تاند – د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ مشران او د سیمې ځوان فعالان د جنګ له ښکېلو غاړو؛ حکومت او طالبانو څخه غوښتنه کوي چې په سیمه کې جنګ بند کړي او نور خلکو ته تاوانونه ور وانه ړوي.
نژدې یوه اونۍ کېږي چې د حکومتي قواوو او په سیمه کې د مېشتو وسله والو مخالفینو تر منځ د یادې ولسوالۍ د وزیرو په سیمه کې جنګ روان دی او خلک یې سخت پرېشان کړي دي.
ځایي خلکو او عیني شاهدانو تاند ته وویل چې، طالب وسله وال ډزې کوي او بیا د غره ډډې ته پټېږي او حکومتي قواوې د خرمنې له سیمې څخه د توپونو ډزې کوي چې د دواړو خواوو په ډزو کې ولسي خلک وژل او ټپي کیږي.
ویل کیږي چې تر اوسه پورې په دغې جګړې کې درې ولسي مېرمنې او یو ماشوم وژل شوي او دوه نورې مېرمنې سخټې ټپیانې شوي دي.
په جلال اباد کې د خوګیاڼو ولسوالۍ مشرانو او ځوانو فعالانو له حکومت او طالبانو څخه غوښتنه وکړه چې جنګ دې بس کړي او خپلې ستونزې دې د خبرو له لارې هوارې کړي. یوه ځوان مدني فعال ګل ویس وزیر وویل چې د حکومت او طالبانو په ډزو کې ولسي وګړي وژل کیږي چې د سیمې خلک یې سخت اندېښمن کړي دي. ښاغلي وزیر وویل چې د جګړې په نتیجه کې د ځاني زیانونو تر څنګ خلکو ته مالي زیانونه هم ور اوښتي او په سیمه کې سخته وېره خپره شوې ده. نوموړي له دواړو غاړو څخه وغوښتل چې ولسي خلک دې نه وژني.
ویل کیږي چې، خوګیاڼو ولسوالۍ د محمدظاهرشاه د واکمنۍ په وخت کې خپل مستقل اخبار درلود چې د سیمې د حالاتو په هکله به یې مطالب خپرول. دغه ولسوالي د ډیورنډ له پولې سره نژدې د ننګرهار ولایت په جنوبي برخه کې د سپین غره په لمنه کې پرته ده چې په اوړي کې ښکلی موسم لري. دا یوه بشپړه پښتون مېشتې ولسوالي ده چې خواوشا دوه لکه استوګن لري. کږه د خوګیاڼو ولسوالۍ مرکز او وزیر یې تر ټولو لوی کلی دی.
دا خوګیاني او بیا وزیر ډیر بدنامه کلی او خلک دي. د تیرو ۴۰ کلونو راهیسی دا خلک یو او بل وژني. پر دغو خلکو د خدای ثهر شوی دی او ددغو خلکو عملونه صحی نه دي،. دوی هره نا روا کوي. غلا قتل قاچاق تریاک طالب داعش تحریکیان القاعده او داسی نور ټول دوی دی. په ننګرهار کی اجورتي قاتلان همدوی دی، آختطافونه همدوی کوي خصوصآ وزیروال. چه هر ځوک له جلال اباد ښاره وتښتول شو سمدلاسه یی وزیرو ته رسولی وي.
همدا مشران یی چه په ننګرهار کی اوسی دوی ورسره لاس لري او دوی ته سهم ورکوي.
آیا دوی خپل وطنداران نه وینی چه نارواوی کوی او ولی یی منع یی نه کوي.
دا ډیر ذلیله قوم دی او الله پری عذاب نازل کړی دی.
دوی ته په جلال اباد کی خلک کورورنه په کرایه نه ورکوي چه بیکاره خلک دي دوی ته هم دا معلومات شته.
هیله ده چه دا پست می نشر کړۍ چه ددوی مشران پوه شي او پند واخلي.