تاند- د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي چې تېره شپه پر حصارک ولسوالۍ د کورنیو او بهرنیو طالبانو په برید کې شاوخوا ۶۰ وسله وال سخت دریځي وژل شوي دي.
د ننګرهار د چارواکو په وینا سلګونو وسله والو طالبانو تېره شپه د حصارک ولسوالۍ پر ټولو امنيتي پوستو یو ځل بیا بریدونه وکړل چې د امنیتي د ځواکونو له کلک مقاومت سره مخامخ شول.
د والي ویندوی احمدضیاعبدالزی د دغو نښتو په اړه رسنیو ته وویل:«د تېرې شپې په نښتو کې چې وسله وال يې په شاه وتمبول څه باندې شپیته تنه وسله وال وژل شوي او شاوخوا شل تنه نور ژوبل شوي دي.»
عبدالزي ادعا وکړه چې په دې جګړه کې امنیتي ځواکونو او ملکیانو ته تلفات نه دي اوښتي.
دا په داسي حال کې ده چې ده وویل چې د تېرې شپې په جګړه کې د سخت دریځو پرضد له هوايي ځواکه هم کار واخیستل شو.
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې د دوی پر کسانو د بمبارۍ په نتیجه کې ۱۱ تنه طالبان وژل شوي دي.
د حصارک ولسوال هم د حمله کوونکو کورنیو الو بهرنیو سخت دریځو شمېر سلګونه تنه وښود.
تر دې مخکې د اختر په دوهمه ورځ په سلګونو وسله والو طالبانو د حصارک ولسوالۍ پر ټولو امنيتي پوستو بریدونه وکړل . د ننګرهار چارواکو ویلي و چې د اختر د دوهمې په برید کې سل تنه کورني او بهرني طالبان ووژل شول.