تاند- په جلال اباد ښار کې یوه جومات او د انتخاباتو لپاره د نوملیکینې د یوه مرکز ترڅنګ په چاودنه کې لږترلږه ۷ تنه ژوبل شوي دي.
امنیتي سرچینې وايي، په دې چاودنه کې، چې نن /یکشنبه/ وشوه، یو ماشوم او ۶ نور ملکیان ټپیان شوي دي.
د ننګرهار امنیتي سرچینې وايي چې دا پېښه د هغو انفجاري مواد د چاودنې په نتیجه کې وشوه چې جومات ته څېرمه په درول شوې رېکشا کې اېښودل شوي وو.
په جومات کې د تذکرو وېش او د انتخاباتو لپاره نوم لیکنه روانه وه.
دا ډول حملې د افغانستان د دولت وسله والې مخالفې ډلې، په تېره بیا داعش او طالبان کوي.
تر دې لږ وړاندې نن (شنبه) د ننګرهار په سرخرود ولسوالي کې لږترلږه ۱۱ ملکیان ژوبل یا ووژل شول.
د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼي وویل چې د سرخرود په چاودنه کې، چې د سهار په ۷ بجې وشوه، ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په وژل شویو کې یوه مور او ماشومانې شاملې دي.
ځینې راپورونه وايي چې دا پېښه هغه مهال وشوه چې ماشومانو له یوې ناچاودلې وسیلې سره لوبې کولې خو نور راپورونه وايي چې چاودنه د هاوان د ګولۍ وه چې د دولت وسله والو مخالفانو ویشتې وه.