باج په ډول اخیستل او همدارنګه د یادو وسلوالو مخالفینو له لورې د پوهنې په چارو کې لاسوهنه هغه لاملونه دي چې یادې ولسوالۍ د پوهنې بهیر سخت اغیزمن کړی، چې اوسیدونکي او په خاصه توګه انجونې یې ددغه لوی نعمت څخه بې برخې کړی دی.

صحت:

دولت دافغانستان د ټولو اتباعو لپاره د ناروغيو د مخنيوي او د وړيا علاج وسيلې او روغتايي آسانتياوې د قانون له حكمونو سره سم تأمينوي. په یاده ولسوالۍ کې روغتیایی خدمات د صفر سره ضرب دی په ټوله ولسوالۍ کې یوه مجهز روغتون نشته چې د یو عادی ټپ تداوی وکړی.

بیا رغوونه:

د طالبانو د رژیم د ړنګولو وروسته د افغانستان سره د بیا رغونې په نامه په میلیاردونو ډالر مرسته وشوه چې له یوې خوا افغانانو ته د کار کولو زمینه برابره شی او له بل پلوه ویجاړ افغانستان بیا ورغول شی خو بدبختانه په دومره ډیرو مرستو کې لا تر اوسه د مرکز جلال آباد څخه د شیرزادو ولسوالۍ ته غزیدلې سرک وران او ویجاړ پاتې دی په کلو او قریو کې څوک د بیا رغونې په نامه کوم څه نه پیژنې ځکه هغه خلک د بیا رغونې څخه محرم دی. پداسی حال کې چې د ننګرهار ولایت په ځینو ولسوالیو کې کوڅې هم په اساسی ډول جوړي شوی دی. دا چې د شیرزادو ولسوالی د افغانستان د 360 ولسوالیو څخه یوه ده او د یادې ولسوالۍ اوسیدونکی د افغانستان د تابعیت تذکره لری، د یادې ولسوالۍ د یوه اوسیدونکي په حیث مې له حکومت خصوصاْ له له قدرمن ولسمشر هیله او غوښتنه دا ده چې خپل هغه شعار چې وایی “هیڅ افغان د بل افغان څخه زیات نه دی” په عمل کې ثابت کړې او یادو ستونزو ته خاصه توجه وکړې ترڅو موږ دا احساس کړو چې موږ هم ددی خاروې او ددی هیواد اوسیدونکي یو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *