تاند- د ننګرهار ولایت په کامه ولسوالي کې نن /سې شنبه/ په یوه انتخاباتي غونډه کې انتحاري برید لږترلږه ۱۳ تنه شهیدان او تر ۵۰ ډېر نور ژوبل کړل.

په ننګرهار کې چارواکي وايي، احتمال شته چې د دې خونړۍ تروریستي پېښې د تلفاتو شمېر تر دې زیات شي.

د افغانستان د ولسي جرګې د میزان د ۲۸ نېټې د انتخاباتو لپاره کمپاین د جمعې /اکتوبر۲۰/ له ورځې پیل شو او ورسره جوخت امنیتي چارواکو د انتحاري او نورو تروریستي بریدونو د احتمال خبرداری ورکړ.

خو ننګرهار سږ کال د افغانستان تر بل هر ځای د زیاتو خونړیو تروریستي بریدونو میدان دی. د دې ولایت په بریدونو کې په سلګونو بېګناه ننګرهاریان شهیدان شوي او د ډېرو حملو مسوولیت یې هم تروریستي ډلې په غاړه نه اخلي.

د ننګرهار د والي ویندوی عطاالله خوږیاڼي رسنیو ته وویل، په کامه ولسوالي کې د ولسي جرګې د یوه کاندید د کمپاین په غونډه کې لږترلږه ۱۳ تنه شهیدان شوي خو وېره ده چې د شهیدانو شمېر تر دې زیات وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *