ننګرهار - ارشیف

تاند- د ننګرهار اوسېدونکي او چارواکي وايي چې د دې ولایت په شېرزادو کې د طالبانو او داعش ترمنځ سخته جګړه شوې ده.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې طالبانو د افغانستان په نورو سیمو کې له خپلو پلویانو غوښتي چې مرستې ته یې ورشي.

د ننګرهار د والي ویندوی عطالله خوږیاڼی وايي چې په دې سیمه کې له دوو ورځو راهیسې جګړه روانه وه خو اوس درېدلې ده.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې دواړو ښکېلو خواوو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي ویندوی هم تلفات تاییدوي خو د دقیق شمېر په اړه یې بې خبري څرګندوي.

ښاغلی خوږیاڼی وايي چې سلګونه کورنۍ د طالبانو او داعش ترمنځ د جګړې له لاسه اړ شوي چې خپلې مېنې پرېږدي.

دا جګړه وروسته پیل شوې چې په وروستیو څو اوونیو کې د ګاونډي کونړ په چپه دره او وټه پور ولسوالیو کې د طالبانو او داعش ترمنځ خونړۍ نښتې وشوې او له کبله یې سلګونه تنه ځايي خلک نورو سیمه ته کډه شول.

One thought on “د ننګرهار په شېرزادو کې د طالبانو او داعش ترمنځ خونړۍ نښتې شوي”
  1. داعش او ټالب دواړه د یوه آس غوږنه ده ، دواړه « مېډن آف فکیستان » دي.
    دواړه د افغانانو قاتلین او دښمنان دي. د افغانستان خلک باید د دواړو په مقابل کې سره یو شي او د سرطان دغه منحوسې دانې باید له بېخه و باسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *