تاند- د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د دوو پر له پسې ځانمرګو بریدونو لږترلږه یوولس تنه وژلي دي.په وژل شویو کسانو کې د پولیسو د حوزې مشر هم شامل دی.
راپورونه وايي چې په دې بریدونو کې، چې د سهار په پنځه بجې پیل شوه، د پولیسو پر یوه ماموریت (حوزې) وشول، ۷ ځانمرګي هم وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویندوی وویل، چې د پولیسو پر یوې حوزې د وسله والو سخت دریځو حمله په یوې موټر بمي چاودنې پیل شوه. په برید کې د ملي راډیو تلویزیون ودانۍ سخته زیانمن شوې او د شاوخوا لوړو ودانیو شیشې ماتې شوي دي.
د عبدالزي په وینا له لومړنیو راپورونو سره سم په دې برید کې د اوو تنو ځانمرګو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي دي. په وژل شویو کې ۱۰ پولیس، ۱ ملکي او ۷ ځانمرګي دي.
دا وه د ملا عمر مبارکي د نوي کال