د ننګرهار امنیه قومنداني

تاند- د کورنیو چارو وزارت وايي چې تېره شپه د ننګرهار پر امنیه قومندانۍ د وسله والو انتحاریانو په حمله کې ۹ ملي پولیس او ۵ ماشومان ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي نن رسنیو ته وویل چې په دې برید کې چې تېره شپه یوولس بجې پیل شو او د سهار تر ۵ بجو یې دوام وکړ، ۹ پولیس او ۵ ماشومان ژوبل شوي او ۵ انتحاریان وژل شوي دي.

راپورونه وايي چې لومړی یوه انتحاري د امنیه قومندانۍ په خوله کې موټر بمي برید وکړ او نورو وسله واله حمله پیل کړه.

تراوسه پوري کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو انتحاري بریدونه عموماً طالبان کوي. داعش هم په وروستیو کې په ننګرهار کې پراخ فعالیت پیل کړی دی.

یوه میاشت پخوا هم انتحاریانو په جلال اباد ښار کې حمله وکړه او په لسګونو کسان یې ووژل یا ټپیان کړل.

One thought on “د ننګرهار پر امنیه قومندان په برید کې ۹ پولیس او ۵ ماشومان ژوبل شول”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *