تاند – د ننګرهار ولایت په لالپوره ولسوالۍ کې چې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه پرته ده نن /د فبروري ۱۹مه/ سلګونو ولسي وګړو د پاکستاني پوځیانو د وحشیانو حملو پر ضد لاریون وکړ.
د لاریون عکسونه ښیي چې لاریون والو د «مرګ پرپاکستان» بینرونه لېږدول او ویل کیږي د افغانستان د ملي اردو او سرحدي ځواکونو په ملاتړ یې شعارونه ورکول.
وروسته له هغه چې په تېرو څو ورځو کې د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې په ترسره شویو بریدونو کې یو شمېر خلک ووژل شول، پاکستاني پوځیانو د ننګرهار په لالپوره او ګوشته ولسوالیو او د کونړ ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ د توغندیو ډزې پیل کړې چې یو شمېر ولسي خلک یې له سیمې څخه کډه کولو ته اړ کړل.
د سیاسي چارو تحلیلګران وایي چې پاکستاني ادارو په خپل هېواد کې پخپله د چاودنو پېښې ترسره کړي څو نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د ټرمپ ادارې ته چې پاکستان ته د دغه هېواد د دوه مخې لوبې له امله ډېره په غوسه ده وښيي چې د هغوی هېواد هم د ترهګرۍ قرباني دی. (پاکستان ته د امریکایانو د غوسې په هکله د وال سټریټ ژورنال راپور)