ناصرخان شیرزی | 

د ننګرهار ولایت سیمه ییز روغتون ته راغلي ناروغان شکایت کوي او وایې چې د ناروغانو علاج او درملنه یې ژر او په سمه توګه نه کیږي.

محمدنبي چې د بټي کوټ ولسوالۍ اوسیدونکی دی وایې؛ (( زما ځوی څو ورځې وړاندې دکوټې له بام څخه را ولویده او پښه یې ماته شوه ، داڅو ورځې کیږي چې روغتون ته مو راوړی ، خو سم یې علاج یې څوک نکوي او هره ورځ له ستونزو سره مخ یوو.))

غلام فقیر چې د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسیدونکی دی بیا وایې ؛ (( زمونږ د ناروغانو علاج دلته ځکه نه کیږي چې پیسې او واسطې نلرو ، که مو پیسې او واسطې لرلی ، نو اوس به مو ټول ډاکټران په خدمت کې ولاړ وو.))

همداشان ګڼ شمیر نورو هغو کسانو چې یاد روغتون ته یې ناروغان راوستلي بیلابیل شکایتونه کول ، لکه د ډاکټرانو لخوا له دوی سره سمه رویه نکول او نور…

یادې ستونزې مو د ننګرهار ولایت سیمه ایز روغتون له مسؤلینو سره شریکې کړې ، هغوی د ډاکټرانو لخوا له پیوازانو سره بد چلند ردوي.

همداشان یادونه یې وکړه چې د ننګرهار روغتون ته نن سبا د ټول مشرقي څخه ناروغان راځي ،چې ډیر زیات دي او سیمه ایز روغتون یې ظرفیت نلري ، نوځکه کله کله د ځینو ناروغانو درملنه ژر او په سمه توګه نه کیږي.

میاخیل وايي: د ننګرهار عامه روغتون دوه سوه بستریز روغتون دی، خو موږ په خپله وسه ۴۸۰ بیسترو ته رسولی دی.

دده په وینا، ننګرهار روغتون ته له مرکزي ادارې څخه کم بودیجه ورکول کیږي او دلته نفوس زیات دی.

میاخیل  په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې اوس د ننګرهار فارم هډې سره نږدې په یوه زر بیستریز روغتون کار روان دی، چې په راتلونکې کې به جوړ شي او په جوړیدو سره به یې شته ستونزې حل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *