تاند- افغان پولیسو د هیواد په ختیځ کې د دوو پاکستاني اتباعو په شمول لږترلږه ۴ تنه د دولت وسله والو مخالفانو ته د وسلو برابرولو په تور ونیول.

د ننګرهار د ولایتي ادارې په وینا دا کسان د ننګرهار په مومنددره ولسوالي کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ونیول شول.

د دغو کسانو، چې دوه یې پاکستانیان ښودل شوي، د نیول کېدو خبر په داسې وخت کې خپور شو چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه نن /یکشنبه/ په کابل کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل.

د ننګرهار ولایتي اداره وايي، دا کسان داسې مهال ونیول شول چې غوښتل یې ۸ راکټونه په یوه نقلیه وسیله کې د دولت مخالفانو ته یوسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *