تاند- د ننګرهار په شېرزادو کې د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

د افغانستان دفاع وزارت هم د جمعې په ورځ ناوخته تایید کړه چې د شېرزاد ولسوالۍ مرکز ته نژدې د دواړو خواوو ترمنځ جګړه روانه ده.

دفاع وزارت وايي چې وسله والو طالبانو د ماښام په اووه بجې د ولسوالۍ په شاوخوا کې تیت پرک نښتې پیل کړې چې وروسته شدیدې شوې.

دفاع وزارت وايي چې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. خو دې وزارت د تلفاتو دقیق شمېر نه دی څرګند کړی.

دا وزارت وايي چې ملي اردو د شېرزاد ولسوالۍ د مرکز په شاوخوا کې د وسله والو طالبانو د حملې د ځپلو لپاره له توپ او نورو درنو وسلو څخه کار واخیست.

له سیمې څخه ورکړای شوي راپورونه وايي چې طالبانو لږترلږه دوه موټربمي چاودنې کړي دي.

طالبانو تراوسه پورې د دې جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

د ننګرهار له ګاونډي ولایت کونړ څخه رارسېدلي راپورونه وايي چې د طالبانو او داعش ترمنځ نښته، چې له یوې اوونۍ راهیسې په چپه دره کې روانه وه، اوس وټه پور ولسوالي ته غځېدلې او دواړو خواوو د خلکو سلګونه کورونه سوځولي دي.

له چپې درې څخه د طالبانو او داعش ترمنځ له نښتو څخه شاوخوا ۲ زره تنه د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي او نورو سیمو ته لېږدېدلي دي.

One thought on “د ننګرهار په شېرزاد ولسوالي کې سخته جګړه روانه ده”
  1. بس نو هیبتی او داعش ځناور سره لګیا دی، الله پاک دې ولس ته خیر پېښ کړی چې څومره تاوان به یې اړولی وی افسوس افسوس

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *