تاند- پاکستان ډیورند کرښې ته نژدې د ننګرهار ولایت پر ولسوالیو راکټي حملې پیل کړي چې له کبله یې څو زره تنه مجبوره شوي چې کور- اور پرېږدي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې پاکستان د افغانستان پر لور د راکټي بریدونو له پیلولو سره په یو وخت پر ډیورند کرښه د ازغن سیم د تېرولو کار چټک کړی دی.

د پاکستان د راکټي حملو په نتیجه کې د ګوشتې او لالپورې ولسوالیو شاوخوا ۴ زره کورنۍ مجبوره شوي چې کورونه پرېږدي.

په لالپوره ولسوالۍ کې د رینا او پرچا پر کلیو ډېر راکټونه لګېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت تراوسه پورې د پاکستان د حملو په وړاندې هیڅ راز عکس العمل نه دی ښودلی.

په تېرو کلونو کې پاکستان ډېر راکټونه د کونړ پر سرحدي ولسوالیو ویشتل.

4 thoughts on “د ننګرهار پر ۲ ولسوالیو د پاکستان راکټي بریدونو ۴زره کورنۍ بې ځایه کړي”
  1. ښه وخت.
    الله ج د هندوان ورته لیونی کړی ،چه پاکستان د دنیا له نقشه څخه ورک کړی،افغانستان خو یی داسی وځاپه چه ښوریدلی نه شی.

  2. یو څوک باید پدې هکله وولس خصوصاً د کونړ شریفو خلګو ته توضیحات ورکی چي د نیمی نړۍ د نیمو بدماشانو سره امنیتی تړون یعنی څه؟
    آیا د امنیتی تړون مفهوم دادی چي د افغان د دولت او ملت څخه په التماسانه توګه غوښتنه شویده چي د امریکا پر خاوره باید هوائی او زمینی او سمندری حملې نوری بس کی؟
    دا افتضاح آمیزه امنیتی تړون آیا دا صلاحیت او وظیفه نلری چي د پاکستان د راکټی حملو په وړاندی غبرګون وښئي؟

  3. موږ ولیدل چی د هند د برید پر وړاندی د آی-اس-آی حکومت څومره زاری او کوکی وکړی او پیلوټ یی هم په منډه کی ورخوشی کړ ،،علت یی دا وو چی هر عمل ،عکس العمل درلود
    نو ددی شریر آی-اس-آی پر وړاندی د فشار ڼکی نباید ّهیڅکله هم حذف شی نو د فشار او ردعمل عوامل کولی شی چی دا شرارت کم کړی او دا ډیر مؤثر پواینت باید دایما حفظ شی

  4. د ګلبدین حکمتیار څخه دی پوښتنه وشي چی د دده او د سید قطب په کتاب کی یې په دی هکله څه فرمایلی!ا که

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *