تاند- په داسې حال کې چې د مشرانو جرګې ريیس فضل هادي مسلمیار د سعودي عربستان په سفر تللی، د نوموړي د کورنۍ څو غړي په ننګرهار کې وژل شوي دي.
راپورونه وايي چې د افغان ځانګړو ځواکونو په هغو ګډو عملیاتو کې، چې تېره شپه د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالي کې یې وکړل، د سیمه ییزو پولیسو د یوه قوماندان په ګډون ۹ تنه وژل شوي او ۵ نور ژوبل دي.
د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼي د جپرهار ولسوالي د دولتزو د سیمې په چینو کلي کې پېښه تایید کړه، خو ویې ویل چې د مرګ ژوبلو په اړه کره معلومات نه لري.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وايي چې په جلال اباد کې روغتون ته ۹ تنه مړي او ۵ ټپیان وروړل شوي دي.
په ټپیانو کې یوه مېرمن او یوه ماشومه شاملې دي.
د چپرهار ولسوال رسنیو ته ویلي چې په وژل شویو کسانو کې د یوې پوستې سیمه ییز قوماندان زړور او څلور نور سیمه ییز پولیس شامل دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې د پېښې قربانیان د مشرانو جرګې د رييس فضل هادي مسلمیار خپلوان یا کلیوال دي.
ښاغلی مسلمیار د سعودي عربستان په رسمي بلنه ریاض ته تللی او پرون یې د دغه هیواد د شورا (پارلمان) له ريیس سره د افغانستان او سعودي عربستان په دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې.