بهرنی تروریست ژوندی ونیول شو

تاند- د ننګرهار د امنیه قومنداني چارواکي وايي چې د دې قومندانۍ د پولیسو د نقلیه وسایطو پر ورکشاپ د انتحاریانو د تېرې شپې په حمله کې یې یو بهرنی تروریست ژوندی نیولی دی.

د ننګرهار ولایت امنیه قوماندان پاسوال فضل احمد شیرزاد نن وویل چې تېره شپه ۱۱ بجې انتحاریانو لومړی په وقفوي ډول پر ورکشاپ موټر بمي بریدونه وکړل چې په ترڅ کې یې ۲ انتحاریان ووژل شول، ۴ نورو انتحاریانو هڅه وکړه چې ورکشاپ او امنیه قومندانۍ ته ننوځي خو امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله. د ده په وینا د ډزو په تبادله کې ۳ تنه انتحاریان ووژل شول او درېم په ټپي حالت کې ونیول شو.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ چارواکي وايي چې نیول شوی انتحاري بهرنی دی او دوست محمد نومېږي.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ په خبرپاڼه کې د دغه بهرني د ملیت په اړه څه نه دي ویل شوي.

د ننګرهار د امنیه قومنداني مطبوعاتي امر سمونیار حضرت حسین مشرقیوال وايي چې په دې برید کې، چې د شپې تر ۲ بجو یې دوام وکړ، ۹ پولیس او یو ملکي ژوبل شوي دي.

تر دې مخکې د کورنیو چارو وزارت ویلي و چې په دې برید کې د ۹ پولیسو ترڅنګ ۵ ماشومان ژوبل شوي دي. (نور ولولئ)

د ننګرهار ولایت امنیه قوماندان پاسوال فضل احمد شیرزاد د امنیتی ځواکونو او په ځانګړی ډول د پولیسو د هڅو ستاینه وکړه چې د ده په وینا په خاص مهارت او تکتیک یې مهاجمان ووژل او هغوی یې پرې نښودل چې خپل هدف ته ورسېږي.

د ننګرهار امنیه قومندانۍ د انتحاریانو بوږنوونکي عکسونه هم رسنیو ته لېږلي دي.

3 thoughts on “د ننګرهار پر امنیه قومندانۍ د برید یو انتحاري بریدکوونکی ژوندی نیول شوی”
  1. What was the goal of this person? He wanted to kill many people. I believe he deserves the same punishment. The government should not release him, because the job of the government is protecting his citizens. Mr. Karzai released many sucuide attackers. The same attackers came back and killed many people. The attackers are brain-washed. They will never change their goal, which is killing incocent children, elders and women. The court must work proper.

  2. drogh dee , da afghan pakhpala dee ,pa bal cha yi ma aravoi …bahrani da kum zai dai? khewad nom yee na shta ?

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *