د ننګرهار امنیه قومنداني

تاند- په ننګرهار کې امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې ۸۵ تنه داعشیان، چې اکثره پاکستاني ترهګر دي، له امنیتي ځواکونو سره د نن /یکشنبه/ ورځې به نښتو کې وژل شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وویل چې دا شمېر ترهګر په دوو جلا بریدونو کې وژل شوي دي.

د ملي امنیت د ریاست خبرپاڼه وايي چې ۶۰ تنه ترهګر د اچین ولسوالۍ په عبدالخېل سیمه کې او ۲۵ نور په شډل سیمه کې وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو یادونه نه ده شوې خو په نورو راپورونو کې ویل شوي چې دوه ملي او دوه سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.

د داعش ترهګر وروسته له دې ووژل شول چې د اچین ولسوالۍ پر سرحدي پوستو یې پراخ ډله ییز بریدونه وکړل او لږترلږه دوې پوستې یې ونیولې.

د ملي امنیت د ریاست په وینا په وژل شویو ترهګرو کې د داعش مشهور قومندان جلیل اورکزی هم شامل دی. ویل شوي چې نوموړي په ننګرهار کې لږترلږه ۱۰۰ تنه جګړه مار ترلاس لاندې لرل.

د ملي امنیت ریاست وايي چې ټول وژل شوي کسان د پاکستاني سختدریځي ملا حافظ سعید پلویان دي چې په وروستیو کې یې داعش ته وفاداري اعلان کړې ده.

داعشیانو په ننګرهار، په تېره بیا د دغه ولایت په شینوارمېشتو سیمو کې له خلکو ارام اخیستی، له خلکو سره نهایت وحشیانه چلند کوي چې له کبله یې په سلګونو کورنۍ مجبوره شوي چې کور – اور ورته پرېږدي او په خپله نورو سیمو ته ولېږدي.

د ځايي خلکو په وینا په دغو سیمو کې ښوونځي، کلینیکونه او ټول عام المنفعه خدمات په ټپه درول شوي او کاملاً د وحشت او بربریت فضا واکمنه ده.

One thought on “د ننګرهار په اچین کې ۸۵ داعشي ترهګر وژل شوي”
  1. يا الله ستا ډير شكر دي چي دا داعش پاکستاني ترهګر مردار شوي دي،
    ملي اردو او ملي امنيت او پوليسو ته پكار دي چي د وحشي زناور داعشيانو تخم ختم كړي، او پداسي مرګ يي مردار كړي چي د آينده لپاره عبرت شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *