د ننګهرا اچین ولسوالي

خبریال: شفیع اسلمي – د ننګرهار ولایت د اچین په داعش ځپلې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو عملیات دوام لري.

د اچین ولسوال وايي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې ډېرې سیمې د دعش د ترهګرې ډلې له شتون څخه پاکې شوي دي. ولسوال حاجي غالب مجاهد وايي، چې دغه عملیات چې دوه ورځې وړاندې پیل شوي، تر دې دمه په بریالیتوب پر مخ روان دي.

مجاهد وايي چې د عملیاتو په ترڅ کې د مزدکې او تړې سیمې دله داعشیانو څخه په بشپړ ډول پاکې شوي دي.

هغه زیاتوي:« دا وخت په پېښې دره کې افغان ځواکونه پر مخ روان دي.»

ولسوال غالب مجاهد مخالفانو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو خبره کوي؛ خو وايي چې تر دې وخته افغان ځواکونو ته هېڅ ډول زیان نه دی رسیدلی.

د سیمې اوسیدونکي چې د داعشیانو له ظلمونو تر پزې رسیدلي، د عملیاتو ملاتړ کوي او وايي چې عملیات باید د دغې ترهګرې ډلې تر بشپړ ورکاوي پورې دوام وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *