تاند – د ننګرهار ولايت د بټي کوټ ولسوال، امنيه قوماندان او د ملي امنيت مدير په يوه چاودنه کې ټپيان شول.
دغه چاودنه نن سهار/ د اپریل ۱۵مه/ خواوشا ۸ بجې د یادې ولسوالۍ د جانیخېلو په سیمه کې وشوه.
ویل کیږي چې په چاودنه کې، د بټي کوټ ولسوالۍ ولسوال حاجي غالب مجاهد، امنيه قوماندان، د ملي امنيت مدير او يو بل کارکوونکی ټپيان شوي دي.
د ننګرهار ولایت د نشه يیزو توکو پر وړاندې د مبارزې رييس ادريس ساپي وويل چې دغه چارواکي او ورسره کسان په سیمه کې د کوکنارو اړولو د کمپاین لپاره روان ول چې چاودنه پرې وشوه.
تر اوسه پورې چا د دې پېښې مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی.