تاند- د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغه ولایت په هسکه مېنه ولسوالي کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې د داعش لږترلږه ۲۵ غړي وژل شوي دي.

د ننګرهار امنیتي چارواکو، روغتوني سرچینو او د هسکې مېنې ولسوال رسنیو ته وویل چې په دې برید کې، چې د یکشنبې په ورځ /جولای ۲۴/ د داعش د غړیو د فاتحې پر مراسمو وشو، د دې ډلې ۲۵ غړي وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل شوي دي.

خو ګومان کېږي چې د پېښې په قربانیانو کې ملکیان هم شامل دي.

د هسکې مېنې د ولسوال سازولي شینواري په وینا په وژل شویو کسانو کې د داعش ۳ قوماندانان هم شامل دي.

ویل شوي چې په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو وروسته له دې د داعش د غړیو پر فاتحې بمباري وکړه چې د فاتحې له مراسمو د نړیوالو ځواکونو لور ته ډزې وشوې.

د روغتون ډاکترانو ویلي چې لږترلږه ۸ ټپیان وروړل شوي چې د هغو په منځ کې ۳ ماشومان او ۲ ښځې شاملې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *