تاند- په ننګرهار کې امنیتي چارواکي وایې چې په اچین ولسوالۍ کې له نن سهار راهیسې د وسله والو طالبانو او داعش ډلې ترمنځ سخته جګړه پیل شوې ده.

تر دې مخکې هم په ننګرهار کې د وسله والو طالبانو او داعشیانو ترمنځ څو ځلې سختې جګړې شوي او طالبان تر یوه حده توانېدلي چې په ځینو سیمو کې د داعش غړي په شا وتمبوي.

د ننګرهار ولایت چارواکي وایې چې د نن ورځې په جګړه کې تراوسه د داعش څلور غړي وژل شوي دي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د دې جګړې په اړه وسله والو طالبانو او د داعش سرزورې ډلې تراوسه پوري څه نه دي ویلي.

په وروستیو کې د امریکا بې پېلوټه الوتکو هم په ننګرهار کې د داعش پر ضد هوايي حملې پیل کړي دي.

دا په داسي حال کې ده چې د پکتیکا خلکو او د ولایتي شورا غړیو په خپل ولایت کې د داعش د فعالیت پر زیاتېدو اندېښنه ښکاروي.

د پکتیکا د ولایتي شورا غړیو نن /چهارشنبه/ وویل چې په دغه ولایت کې د داعش غړیو په ښکاره فعالیت پیل کړی دی.

دې ته ورته راپورونه له غزني څخه ترلاسه شوي او ویل شوي چې د داعش غړي د پیسو، وسلو او موټرسایکلونو د وېشلو له لارې خلک خپلو لیکو ته جذبوي.

2 thoughts on “د ننګرهار په اچین ولسوالي کې د داعش او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده”
  1. داعش چې په اصل کې دامریکا لخوا جوړه شوي ډله ده تګلاره یې په هیڅ صورت دافغاني اسلامي ټولنې سره اړخ نه لګوي . دوی به یوازې دومره وکولی شي چې افغانان به لا نور هم ووژني په کورونو کې به یې دویر ټغرونه وغوړوي.
    که چیرته افغان حکومت په رښتیا هم ملي حکومت وي په هیواد او اولس یې زړه خوږیږي نو باید خپل ټول واک او ځواک طالبانو ته تسلیم کړي چې په ضرب د یوې اونۍ کې هرڅه سم شي امنیت راشي دخلکو سرمال او عزت خوندي شي

  2. طالب، داعش او ټول له یوې کادانې واښه خوري
    دوی ټولو ته په مختلفو لارو د امریکا پیسی ورکول کېږی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *