تاند- په اچین کې د داعش پر سمڅو د امریکا د ستر بم له غورځېدو وروسته د ننګرهار چارواکي وايي چې په دې برید کې تراوسه پوري د داعش تر ۱۰۰ ډېر غړي وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویندوی نن /جمعه/ په یوه خبري غونډه کې وویل، د تېر ماښام د ۷ بجو او ۳۲ دقیقو په برید کې د داعش په دوو سمڅو کې د ۱۰۰ تنو مړي شمېرل شوي او لا هم پلټنې روانې دي چې په نورو پټنځایونو کې د تلفاتو شمېر معلوم شي.

ده همداراز وویل چې اکثره وژل شوي کسان بهرنیان دي.

په ننګرهار کې روغتوني سرچینې وايي چې د ۴۷ تنو مړي وررسول شوي دي.

خوږیاڼی اټکل کوي چې ښايي د داعش څو سوه کسان وژل شوي وي خو په عین حال کې ټینګار کوي چې د دې حملې له کبله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د ننګرهار د اچین د بمباري شوې کلي (اسد خېل) قومي مشر ملک عثمان وویل چې حکومت ژمنه ورکړې چې د دوی کورونه به جوړ کړي.

One thought on “د ننګرهار چارواکي وايي، د داعش پر سمڅو په برید کې تر ۱۰۰ زیات ترهګر وژل شوي”
  1. ځينې ځایي اوسیدونکي دې بمي برید ته بیا د شک په سترګو ګوري او وايي چې لږه موده وړاندې افغان ځواکونو په همدې سیمه کې عملیات ترسره کړي وو او دا سیمه یې د داعش له شتونه تصفیه کړې وه نو بیا یې څنګه دومره زیات تلفات اړولي چې هلته څوک نه ؤ. د بمونو مور خو ډير غټ نوم لري او باید زیات تلفات یې دې اسلام او پښتون دښمنه ډلې ته اړولي وي او که داسې نه وي نو دا یواځې ددې بم ازمیښت و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *