تاند، جمعه، د قوس ۱۵مه: د ننګرهار ولایتي ادارې ادعا کړې چې امنیتي ځواکونو په شپږو ساعتونو کې د جلال اباد د یو لوی (ګرین پیزا هاټ) ریستورانت مالک او سوداګر د تښتوونکو له منګولو ازاد او خپلې کورنۍ ته یې سپارلی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي تاند ته وویل، تېره شپه د ښار اوومې ناحیې په مربوطاتو کې د اجمل اکبري په نوم د پیزا هاټ مالک او سوداګر د تښتوونکو له لورې تښتول شوی وو،چې د ۶ ساعته پرلپسې عملیاتو وروسته د تښتوونکو له منګولو ازاد او خپلې کورنۍ ته روغ رمټ وسپارل شو.

نوموړی وايي، د یاد کس د تښتوونکو د ډلې څخه د سره رود اوسیدونکی نورالرحمن له دوه عرادې کرولا موټرو، یو میل کلاشینکوف او ځینې نورو توکو سره یو ځای نیول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په ننګرهار کې د جاپانۍ سولې او روغتیايي خدمتونو د موسسې د مشر ناکامورا د وژنې درې ورځې وشوې خو تر اوسه یې د قاتلینو درک نه دی معلوم شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *