تاند- د ننګرهار پر راډیو تلویزیون د نن /چهارشنبه/ د تروریستي برید د قربانیانو شمېر ۱۰ تنو ته ورسېد.
د ننګرهار چارواکي وايي، په دې تروریستي برید کې ۱۸ تنه نور ژوبل شوي دي.
د ننګرهار د روغتون یوه ویندوی انعام الله میاخېل وویل، په شهیدانو کې د ملي راډیو تلویزیون ۴ کارکوونکي او ۲ پولیس شامل دي.
په دې برید کې چې په انتحاري برید پیل شوه، څلور تروریستان هم وژل شوي دي.
د ننګرهار پر راډیو تلویزیون تروریستي برید د ترهګرو په وژلو پای ته ورسېد
له جلال اباد څخه وروستي راپورونه وايي چې د ننګرهار پر ملي راډیو تلویزیون د ۴ تروریستانو حمله پای ته رسېدلې ده.
راپورونه وايي، چې د حمله کوونکو تروریستانو شمېر ۴ تنه و چې ۲ یې له ودانۍ دباندې او ۲ په ودانۍ کې دننه وژل شوي دي. خو ځیني راپورونه وايي چې یو تروریست ژوندی نیول شوی دی.
د ننګرهار امنیتي سرچینې وايي چې په دې تروریستي برید کې لږترلږه د راډیو تلویزیون ۴ کارکوونکي او ۲ پولیس شهیدان شوي او 14 نور پولیس او مامورین ټپیان دي.
داعش یا اسلامي دولت وسله والې سختدریځې ډلې په خپله اعماق ویبپاڼه کې ویلي چې دا برید دوی کړی دی.
د ننګرهار پر راډیو تلویزیون د ترهګرو حمله دوام لري
تاند- د ننګرهار پر راډیو تلویزیون د وسله والو ترهګرو حمله، چې نن سهار په یوې انتحاري حملې پیل شوه، لا هم دوام لري.
د کورنیو چارو وزارت ویندوی نجیب دانش وايي، حمله په چاودنې پیل شوه، ورپسې د امنیتي ځواکونو او تروریستانو ترمنځ جګړه ونښته.
دانش وویل، تر دې دمه د حملې په وجه د مرګ ژوبلو د دقیق شمېر په اړه معلومات نه لري.
له بلې خوا د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ یوه چارواکي پښتون خان وویل، د راډیو تلویزیون ودانۍ ته څېرمه جګړه روانه ده.
ده وویل، لږترلږه یو ترهګر د پولیسو په ډزو وژل شوی دی.
ځینې راپورونه وايي چې د ترهګرو په ډزو لږترلږه د راډیو تلویزیون دوه کارکوونکي شهیدان شوي دي.
د ننګرهار ملي راډیو تلویزیون په جلال اباد ښار کې د ننګرهار د والي د دفتر ترڅنګ دی.
تراوسه پورې د افغانستان د دولت کومې وسله والې مخالفې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
اته وییشت کاله مخکی شنو اخوانیانو د تور پنجابی له لمنی راټوپ کړل په جلال اباد یی داړی خښی کړی دا دی ۲۸ کاله وروسته د دوی شاګردانو هم له هماغه لمنی ټوپ کړل او ننګرهار یی وداړلو- څو کلونه نور په کار دی چی دا ځناور سړی شی؟؟؟
سعدی رحمت الله ع وایی : عاقبت ګرګ زاده ګرګ شود + ګرچه با آدمی بزرګ شود
خړ سپی هم د لېوه ورور دی. ټالیب هم د همغه تورمخي پنجابي ورور او مزدور دی.
پخوا به زمونږ مشران څلوېښت کاله وروسته په خپلو اشتباهاتو پوهېدل اوس د خپلو پلرونو اشتباهاتو پوهېدو ته یو سلو څلوېښت کاله یا په بل عبارت څلور نسله پکاردی.