نن چهارشنبه چي ۲۰۱۷/۲ /۱۵ نیټې سره سمون خوري، سباوون ستوري مسلکي انسټیټوټ د یوې غونډې په ترڅ کې، چې د نوموړي انسټیټوټ په انګړ کي جوړه شوي وه. د ننګرهار مرستیال والی ښاغلي محمد حنیف ګردیوال او ورسره د یاد ولایت د امنې قومندا ښاغلی مل پاسوال سید ګل اقا روحاني ته د دوي کړنو د قدرداني په خاطر د اعزاز پټګۍ ور په سر او ستاینلیکونه ورکړل شول.
په یاده غونډه کې چې د سباوون ستوري د دریو څانګو شاګردانو په شمول ځیني مدنی فعالان هم موجود وي. لومړي د یاد انسټیټوټ ریس عزیزالله پیغام خبرې وکړې او دواړه ته یې ښه راغلاست وویل. ښاغلی عزیزالله د دوي د کړنو قدرداني وښودله او وویل (( له ګردیوال صاحب نه خوښ یو،چې قومونو د یووالي، د ځوانانو تشویق او همدرانګه یې د معارف په برخه کي نه ستړي کیدونکي هڅې کړې، او دا ټول موږ ته د نه هیریدو دي)) همدارنګه ښاغلی پیغام د د ننګرهار د امنی قومندان کړنې وستایلې او وویل چي د پام وړ کارونه یې کړي دي ، خو سره له دې زیاته کړه چي په ننګرهار کې اوس هم جدی شتونزې شته، چي باید نو کوټلي ګامونه هم واخستل شي،ده زیاته کړه د ټولو ستونزو حل په علم کې خو ددې ستر خنډ ناامني ده.
ورپسي د ننګرهار مرستیال والی ښاغلی محمد حنیف ګردیوال خبرې وکړې. ګردیوال په خپلو خبرو کي له دندې استفا کول کومه جدی ستونزه په ګوته نکړه خو وویل، چې څو کاله مې پر دیې څوکۍ د خلکو خدمت وکړ او اوس مې ځای نورو نویو ځوانانو ته پریښود. ده وویل (( د معارف او قومونو د یووالی په برخه کې مو ډیرې هیڅې وکړې او لا به یی کوم. اوس هم د خلکو خدمتګار یم او بیا به هم، دا ماته توپیر نه کوي چي زه په دنده کي یم یا نه یم.)) همدارنګه ګردیوال زیاته کړه او له دولت نه یې وغوښتل چي زموږ نظامي ځواکونه وستایي او هغه لا تشویق کړي. ګردیوال د انسټیټیوټ له کړنو او پلانو ډيره خوښي اوښودله او په راتلوکي کي دهکاریو سینه وډبوله.
له ښاغلی ګردیوال وروسته د امنی قومندان مل پاسوال سیدا اقا روحانی راغي او په خپلو خبرو کې د ننګرهار ځینو مسایلو ته اشاره وکړه. ده زیاته کړه په لومړي کي د پولیسو په برخه کي د پام وړ کار نه و شواي. او په هره برخه کي ډير ستونزې درلودي او د قومنداني ودانۍ او چاپیریال هم ډير غیر عادی و. سره له دې په ننګرهار کي ترافیکي ستونزو ته اشاره وکړه وویل(( تر اوسته پوری ۳۵،۰۰۰ زره ریکشې موجودې دی او موږ کار پیل کړي چي په نږدې راتلونکې کی به ټولو ریکشو ته اسناد او جواسر ورکړو او هم به یی چلوونکو ته لایسنس ورکړو تر څو د جرایمو مخه ونیول شي.)) نوموړي د یو شمیرحوزو د زیاتوالي خبر هم ورکړ. په وویل هغه کارونه چي موږ کړي د قانون تطبیق، د معارف ته په کار کولو کي امنیت او همدارنګه امر پالنه چي دا ټوله اصلونه موږ پلی کړي او تر دا دمه مو ۲۳ تنه په دندو کي تغیر و تبدیل کړي دی. په اخیر کي د لا ښه امینت ډاډ ورکړ له خلکو او ځوانانو یې وغوښتل ، چې له پولیسو سره همکار شي او ستونزه له موږ سره شریکې کړي.
له ټولو خبرو ورسته د یاد انسټیټوټ د رهبری غړیو له لوری دوي دواړه تو داعزاز پټګي ور په سر شوي او هو وسره ستاینلیکونه ورکړل شول.
غونډه د نوموړي انسټیټوټ بنسټګر له خوا په څو خبرو چي ددي له راتګ څخه یی مننه وکړه ختمه شو. هیره دی نه وي چې سباوون ستوری انسټیيټوټ پخوا هم ډير داسي هستۍ ته د قدر په سترګه کتلی.
قدیرالله (شیرزوی)